چاودنه دمحمد خان پر موټر شوې،نه دغبرګ عبدالله .

ارګ : داصلاحاتو او همپالنې دانتخاباتي  ټيم پر موټرو برید وغانده 

 حامدکرزي د غبرګ عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم د موټرو پر کاروان بمي چاودنې  په کلکه وغندلې.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو تروریستي بریدونوله امله د غبرګ عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم د مرستیال انجینیر محمد خان موټر ویجاړ شوی او د ده ساتونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

دغه پیښې نن غرمه د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دوی د آریاناـ کابل له هوټل څخه د انترکانتیننتل هوټل په لور روان و، په دغو چاودنوکې ده او د ده د انتخاباتي ټیم غړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

 کرزي دغه چاودنې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله چې نه غواړي افغانان د آزادو او رڼو انتخاباتو له لارې په سوله ایزه فضا کې خپل راتلونکی جمهوررئیس وټاکي.

خو غبرګ عبدالله،چې له چاودنې وروسته په کاننټیننټل هوټل کې یې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل :

چاودنې زما موټر په نښه کړماته کوم زیان نه دی رسیدلی خو څو ساتونکي مې ټپیان شوې دي ، خو اوس دارګ اعلامیې څرګنده کړه،چې موخه  محمد خان و نه عبدالله .

له کومې ورځې،چې زلمی رسول او ګلا اغا شیرزی  له عبدالله سره یوځای شوی دی، داصلاحاتو او همپالنې مشر عبدالله له دوی دواړو سره ژمنه کړې ده ،چې دلومړی مرستیال محمدخان له سهمیې به دوی ته څه ورکوي . ځینې شنونکي وايي : غبرګ عبدالله له ټاکنو وړاندې غواړي ،چې له محمدخانه ځان خلاص کړي.