د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير د غبرګ عبدالله برياليتوب ته هيله من دی
د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير نجم الدين شيخ په يوه ليکنه کې چې په (اېکسپرېس ټرېبيون) کې خپره شوې ده، هيله څرګنده کړې چې د ټاکنو په دويم پړاو کې به ډاکتر عبدالله ګټونکی شي. دی وايي، چې د طالبانو په مشرتابه کې د منځلارو له کمزورتيا او د ملا ذاکر له استعفا سره طالبانو پريکړه کړې ده چې خپلو عملياتو ته به زور ورکوي. د ده په اند د می په ۱۲ (نن) نېټه د طالبانو د سپرلنيو عملياتو له پيل سره به په ډېرو پښتون مېشتو ولايتونو کې لږ خلک د ټاکنو په دويم پړاو کې ګډون وکړي او په دې توګه به د ډاکتر عبدالله چانس زيات شي. شيخ د ډاکتر عبدالله ستاينه کوي او وايي چې نوموړی د سيمه ييزو مسايلو ډېر ښه تحليل لري او په ځانګړې توګه د پاکستان او افغانستان تر منځ د حياتي اړيکو په ارزښت ډېر ښه پوهېږي. شيخ سپارښتنه کوي، چې که چېرې ډاکتر عبدالله ګټونکی شي نو بايد د پاکستان حکومت له ده څخه ملاتړ وکړي.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه