پخوانیو طالب چارواکو او مشارکت ملي ګوند د اشرف غني ملاتړ اعلان کړ

                                                         g1

یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو او د حرکت انقلاب اسلامي د عالمانو او جهادي شخصیتونو ټولنې او همداراز مشارکت ملي ګوند نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

له ډاکتر غني څخه د ملاتړ کوونکو په ډله کې مولوي قلم الدین، عبدالحکیم مجاهد، مولوي خلیل الله فیروزي، پخوانی وزیر براهوي او د قیوم کرزي د انتخاباتي ټیم غړي شامل دي.

                                              g2 

له دې جلا د نجیب الله کابلي په مشرۍ مشارکت ملي ګوند د جوزا د څلورویشتمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

په دې مناسبت په کوهدامن کې غونډه جوړه شوې وه.

                                               د اشرف غني په ملاتړ کې د مشارکت ملي ګوند غونډه

                                                  د اشرف غني په ملاتړ کې د مشارکت ملي ګوند غونډه

تر دې مخکې هم ګڼو وړو او لویو ګوندونو او ټولنو د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ څرګند کړی خو د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ مخکښو کاندیدانو بیا د غبرګ عبدالله ننګه کړې ده.

زلمي رسول، ګل اغا شېرزي او د سیاف مرستیالانو اعلان کړی چې د غبرګ عبدالله تر شا درېږي.

پرون د سیاف دواړو مرستیالانو د کابل د ودونو په یوه سالون کې اعلان وکړ چې د عبدالله تر مشرۍ لاندې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره یوځای کېږي.

همداراز نن د خوست دیني عالمانو په یوه غونډه کې د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ. تر دې مخکې د ننګرهار دیني عالمانو هم د اشرف غني ننګه کړې وه.

له تاند څخه په مننه

دنښترویبلاګ یادښت:

درنو لوستونکو!

په هراشغال شوي هېواد کې ټاکنې داشغالګرو د ځانګړو موخو لپاره ترسره کیږي.

زموږ دځورېدلي اولس او زخمي زخمي افغانستان لپاره اوس مهال ټاکنې هیڅ مفهوم او ارزښت نه لري ځکه چې له جعل او فرېب سره مل دي.

موږ دافغانستان رښتیني درمل دیوې نوې بې پرې او هېواددوستې لنډ مهالې ادارې په رامینځ ته کېدو کې وینو ترڅو د دوو دریو کلونو په جریان کې رښتینو ټاکنو ته لار هواره او دسولې په فضأ کې ترسره شي.

دا چې دمګړۍ دګران افغانستان دلاتباهي او بربادي لپاره زموږ سیموالو او نړیوالوغلیمانو غبرګ عبدالله په تخرګ کې راته نیولی نو له ناچاري موږ له دې ناوړه کس(غبرګ عبدالله)څخه ډاکتراشرف غني احمدزی بهتر ګڼو له همدې کبله دعلماوو د شورا پرېکړه په ځای بولو خو بیا هم تاکیدوو، چې ټاکنې فعلأ دافغان اولس ستونځې نه شي حلولی.

په خورا درنښت

دنښتر ویبلاګ اداره