د احمد ضیا مسعود لور آمنې ضیا مسعود یو لیک پر ټولنیزه رسنۍ خپور کړ
- لیکونکی داود جنبش
د احمد ضیا مسعود لور آمنې ضیا مسعود یو لیک پر ټولنیزه رسنۍ خپور کړ او ویل یې چې دا د مخکښ کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې له خوا په پنجشنېر کې د هغې د پلار پر ضد ویشل شوی دی. لیک چې په ډېره ښه املا او انشا چمتو شوی، څو مهمو ټکو ته اشاره لري. لومړی د قوماندان احمدشاه مسعود د کړنو د ستایلو تر څنګ پر دې ټینګار چې ورور یې- ا حمد ضیا د هغه له پاره باید و نه ستایل شي. دویم دا چې، احمد ضیا په ټاکنو کې د زلمي رسول په ملګرتیا رایې وویشلې او په دې ډول یې زیان واړاوه او اوس هڅه کوي همدغه کار اشرف غني احمدزي ته په ورتګ سره وکړي. درېیم دا چې، پنجشېر اوس یو مهم ولایت شوی او د هېواد د تصمیم نیولو په بهیر کې یې د کندهار دریځ غوره کړی چې یوه پرېکړه هم د پنجشېر او پنجشېریانو له ګډون پرته نه شي کېدای. په لیک کې تېر دیارلس کلونه ددغې سیمې له پاره خورا مهم بلل شوي چې هم ولایت ته لوړ شو او هم يې د هېواد په کچه د ټول دولتي واک په سلو کې پنځه دېرش په خپلو منګولو کې وساتله او دې ته ورته نورې خبرې.
د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې وروسته د یوې وینا په خپرولو سره دغه لیک رد کړ او ویې ویل چې په دوی پورې اړه نه لري. آغلې آمنې ضیا مسعود دغه ردېدنه هم پر خواله رسنیو راوړې خونور یې څه نه دي ویلي. له بلې خو د ولسي جرګې یوه مهم غړي او د فساد ضد مبارزې فعال رمضان بشر دوست هم دغه لیک پر خپله پاڼه خپور کړی او هغه یې د فاشیزم نښه بللې ده. ښاغلي بشر دوست لیکلي سره له دې چې د یوه نوماند ملاتړ هم نه کوي خو که بد کار وویني غندي یې. دا خبرې په داسې حال کې تودې شوي چې د بل مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي یوه ویاند اسماعیل محمدي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې له احمد ضیا مسعود سره خبرې روانې دي چې د دوي خواته ورواوړي.