د افغانستان د علماوو شورا، د ډاکتر اشرف غني په پلويتوب فتوا ورکړې ده.

د افغانستان د علماوو، شورا له خلکو غوښتنه کړې، چې د رايو صندوقونو ته ولاړ شي او دا د خلکو انساني او ديني وجيبه ده.
د علماوو شورا په خپله فتوا کې وايي، چې دوی دواړو کانديدانو ته درناوی کوي، خو عبدالله عبدالله وړ کس نه دی او د دوی غوښتنه له خلکو نه دا ده، چې ډاکتر اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي. د علماوو شورا، ډاکتر اشرف غني ته د برياليتوب هيلې څرګندې کړي دي.
دنښترویبلاګ یادښت:
درنو لوستونکو!
په هراشغال شوي هېواد کې ټاکنې داشغالګرو د ځانګړو موخو لپاره ترسره کیږي.
زموږ دځورېدلي اولس او زخمي زخمي افغانستان لپاره اوس مهال ټاکنې هیڅ مفهوم او ارزښت نه لري ځکه چې له جعل او فرېب سره مل دي.
موږ دافغانستان رښتیني درمل دیوې نوې بې پرې او هېواددوستې لنډ مهالې ادارې په رامینځ ته کېدو کې وینو ترڅو د دوو دریو کلونو په جریان کې رښتینو ټاکنو ته لار هواره او دسولې په فضأ کې ترسره شي.
دا چې دمګړۍ دګران افغانستان دلاتباهي او بربادي لپاره زموږ سیموالو او نړیوالوغلیمانو غبرګ عبدالله په تخرګ کې راته نیولی نو له ناچاري موږ له دې ناوړه کس(غبرګ عبدالله)څخه ډاکتراشرف غني احمدزی بهتر ګڼو له همدې کبله دعلماوو د شورا پرېکړه په ځای بولو خو بیا هم تاکیدوو، چې ټاکنې فعلأ دافغان اولس ستونځې نه شي حلولی.
په خورا درنښت
دنښتر ویبلاګ اداره