د غبرګ عبدالله د ټيم لخوا په پاکستان کې د ټاکنو جعلي کارتونه چاپ شوي دي.

د شمال ټلوالې د کانديد غبرګ عبدالله د کمپاين د ټيم لخوا، د ټاکنو د دوهم پړاو لپاره  په پاکستان کې جعلي کارتونه چاپ شوي دي.

د دې کارتونو يو څو بېلګې تاسې په انځورونو کې ګورﺉ ، چې زموږ لاسته راغلي دي.

د پاملرنې وړ ټکي دا دي:

 د کارت شمېره نه ښکاري، چې تعداد يې تر مليونونو هم زيات دی. که څه هم د مامور د ثبت نمونه بېل دي، خو ليکونکی یو دی  او په يوه قلم ليکل شوي دي.

تر ټولو په زړه پورې دا ده، چې د شابانه د زيږيدو نېټې کال ۱۳۸۷ ليکل شوی، چې په دې توګه  د زياتو جعلي کارتونو د شتون له امله تيروتنه هم شوې او نوموړې به سږ کال شپږ کلنه کيږي.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې هم داسې رېپوټونه وو، چې د غبرګ عبدالله د ټيم لخوا تر يو ميليون زياتې جعلي رايې کارول شوې وې او که دا کار نه وای شوی اوس به د دوهم ځلي لګښتونو او ستونزو حاجت پاتې شوی نه وای.

درنو لوستونکو!

که تاسې ځينې نورو نيمګړتياوو ته متوجه شواست، هيله ده د تبصرو په ځای کې خپل نظر راسره شريک کړﺉ.