پاکستانۍ میډیا، استخباراتي معما
عصمت قانع
په معاصرو مدني ارزښتونو کې د هیوادونو، ټولنو او مملکتونو د اجتماعي قوت څیره هماغه د میډیا څیره ده. د بیان د ازادۍ، د افکارو د بیدرېغه حفاظت او خوندیتوب او د خوندیتوب تر څنګ په ټولنو، سیاسي تحرکاتو او اجتماعي خوځښتونو کې د تحمل، زغم او د مخالفو دریځونو په وړاندې د انعطاف جسور او له میړانې ډک عمل په خپله د قوت ځواک او د مضبوط استقرار سمبول او علامت دی، چې بې له شکه هیوادونه او ټولنې یې د خپل داخلي ثبات او استقرار په څیره کې رنګونه او انځورونه وړاندې کولای شي.
په درېمه نړۍ کې د ازادۍ او استقلالیت تحرکات د خپلو غوښتنو محورونه پر همدغو مدني ارزښتونو باندې راچورلوي.
چیرته چې افکار ازاد وي، چیرته چې د افکارو د تبادلې پلاټ فورم غښتلی وي، چیرته چې د دغو پلاټ فورمونو په وړانډې د تحمل او زغم روحیه پیاوړې وي، هلته په رښتیا سره د ازادۍ نعمت د خپلو خوندونو اغیز وړاندې کوي او دغه اغیز ټولنه د غوړېدلو او متعالي لارو او ګودرونو خواته سوق کوي.
خو زموږ په سیمه کې زموږ د عصر تر ټولو ستره فاجعه او غمیزه داده چې د بیان د ازادۍ ارزښت هم د دسیسې پر نیلۍ سپور دی. تحمل او زغم د چل او فریب په جامه کې نغښتی دی او میډیا د شیطاني سټیج پرسر د تمثیلیدونکې ډرامې هغه جادوګرې شعبده بازۍ ته ورته عمل دی، چې باید افکار د ازادۍ پرځای د انحراف پر لور بوزي.
ځینو هغو پلانونو ته چې هدف یې د ډیموکراسۍ او ازادۍ د عمل خفه کول دي، مخکې تر مخکې داسې زمینه سازي وشي، چې ګویا د ولس د عامه ذهنیت په هینداره بدل شي.
پاکستان د جنوبي اسیا په اوږدو کولمو کې د هغه کینسر حیثیت غوره کړی دی، چې د ازادۍ او ډیموکراسۍ د ټولو لارو چارو د انحراف او کږولو مریض خاصیت یې لکه چې هیڅ ډول دوا او دارو نه مني.
پرون مې د جیو تلویزیون پر پرده د طالبانو د کوټې د شورای د منشي ښاغلي ملا محمد حسن رحماني مرکه اورېده. تر مرکې مخکې د تلویزیون انانسر انانس ورکړ، چې دغه مرکه تر یوه اوږده او ستونزمن سفر وروسته جیو تلویزیون د پاکستان سرحد ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې کړې ده. حال دا چې په مرکه کې د ملا محمد حسن رحماني شاته پرده هماغه د ډېره غازي خان او ډېره اسماعیل خان د خلکو رنګینه خیمه ده، چې صرف د همدغې سیمې د سترو غونډو او لویو جلسو لپاره په کارېږي او پاکستانیان یې ملتانی ټینټ (خیمه) بولي.
کله چې مې د رحماني صاحب مبارک مخ ته کتل، نو د مخ ګونځې یې داسې هوارې شوې وې، چې په والله بالله ثم تاالله که یې یوه ورځ هم غزنۍ سیمه، صعب العبور سرحد او یا د پاکستان له مرطوبې هوا څخه پرته بل څه په سترګو هم لیدلي وي.
د رحماني صاحب ږیره سپینه شوې وه، ما چې په کندهار کې لیدلی وو، نو ږیره یې توره وه، خو دلته یې د ږیرې اتیا فیصده ویښتانو د عمر د شپیته کلنۍ بربنډه شاهدي ورکوله.
چې راڼه مخ ته یې ځیر شوم، نو ماشاء الله رحماني صاحب هماغه د پنجوایي زېږ اڅکزی نه وو، بلکې مخ یې داسې رونما او بې ګونځو وو تا به ویل، چې شل کلن ځوان ته چا په ډرامه کې د شپیته کلن بوډا کردار ورکړی وي او پرمخ یې مصنوعي ږیره ورته اېښې وي.
مرکه کوونکی مې نه پیژنده، خو بالاخره چې ورته ځیر شوم، نو هماغه د ISI د میډیا ډیسک مشاور نذیر لغاري وو.
حیران دریان پاتې شوم، چې نذیر لغاري او د ډیورنډ کرښې آخوا او بیا د ملا محمد حسن رحماني سره مرکه، زما د حیرانۍ اندازه هغه وخت نوره هم سیوا شوه، چې لغاري صاحب د ISI د روانې پالیسۍ د تائید لپاره د ملا رحماني صاحب له خولې څخه کلمې را اېستلې او بیا یې د پنجاب د سیمه ییزې ستراتیژۍ په تار پییلې او د ملغلرو لړ یې ترې جوړاوه.
رحماني چې په کندهار کې وو، د نورو ملایانو په نسبت یې عربي خورا زوروره وه، یعنې د عربي په مکالمه کې یې تر نورو زیات مهارت درلود. همدا علت و، چې عبدالحی مطمئن به د الجزیرې تلویزیون د اختصاصي مصاحبو لپاره یواځې او یواځې د رحماني صاحب ادرس استعمالاوه.
رحماني صاحب په ټکي اردو هم نه پوهیده، د کندهار د جي لاهور ملا اختر محمد اخند به ویل، چې زه او رحماني دواړه په عربي کې تکړه یو، خو په اردو کې مو خوند اوبو وړی دی.
هماغه رحماني صاحب چې لس کاله وړاندې په ټکي اردو ژبه نه پوهیده له نذیز لغاري سره داسې کرتاهی ذرا سوچتی او نیچی اتا هی ویل لکه د سیند د لعل او شهباز قلندر متولیان چې له سیندي ژبې څخه اردي ژبې ته را اوښتي وي.
ددغې مرکې وخت زما لپاره زیات د اهمیت وړ وو، ځکه دا مرکه د پاکستان د استخباراتو لخوا په داسې وخت کې تنظیم شوې وه، چې د جګړې پر مورچلونو باندې د مني ساړه بادونه را روان دي او د سیاست په مورچلونو کې ای ایس ای د قطر لوبه بایللې ده.
پاکستان په اقتصادي ډګر کې د ټولو اساسي تدابیرو په سنجولو سره بیا هم نه شي کولای چې د خپل رنځور اقتصاد لپاره د صحت نسخه ومومي.
د انرژۍ طوفاني بحران د پاکستان ټول واړه او ستر یونټونه په ټپه درولي دي او د پاکستان د ستراتیژیک عمق د پالیسي په نیمه لار کې لوټ او تالا شوې ده. اړتیا داده چې د پاکستان د ستراتیژیک عمق پالیسي له مخې د طالبانو جنګي او چریکي وجود د سیاسي موجودیت په معجونو باندې تداوي شي.
خو طالبان د سیاست د ډګر لوبغاړي نه دي، ځکه په ټول عمر کې یې د پاکستان د سیمه ییزو مفاداتو د کرایي جګړه مارانو په توګه عمل کړی دی او تر وخت تیر طوطي خبرې نه شي کولای.
نذیز لغاري هڅه وکړه، چې د ملا رحماني صاحب له خولې دا خبره را وباسي، چې ګویا طالبان یو ځل بیا له امریکا سره د مذاکراتو میز ته کښیني او پاکستان حاضر دی، چې د امریکا د سیاسي مهرو د لوبغاړو په توګه د طالبانو د ګومارلو لپاره پنټاګون او CIA ته یو بل پروفوزل وړاندې کړي. د پاکستان میډیا ته همدا پروژه ورکړای شوې ده.
که څه هم پاکستان به هڅه وکړي، چې خپل میډیایي تشکیلات د نویو معاملاتو په مارکیټ کې په لوړه بیه خرڅ کړي، خو سیمه هغه پخوانۍ سیمه نه ده. افغانستان په تیرو دولسو کالو کې د یوسل او شلو کالو سفر کړی دی او د مرحوم محمد موسی شفیق په قول اوس د پاکستان شاګرد ذهنیت نه شي کولای په سیمه کې د افغانستان زړو حیثیت له پامه وغورځوي.
د مرحوم شفیق په قول:
دبستان د ایشیا که زه استاد وم
تا ویله هغه وخت کې سپاره
نه شرمیږې اوس زما د سر دعوه کړې
ته او خدای نو په همدغه قواره