خالد پښتون د تېرو پارلماني انتخاباتو په کمپاین کې ( ویګراه ) ګولۍ ویشلې!

لیکونکی محمد سلطان (شریفی)

بېله شکه پر وطن مین شخصیتونه سته، چي واقعآ د خلګو اسازیتوب ور سره ښايې او هم ولس اعتماد پر کولای سي. خو د هغوی په منځ کي هغومره ټيټ او کم ظرفیته وکیلان هم سته، او د چوکي لاسته راوړلو ته دومره لېوال دي، چی ان د دې موقف په لاسته راوړلو کي خپل ټول عزت، شرافت، پښتني غرور او ناموس د خاورور سره خاوري کوي. کله نا کله خو دومره ټیت کارونه کوي، چي حتآ انسان يې په یادولو هم شرمیږی. چی آن خلکو ته دا سي سوال پیدا کیږي، چی واي، آیا په افغاني او باالخصوص په پښتني ټولنه کي داسي ټیټ پست فطرته انسانان هم سته، چي په ملي سطحه د انتخاباتو په کمپاین کي یو وکیل نورو وکیلانو ته ( وایګرآه ) ګولي په رشوت کی ورکوي، چي صرف رایه تر لاسه کړي؟ او یا خو داسي وکیلان د ډيموکراسۍ د عصر څخه تر غربیانو هم یو څو قدمه نور وړاندي تللي دي، چي کېدایسي موږ به د اول ځل لپاره په خبر سوی یو. خالد پښتون چي د افغانستان په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازیتوب کوي، په پارلماني انتخاباتو کي د پارلمان وکیلانو ته ( وایګراه ) ګولۍ چي د جنسي اړيکو لپاره کار ځیني اخستل کیږی، ځکه په ریشوت کی ورکولې، تر څو نوموړی ته د پارلمان د اول معاون یا مرستیال په توګه رایه ورکړي او ويې ټاکي. ما ډېر اورېدلي دي، چي خلګ خپل ځانته د یو چوکۍ یا بل مو قف د لاسته راوړلو لپاره، یو بل ته پیسې یا داسی نور مادیات په رشوت کی ورکوي، او دا کومه نوې خبره هم نده، ځکه دا ډول معملې په ډېرو هیوادونو کي تر سره کیږي، خو د (وایګراه) د ګولۍ رشوت مي په ژوند کي د اول ځل لپاره د ښاغلي خالد پښتون څخه په خپلو غو‌ږو واورېدل او هغه هم پداسي یو ځای کي افغانان هغه ځای ته د ټول ملت کور وايې. اوس نو که انسان فکر وکړي، چي که چیری یو شخص په پارلمان کي د کندهار غوندي د یوه تاریخي ولایت نمایندګی کوي، ځان هم د کندهار د تاریخی او با غیورو خلکو استازي بولي او هغه هم همدومره پست فطرته سي، چي ان هغه په پارلمان کي خپل ځان د وايګراه ګولۍ په زور واک ته رسوي، نه د خپل لیاقت، پرهېزګاري، او ولسواکۍ په زور، هیله، امیدونه او تکیه يې یوازي او یوزي پر وایګرا ګولۍ وي، خپل خدای ( ج ) او دا غمځپلي اولس يې هېر وي، نو د هغه ددې ولس څه توقع کیدلایسي؟ آیا داسي شخص د کندهار خلګو ته د ویاړ پر ځای شرم نه راوړي؟ آیا داسي انسانان د کندهار د خلګو پزه د افغانستان د ملت په کور کي نه ور پرې کوي؟ آیا داسي یو شخص عام ولس ته د خدمت جوګه کېدایسي؟ زه نه پوهېږم، چي داسي یو بې شخصیته وکیل، په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازیتوب کوي او که کندهاریان شرموي؟ د دې څخه دا ښه جوتیږي، چي ښاغلی پښتون د اوله سره څخه په ولسي جرګه کي په همدغسي بېشرمۍ کاندید سوی دی. داسي کسان خو زه پېژنم چي د خالد پښتون سره يې په کندهار کي په پارلماني انتخاباتو کي مرستي کړيدي، خو ښاغلی پښتون اوس د هغه شخص تلیفون ته ځواب هم نه ورکوي. خدمت او قانوني اجرات خو يې لا هلته پرېږده. ايآ تاسو تر ننه پوري اورېدلی دي، چي خالد پښتون دي په ولسي جرګه کي او یا هم په چاپي رسنیو کي د کندهار د خلګو د شته ستونزو په اړه لکه د کندهار د پوهنتون، د صحت عامې ریاست نیمګړتیاوي، د کندهار برېښنا او یا هم په کندهار کي د اداري په اړه فساد کومه عادي تبصیره کړې وي، د کندهار د خلګو کوم ږغ پورته کړی وي؟ ایا تاسو تر اوسه اورېدلي دي، چي ښاغلي پښتون دي، کندهار ته د خلګو د ستونزو له کبله یو سفر هم کړی وي، ترڅو هغه ولس چي نوموړی يې په ولسي جرګه کي استازيتوب کوي له نژدې وګوري او له شته ستونزو يې ځان خبر کړي؟ نه، هیڅکله هم نه! دا ځکه چي ما پخپله په چاپي رسنیو کي کار کاوه، ما هم ندی اورېدلي، او نه مي په رسنیو کي لوستلي دي. اوس نو د داسي یو ناځوانه او احسان فراموشه وکیل څخه د کندهار د غمځپلۍ اولس څه توقع کولایسي، چي هغه په میاشتو میاشتو د یوه شخص یوه عادي عریضه هم نوي ور لاسلیک کړې. ما پخپله په دوبی کي د سورغر اونیزی او سورغر ورځپاني د مرستیال په توګه درې کاله رسمي وظیفه درلودله، او ورځني خپروني مي کولي، خو تر ننه پوري مي د ښاغلي پښتون صاحب یو عادي تبصره هم وانه ورېدل، چي د کندهار د خلګو د شته د ستونزو په اړه دي يې کړي وي. زه نه پوهېږم چي، داسي بې احساسه وکیلان د کوم خدمت او سرښندني په برکت ځانونه د افغان اولس استازي بولي، چي ان پارلمان ته په اونۍ کي درې ورځي حاضری هم نه ورکوي او پر اولس يې د خپلي خېټي، د کابل په څلرمه کارته کي د لوکس کور کرایه، د خپلو ساتندویانو معاشونه دولتي موټران او تېلو پېټۍ اچولی دی. نه پوهېږم چي د داسي وکیلانو وظیفه څشي ده. بېله دې چي لکه هغه بدلمنې ښځه د خپل شخصي موقف د لاسته راوړلو لپاره کله د ګل اغا شېرزي، کله هم د مرحوم د احمدولي کرزي، او کله هم د ډاکټرصاحب عبدالله عبدالله غېږي ته ټوپونه وروهي او پر هر قدم باندي خپل رنګ اړوي. حدي اقل يې په میاشت کي یواري د څلورو ورځو څخه نیولي بیا تر یوې اونۍ پوري د دوبی په شېراټن هوټل او فلورا پارک هوټل کي ځانته یوه خونه یا اطاق د شوق او حوس لپاره ریظرف کړې وي. د ښاغلي خالد پښتون د وایګرا ګولۍ قیسه به داسي را پيل کړو. دقیقه ڼېټه يې راڅخه هېره ده، خو څو کاله وړاندي کله چي ښاغلي پښتون د پارلمان داول مرستیال په توګه دنده درلوده، نو یوار بیا د همدغه پوسټ یا چوکۍ لپاره په پارلمان ټاکني پیل سوې چی په هغه کی د پارلمان وکیلانو یا استازو غوښتل د پارلمان لپاره اول معاون یا مرستیال وټاکي. طبعی خبره ده، چي نورو وکیلانو به هم ځانونه کاندید کړی وه، او ښاغلي خالد پښتون هم مخکي نه مخکي په همدي پوست يا چوکي کي د اول مرستیال په توګه دنده لرله، غوښتل يې چي یوار بیا ځان کانديد کړي، ترڅو د دوهم ځل لپاره د ولس په سترګو کی خاوري ور وشیندي. هر وکیل به دا کوښښ کاوه، چی خلګو ته دا وښيي، چي ګڼي دی تر هر چا بهتره او غوره وکیل دی او د اولس هر درد ته ښه درمل لري، چا به د تېر په شیان د خپلو کمپاینونو لپاره په بل وکیل پسي بد او رد ویل، تر څو خلګو ته دا وښيي، چي ګڼي زه تر هغه بل وکیل ښه او هغه د کندهار د فارسی زبانو په اصطلاح تر نورو به درد بخور دی، چا به څه کول او چا به څه. خو د هر وکیل خپله لاره وه، او خپله يې طریقه، چي اولس ته څرنګه ځان تر نورو غوره وښيې. پدې وخت کی ما هم د عربی متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کي د خپل ورور محمد نسیم شریفی په کور کي استوکنه کول او د هغه لپاره مي په دوبۍ کي د موټرانو د شورم او د سورغر انټرنیټي ورځپاڼي د مشرتابه دنده په غاړه وه. خالد پښتون چي د افغانستان په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازی دی، د تیر په څير د کابل څخه زنګ را ووهه او راته ويې ویل: خالد پښتون: یما جانه جوړ پخیر! یما: بلې خانه ته جوړ يې! خیر کې، څنګه دي په تلوار زنګ را ووهه. امر کوه. خالد پښتون: د سهار پر ۹ بجې دوبۍ ته در رسېږم، د دوبی دوهم ترمینل ته ځان راورسوه. یما: پر دواړو سترګو، بېغمه اوسه، زه به د دوبی د هوایي ډګر په دوهم نمبر ترمینل کي منتظیر یم انشالله. تر څه خبرو وروسته تلیفون قطع سو. سهار پر پوره نهه بجو د دوبۍ په هوايې ډګر دوهم نمبر تر مینل کي ورته منتظر وم، چي پښتون صاحب هم څه کم یو ساعت نور هم د ترمینل څخه وروسته راووت. هوټل ته تر رسېدو وروسته يې راته وویل: خالد پښتون: یما جانه دلته په دوبۍ کي یو چنايې سوپر مارکیټ سته ایا تا لیدلی دی؟ یما: بلې هو! ډریګن مال ښيې، ولی خیریت دی؟ پښتون: هو! زما هلته ضروري کار دی، یو څه سودا کوم، ایا ما به هلته بوزی، چي یو څه سودا وکړم؟ یما: مهرباني درځه چي ځو! ما موتر چلاوه، د خالد پښتون سره پر لار باندي همداسي په خبرو بوخت وم، تر پايه يې راته ونه ویل، چي په ډرېګن مال یا شاپینګ سنټر کي څه غواړي، خو کله چي ډريګن مال ته ورسېدو، د مارکیټ په منځ کي کوچني کوچني میزونه یا په اصطلاح شوکېزونه پراته دي، چي اکثره چینايې انجوني یوناني دواي پکښي خرڅوي. ښاغلي پښتون صاحب هم همداسي د یوه میز پر خوا پښې ور سپکي کړې او د هغي چنايې سوداګري څخه يې په انګلیسي ژبه پوښتنه وکړه. چي زه به د دواړو انګلیسي ډیالوګ په پښتو ژبه وژباړم. خالد پښتون: ویګرا ګولۍ لرې؟ چنایې سوداګره: بلې ! څو رقمه سته تاسو کوم قیسم غواړې؟ پښتون: ټوله قیسمونه را ښکاره کړه زه يې خوښوم. چنايې سوداګري همداسي المارۍ ته لاس کړ، او څو رقمه پاکټونه يې د میز پر سر را ته قطار کړل، زه همداسي ور ته حیران سوم.چي بابا دا سړی په څه بدبختي اخته سوی دی. سمدستي مي ږغ پر وکړ. یما: خانه دا څه کوې، دا تاوان لري او سمدستي می تر لاس ونیوی او د سوداګري څخه مي را کش کړ؟ پښتون: ته چپ سه، ایله که لاس، او لاس يې را څخه کش يې کړ! او بیا ورته ودرېدی او پاکټو ته يې لاس کړ، ټوله يې ښه په ځیر وکتل، د یو څو کیفي پښتونو وروسته يې د هر پاکټ د قیمت پوښتنه هم وکړه. کله چي هغه چنايې انجلی د هر پاکټ کوټېشن ورکړ، نو ښاغلي پښتون په ځواب کي ورته وویل، چي ما ته يې ارزانه راکړه، زه ښه ډيري در څخه رانیسم. د هر پاکټ څخه څو بکسه در څخه رانیسم. د همدې خبري تر خلاصېدو سره سم، زه هم لکه هغه همغرضه کوچني بیا مي زغ پر وکړ او تر لاس مي راکش کړ. خانه دا څه کوې؟ د مسلمان زو! دا ته اوس څه کوې؟ دا دي څه کارو ته ملا تړلې ده؟ په خداي، دا دي وجود ته ډېر تاوان لري. راځه چي ځو! او همداسي مي پر چنايې انجلۍ په زوره ږغ وکړ، چي موږ يې نه رانیسو، واخله ګولۍ دي بیرته درټولي کړه. خالد پښتون په زور لاس راڅخه خطا کړ، تیار لکه هغه سرټنبه غويی بیرته يې پر هغه انجلي ور میدان کړه. پښتون: او یما جانه ته ما پرېږده، زما پکار کار مه لره! ایله که لاس! یما: دا په (قرآن) د انسان وجود ته تاوان لري، بیا دا دونه ګولۍ! سړۍ یوه یا دوې دانې رانیسي دا به دي په یو مرض اخته کړي د مسلمان زو راځه چي ځو! دا شیان پرېږده. پښتون: یما جانه دا زه نخورم! پارلماني انتخابات شروع دي، دا زه وکیلانو ته په رشوت کي ورکوم، ګوندي خداي ما د پارلمان د اول (معاون) یا مرستیال په توګه وټاکي؟ د دې خبري په اورېدو سره نور هم هک پک سوم، چي وايې عزر تر ګناه بتر، د ځان سره می وویل چي اې خدایه دا زه څه اورم؟ وایګراه ګولۍ وکیلانو ته په رشوت کي ورکوي، دا خو ټول پارلمان په دغه مرض اخته دۍ. بیا خو موږ په پارلمان کي تقریبآ ۳۰ په سلو کي ښځینه وکیلاني لرو ایا هغو ته يې هم ورکوي؟ نو مي د ځان سره سوچ ووهه، چي دا يې لا بل شوډنګ، د دې ولس دي خدا (ج) پرده وکړي، چي د دي غربي ډيموکراسۍ په برکت زموږ د پارلمان وکیلان ټوله د وایګرا ګولۍ په زور سلپ وهي او چلیږي. آن دا چي د ځينو چارواکو خو مو د دې ګولیو په برکت سره سترګي او خولې هم کږې سولې، د فلج حملې پر راغلې خو لا يې اوس هم پند ندی اخستۍ. خیر په هر صورت! ښاغلي پښتون د یو څو چینايې سوداګرو سره تر چنو ورورسته سودا وکړه او خپل یو بیک په وایګرا ګولیو ډک کړ، هغه د ښځو په اصطلاح زړه يې پر پوښتۍ سو. د هغه مقصد د پاره چي دوبۍ ته راغلی وو، هغه ارمان يې هم پوره سو، نو مي سمدستي د افغانستان په لور د اریانا الوتي ټکیټ بک کړ، یوه ورځ بعده په دومره تلوار رهي سو، چي تقریبآ دوبی او افغانستان يې څلور ګامه کړل، دا ځکه چي هلته يې د پارلمان د وکیلانو لپاره يې ازوغه ور ورسول. چي په عوض کي يې پښتون صاحب ته رایه ورکړي. پسله څو ورځي خبر سوم چي خالد پښتون ولسمشر کرزي ته خورا په قهر دی او د خولې يې لاس اخستۍ دی، پوچ او پاش وايې، ځکه ولسمشر کرزي ورته ویلي وه، چي ته ځان د مرستیال معاون په توګه مه کاندیدوه، دا ځکه چي کرزی د مرحوم حاجي قدیر زوي ظاهر قدیر سره تازه پخلا سوی وو. او دا چوکۍ يې هغه ته ور ساتلې وه. ځکه خو ښاغلۍ ظاهر قدیر د پارلمان د اول مرستیال په توګه وټاکل سو، او خالد پښتون ځوان د ویګرا ګولیو سره یخي سترګي پاته سو. کوږ بار تر منزله نه رسیږي.