د غـــبرګ عبدالله تر يـــو ميليـــون زياتې رايې تقلبـــي دي

روهــي وېبپاڼې ته د ټاکنيز شکايتونو د خپلواک کميسون يوه مشر غړي د نوم نه ښودلو په شــرط ويلي، چې د دوی د څېړنو له مخـې د ډاکتر عبدالله تر يو ميليون  زياتې رايې تقلبي دي. د سرچينې په وينا، له بده مرغه د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټيم د شکايتـونو په سپارلو کې ډېره سستي کړې ده، که نه کېدای شوای په لومړي پړاو کې يې ګټلې وای. سرچينه زياتوي، چې که څه کار هـم کړی هغه د ډاکتر زلمي رسول ټيم کړی دی. د ده په وينا کميسون له شکايتونو پرته په خپل سر څه نه شي کولای، خو بيا بـه هم په لکونو رايې باطلې شي.

داسـې ښکاري چې د ډاکتر عبدالله ټيم د دې لپاره چې دوی ته ګوته ونه نيول شي، تر ټولو زيات شکايتونه ثبت کړي او له درغلۍ څخـه تر ټولو زيات همدوی سرټکوي. بل خوا له يو زيات شمېر ولايتونو څخه داسې شکايتونه ترلاسه شوي، چې په ډېرو زياتو سايټـونو يا محلونو کې د ډاکتر غني ناظرين موجود نه وو او له دې کبله د خلکو ډېرې رايې ضايع شوې دي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه