نیویارک ټایمز:

هیڅ تضمین نشته چې زلمی رسول دې د خپلو پلویانو رایې عبدالله ته یوسي

1

تانـد- نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې له عبدالله عبدالله سره د زلمي رسول د یوځای کېدو په اړه لیکلي چې زلمی رسول د حمـل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې درېم ځای درلود او له عبدالله عبدالله سره یوځای دواړو ۵۵ فیصده رایې ګټلې وې خو هیـڅ تضمین نشته چې هغه کسان چې زلمي رسول ته یې رایې ورکړې وې، په دوهم ځلي انتخاباتو کې عبدالله ته رایې ورکړي.

نیـویارک ټایمز ورځپاڼه په عین حال کې وايي چې عبدالله عبدالله او ځیني شناندي اندېښنه لري چې په دوهم پړاو انتخاباتو کې به پراخې درغلۍ وشي او دا خطر هم شته چې وسله وال طالبان یې لږترلږه په هغو سیمو کې ګډوډ کړي چې دوی په کې نفوذ لري.

ورځپاڼه وايي، د دې لپاره چې طالبان د حمل په شپاړسمه په لومړي پړاو کې د انتخاباتو په ګډوډولو کې پاتې راغلل، خپلې هلې ځلې به دوه برابره زیاتې کړي چې رای ورکوونکي وبېروي.

ورځپاڼه وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له وروستۍ شمېرې سره سم عبدالله عبدالله ته ټولټال ۴۴ فیصده، اشرف غني احمدزي ته ۳۳ او زلمي رسول ته ۱۱ فیصده رایې اچول شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون لا نهايي نتیجې نه دي اعلان کړي خو ټاکل شوې ده چې د ثور په ۲۴ مه یې اعلان کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې ښاغلی عبدالله اندېښنه لري چې په دوهم پړاو انتخاباتو کې ناامني او درغلي ممکن جدي ستونزې پېښې کړي خو ډاکتر غني بیا بیا تاکید کړی چې له اساسي قانون سره سم دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا شته.

ورځپاڼه لیکي، ځیني مبصران باور لري چې د افغانستان دوهم پړاو انتخابات به په قومي بنیاد وي چې دا به ښاغلي غني ته، چې پښتون دی، ګټه ورسوي ځکه چې پښتانه د شمېر له پلوه په اکثریت کې دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، ښاغلی عبدالله د تاجکانو استازی دی خو د دواړو کاندیدانو مرستیالان د مختلفو قومونو استازیتوب کوي.

زلمي رسول له عبدالله عبدالله سره د یوځای کېدو په مناسبت په غونډه کې وویل چې عبدالله عبدالله د ده پخوانی همکار دی، له ډېرې مودې راهیسي یې پېژني او له یو بل سره یې ښه همکاري کړې ده.

رسول همداراز وویل :«زموږ هڅه دا ده چې د افغانستان په خلکو کې د قومي درز مخه ونیسو.»

 زلمی رسول په خټه پښتون دی خو پښتو یې نه ده زده.

نیویارک ټایمز وايي، عبدالله عبدالله او پلویان یې استدلال کوي چې له دوی سره د زلمي رسول له یوځای کېدو سره دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا نشته ځکه چې د دواړو رایې تر پنځوس فیصدو اوړي.

دنښترویبلاګ یادښت:

دنښترویبلاګ اداره دنیویارک ټایمز ورځپاڼې په لیکنه باورلري خو دغبرګ عبدالله پورتنی بې منطقه استدلال بې ارزښته بولي او په عین وخت کې د هېواد دښمنو او پردي پالو سبوتاژ داندېښنې وړ ځکه بولي، چې دوی دسبوتاژ ماهرین اوهر وخت یې سوله او پرمختګ سبوتاژ کړی دی.

ژوندۍ بېلګه یې دیونویمې لسېزې پېښه ده چې لاتراوسه یې ناسوري زخم نه رغیږي.

بســـمل