سوله د پاکستان د آي، اس، آي له منګلو وژغورئ!

محترم ډاکترعثمان روستار تره کی

  

په  وروستي درې لسیزه کې د افغانانو په برخه لیک باندې  د  پاکستان د مثبت یا منفي رول اغیز  د هیڅ یو بل هیواد سره پرتله کولي نشو.

 په نژدې کلونو کې په افغانستان باندې دوه وار بهرني یرغل د افغانستان او پاکستان برخه لیک سره وتړل : د شورویانو د تیري په وخت کې پاکستان  د افغانانو  د پاره  د هجرت او د مقاومت میلمه پال کور  حیثیت ومومند ، چه هیڅ افغان په کې د پردیتوپ احساس نه کاوه . هغه سره جوخت  افغانستان د پاکستان د دفاع د مقدمې جبهې په حیث وروپیږندل شو . د یرغل په وړاندې د  دواړو هیوادونو ګد دریز  د افغاني مقاومت د قربانیو د لارې تمثیل شو.

واقعیت دا دي چه که د افغانانو مقاومت او بهرني ملاتړې نه وای شوروي فوج  په لږ وخت ځان ګرمو اوبو ته رسولې واي.

نن تاریخ په بل انداز تکراریږي : که  د افغانانو اوسنې وسله وال مقاومت  چه په افغانستان کې نړیوال نظامي ائتلاف ته په کافي اندازه بوختیآ او جنجال زیږولې  نه واي، پاکستان د ملیشیایی او استخباراتي جګړې په بهیر کې توته توته کیده .

د باندې څرګندونو نه مقصد دا دي چه په افغانستان باندې  د بهرني تیري په وړاندې  زموږ سره د پاکستان ملګرتیآ د  مقاومت د بریالیتوب ضمانت وو او به وي . خو دغه واقعیت باید په ګوته شي  چه د اشغال ضد  په جګړه کې د افغانانو سره د پاکستان ملګرتيا  د افغانانو د قرباني په بیه  د پاکستان غیر مستقیم دفاع هم وو  او دي. بنآ  پاکستان زموږ د وینې د بیې ( خون بها ) د دعوا یو اړخ  دي . یعنې په جګړه کې  افغانانو سره  ملګرتیا پاکستاني لورې ته د مقاومت په وړاندې کوم حق نه ورپه برخه کوي.

نن  د افغانانو په منځ کې د ګدودي نه  د ګته اخیستنې په مقصد  د دې په ځاي چه افغاني مقاومت  د پاکستان نه خپل پور راوغواړي ، برعکس  د پاکستان حکومت او  آي ، اس ، آي  په جګړه کې افغاني مقاومت سره ملګرتیا ، افغانستان ته د یو خدمت په توګه مطرح  او د هغه  نه پاداش غوښتنه کوي .

اوسمهال د افغانانو په وړاندې د سولې حیاتي موضوع مطرح ده . په جګړه کې نورو ته اړ یو. خو په سوله کې د هرچا په پرتله د خپل ګتو نه دفاع کولي شو. د پاکستان په ګته  د خپل قرباني په بدل یوازې غواړو چه پاکستاني چارواکو د وسله وال مقاومت خپلواک دریز وپیږني او  د سولې  په پروسه کې د لاسوهنې نه دده وکړي.

په تآسف سره چه پاکستاني مقامات بي له دې چه اوسني اوضاع او احوال  ته پام را واړوي ، د تیر په څیر په دې لته کې دي چه د جهاد او مقاومت د لسیزې سناریو تکرار شي : آي ، اس ، آي هڅه کوي چه د جګړې د اړخونو سره  د سولې په خبرو اترو کې د وسله وال مقاومت په نیابت سولې پروسې ته ورګد شې ، او د وسله وال مقاومت خپلواک حقوقي او سیاسي  شخصیت د آي ، اس ، آی د یو ګمارل شوې مزدور په کچه راتیته کړي.

د الجزیري د تلویزیون ( انګریزي څانګه ) لاندې راپور ته پام راواړوې :

« پاکستان غواړي د طالبانو او نړۍ تر منځ اړیکي سبوتاژ کړي په پاکستان کې د طالب سرچینو په حواله ویل شوې چې څو ورځي وړاندي د پاکستان استخباراتي او امنیتي ادارو د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر طیب اغا د وروڼو په کور چاپه اچولې، او هغوی یې له ځانه سره نامعلوم لوري ته انتقال کړي.

 سید محمد طیب آغا چې کله په ۲۰۰۹ م کال کې د دطالبانو د مشر ملا محمد عمر له خوا د طالبانو دسیاسي مسؤول په توګه و ټاکل شو، د بهرنیانو له یرغل نه وروسته طالبان د لومړي ځل لپاره د یوه خپلواک سیاسي خوځښت په توګه را څرګند شول.

د راپور سره سم د طالبانو ډیري نژدې سرچیني وايي چې پاکستاني استخباراتو د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر د دوه وروڼو له نیولو وروسته د هغه ټولې کورنۍ ته یوازې د درې ورځو ضرب الاجل ټاکلی، او اخطار ور کړل شوی و چې طیب اغا به خپله په درو ورځو کې اسلام اباد ته حاضریږي، او له دوی سره به مخامخ ویني، که نه د دوی د ټولې کورنۍ پر ضد به د غیر قانوني اوسېدنې دوسیه جوړیږي، او په پاکستان کې به د غیر قانوني اوسیدنې په جرم بندیانيږي.

اوس مهال داسې ویل کیږي چې له دې تهدید څخه وروسته د هغوی ټوله کورنۍ لا درکه ده، او هر ډول اړیکې ورسره قطع شوې دي ».

پاکستاني چارواکو باید  څو تکې ته پام وکړي :

۱ــ د جګړې په بهیر کې د افغانانو نه د حساب نه د باندې ویني تویې شوې ده . د شمن سره  سوله د هغه چا حق دي چه قرباني ورکړې ده.

۲ــ  د افغانستان اوسني حالت شورویانو ضد مقاومت لسیزې سره بنستیزه توپیر لري. پدې معني  چه :  

الف . د جهاد په لسیزه کې مجاهدین په مختلفو او مخالفو دلو سره ویښل شوې وو. د مجاهدینو خپل منځي  نفاق آي ، اس ، آي ته د دوي د کنترول لاسوند ورپه برخه کول. نن مقاومت واحد مرکزیت لري . پیاوړې او یو موتې دي. د آي ، اس ، آي د فشارونو په وړاندې دریدلي شي .

ب  .  وسله وال مقاومت مخکې نه مخکې په « دوفکتو » دول د بهرنیانو له خواه په رسمیت پیږندل شوې دي : مقاومت  په دوحه کې نیمه رسمي دفتر لري . د جاپان او فرانسې د سولې  په غوندو کي ګدون درلود . د جګړې او سولې په اړه نړیوال مدیا او رسني د ده  دریز خپروي.

په لندو ! یرغلګر ځواکونه د مقاومت سره د تماسونو په بنست باندې د  سولې نوښت د  آي ، اس ، آي  د لاسه ایستلې ده .

هغه افغانان چه د یرغلګرو قوتونو په وړاندې  د وسله وال مقاومت دریز په مشروط یا غیر مشروط دول تائيدوي ، پاکستان ته د مقاومت د قوت الظهر هیواد په حیث  په درنه سترګه ګوري، او ورته د راتلونکې سولې په فضآ کې د ښې اړیکې د درلودلو تمه لري. خو په هیڅ وجهه آي ، اس ، آي ته  اجازه نه ورکوي چه د دفاع وکیل په رول  د جهاد د لسیزي غلطي ( په واقعیت کې خیانت ) چه افغانان کورني جګړې سره مخ کړ ، تکرار  او زموږ د مقاومت لاسته راوړنې غلآ کړي.

که په وسله وال مقاومت باندې  د آي ، اس ، آي بی ځایه فشارونه  د زغم نه ووزي ، دا احتمال شته چه د پاکستان د حکومت په ضد افغاني او  پاکستاني طالبانو په تشکیلاتې او سیاسي برخو کې د جګړي یوه واحده جبهه جوړې کړي . که نړیوال نظامي ائتلاف د نوموړې جبهې په ملاتړ ودریږي نو پاکستان د  آی ، اس ، آی د حماقت ښکار کیږي .

افغاني مقاومت له پاکستاني چارواکو  سره د متقابلې سیاسي ژمنې په بنست باندې اړیکې لري  چه په ترڅ کې یی دیا رلس کلنه جګړه دوام وموند : پاکستان وسله والو مخالفینو ته لوژستیک او سیاسی ( سیاسي پدې مفهوم چه دوي ته باید دا خپلواکي ور په برخه کړي چه د جګړې د اړخونو سره په توافق راتلونکې حکومت جوړ کړي) مرستې برابروي. مقاومت ژمنه سپارلې چه یرغلګرو ځواکونه د افغانستان نه وشړي.

خواوس پاکستان د خپل ژمنې خلاف  د افغانستان په تول تاکنو کې په پته د هغه کاندید نه چه د طالبانو سره د دشمني سابقه لري ملاتړ کوي . خو متقابلآ د مقاومت نه دا غوښتنه لري چه په افغانستان کې د سولې په اړه د مذاکراتو د وکالت حق  آي ، اس ، آي ته وسپاري . ګومان نکوم چه هغه افغانان چه د پنځوس هیوادونو د تحکم او دیکتاد د سیاست په وړاندې مورچلونه ګرم ساتلې ، آي ، اس ، آي فشار ، بد معاشي او شانتاژ ته تسلیم شې. 

که موږ یادې شوې پیښه د ګن شمیرو مخکنیو پیښو چه آي ، اس ، آي په کې برلاس  وو  لکه د وسله وال مقاومت د غړیو بندیانول ، وژل ، امریکائیانو ته سپارل ، د مقاومت د پتو مورچلونو ځایونه ناتو استخباراتو ته مخابره کول ، په پام کې ونیسو ، دې پایلې ته رسیږو چه افغاني مقاومت په وروستي دیارلس کلو کې په تښ لاس په مختلفو جبهاتو کې په جګړه بوخت وو : د پاکستان د آي ، اس ، آي په وړاندې . د کابل حکومت په مقابل کې او د ۵۵  اشغالګرو هیوادونو په ضد . دا کافي نده چه ورته د  یو خپلواک افغاني غورځنګ  په توګه ملي رسالت  قائل شو ؟؟؟ .

« پاي »

فرانسه

د مي لسم ۲۰۱۴ م کال