File:Bismillah.svg

دشعبان د روژو اهميت

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

د شعبان دمياشتي بايدانسان عزت وکړي اوپه دغه مياشت کي د ښوکاروپه ترسره کولوکي بايد ډېري هلي ځلي وکړي دا ځکه چي شعبان د رمضان لپاره مقدمه ده اورمضان دالله پاک دمغفرت،رحمت اوثوابونو مياشت ده نوله دې امله بايدپه دغه مياشت کي درارواني مياشتي لپاره تياري وکړل شي  اوهغه په دې طريقه چي په دې کي دي ځان درمضان د فضيلتونو د ترلاسه کولو لپاره تيار کړل شي.
د
شعبان په مياشت کي يوعبادت دادی چي په دې مياشت کي کي روژه نيول ډېرثواب لري اومستحب کاردی.

په دې اړه ګڼ شمېراحاديث راغلي دي چي له هغوڅخه په دې مياشت کي د روژو د نيولو فضيلت معلوميږي:

- عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ :«كَانَ أَحَبُّ الشُّهُورِ إِلَى رَسُولِ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - أَنْ يَصُومهُ شَعْبَانَ ، ثُمَّ يَصِلَهُ بِرَمَضَانَ».(رواه أَبو داود)

له حضرت عائشه رضی الله عنه څخه روايت دی وايي: رسول الله-صلی الله عليه وسلم-ته په ټولو مياشتو کي شعبان خوښه چي روژه يې ونيسي،بيابه يې د رمضان سره وصل کوله!!

عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ :«مَا رَأَيْتُ النَّبِيَّ - صلى الله عليه وسلم - يَصُومُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ إِلاَّ شَعْبانَ وَرَمَضَانَ(رواه الترمذي)

له حضرت ام سلمه رضی الله عنهاڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له شعبان اورمضان پرته  ماداسي نه دی ليدلی چي دوه مياشتي دي يې پرلپسي روژې نيولې وي!!

دابوداودالفاظ داسي دي:

: ( أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمْ يَكُنْ يَصُومُ مِنْ السَّنَةِ شَهْرًا تَامًّا إِلا شَعْبَانَ يَصِلُهُ بِرَمَضَانَ )

(رواه ابوداودص:۳۱۹ج:۱) . (نبي عليه السلام به په کال کي يوه مياشت پوره روژه نه نيوله،

پرته له شعبان څخه چي هغه يې درمضان سره وصل کاوو)

د دې  حديث له ظاهر څخه معلوميږي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم

د شعبان پوره مياشت روژه  نيولې ده.

خو په نورو احاديثو کي راغلي دي چي ټوله مياشت  يې روژې نه دي  نيولې  بلکي اکثره برخه يې نيولې ده  ځيني احاديث دادي:

حضرت عائشه رضي الله عنهافرمايي: " كان رسول الله يصوم حتى نقول لا يفطر ويفطر حتى نقول لا يصوم

وما رأيت رسول الله استكمل صيام شهر إلا رمضان وما رأيته أكثر صياما منه في شعبان(رواه البخاري ص:۲۶۴ج:۱

ومسلم ص:۳۶۵ج:۱ )

رسول الله صلی الله عليه وسلم به دومره روژې نيولې،تردې چي موږبه ويل: افطار نه کوي، دومره به  يې افطار(روژه ماتی)کاووچي موږبه ويل:روژې نه نيسي او ما رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي نه دی ليدلی چي له رمضان پرته دبلي مياشت روژې دي يې پوره کړې وي،اوترشعبان(برات)په بله مياشت کي مي ډېر روژه نيوونکی  نه  دی ليدلی} عبدالله بن عباس رضی الله عنهمافرمايي:ماصام النبي صلی الله عليه وسلم شهراکاملاقط غيررمضان(رواه البخاري واللفظ له ص:۲۶۴ج۱،ومسلم ص:۳۶۵ج۱،والنسائي ص:۳۲۱ج۱)

(نبي عليه السلام له رمضان پرته بله پوره مياشت روژه هيڅکله نه ده نيولې)

د احاديثو تطبيق

د دغو احاديثو ترمنځ تطبيق داسي دی چي د نبي عليه السلام عادت دشعبان د اکثرو ورځو روژه نيول وو.

دغه اکثريت يې په ټولي مياشتي يادکړی دی.

عبدالله بن مبارک رحمه الله فرمايلي دي: چي دعربوعادت دادی  څوک اکثره مياشت روژه ونيسي دوی وايي: صام کله(ټولي روژې يې ونيولې(لمعات)

مولانامفتي محمدتقي عثماني صاحب هم داسي تطبيق کړی دی(درس ترمذي ص:۵۷۸ج:۱)

 مقصد دا راوزي چي په دې مياشت کي بايد د ډېرو روژو نيولو هڅه وشي .

امام ابن رجب رحمه الله فرمايي:دشعبان دمياشتي روژه نيول دحرمت(عزت) ترمياشتو(ذوالقعده،ذوالحجة، محرم اورجب)هم غوره دي.

وجه داده چي په نفلوروژوکي هغه غوره دي  چي دروژې مياشتي ته نږدې وي،که ترې مخته وي اوکه ترې وروسته وي.

ددغوروژومثال داسي دی لکه سنن رواتب چي دفرضوسره دی چي دفرضودنقصان لپاره تکمله اوپوره کوونکي وي .

همدا راز تر رمضان مخته او وروسته روژې هم داسي دي،نو لکه څنګه چي سنن رواتب(دولس رکعاته سنت)تر مطلقو نفلو غوره دي، همدا راز تر رمضان مخته او وروسته روژې تر هغو غوره دي چي ترې لري وي.

دا چي په دغو روژو کي حکمت څه دي او ولي زيات ثواب لري دا به ان شاءالله تعالی بيا بيان کړو.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعي.