
استاد لال پاچا ازمون
خبردار وخت د ننګ دی
افغان مېړنی او سرښندونکیه ملته!
یو خړ غبار را راون دی، ستا د تاریخ زرین بابونه او حماسې مروړي، ستا د روښان فکر پلوشې اخلي ستا د خوشال د رزم و بزم جذبه وژني، ستا د اصفهان پر عظمت ږلۍ وروي، ستا د پاني پت د حماسې د پګړئ ولونه پلوري، له تا د وزیر محمد اکبر خان د ویاړ غچ اخلي، ستا د میوند د ټپې ستونی مروړي، ستا د غازي ادې خنجر په سجده برېباسي. ستا د امان د تورې برېښ د پرنګ پښو ته زوړند سر ورولي.
د روس د ماتې کیسې سېزي، ترې بښنه غواړي، ستا د ویاړ شمله څادر او څپلۍ په بمونو خوري.
پاڅه!
د خدای روی مې دروړی.
د خپل تاریخ د عظمت له هر یو بابه ، ته د فکر پلوشې تاوې کړه، دغه خړ غبار دې د فکر په لمر وننګوه. له خپل وجوده د نړۍ د زیما مدران خبر کړه.
دا ځل نر او ښځې په یو غږ باندې راووځئ، د ننګ یوه داسې معرکه ژوندۍ کړئ چې د تاریخ د جل وهلو پاڼو تنده په لښکر ماته کړي، دا څرګنده کړئ چې موږ له جنګه ستړي ، د جنګ پر وړاندې مو د ننګ لښکر ویستی دی، ننګ مو په ټاکنو کې د ښځې او نر ګډون دی، پردې ګډون خپل وجود او هویت څرګندو، که مو دا ګډون ونه کړ نو!
نه به مو فصل وي نه نسل
طالبه! تاته هم پیغام لرم
طالبه وروره راځه چې په ګډه د خپل هویت او عظمت تاریخ وساتو پریږده چې د ننګ د څلو سپوریو ته دمه وکړو.
راشه د زخمي وطن زخمونو ته ملهم شو. راشه چې د وینو د سیلاب مخې ته سپر وګرځو هغوي چې د وینو په سیلاب د مینې مېنې ړنګوي ورته دعا وکړو.
دوی ته!
حوصله او زړه کې ویره د الله غواړو
ای له جنګه ستړیه
ویر ځپلیه پاڅه پاڅه نور
وخت داسې راغلی چې د فکر په لښکر باندې دا خپل وجود څرګند کړو نور.
تنګ اید به جنګ اید خو موږ وایو تنګ اید به ننګ اید موږ نور د وینو اوښکو له ماښامونو ستړي شوي یو موږ نور له مرګ ژوبلې په تنګ شوي یو فساد مو هډوکي شپیلولي ټوپک مو د قلم او کتاب فرهنګ وژلی نور پردې ځمکه یو بدلون غواړو دوام غواړو ځکه نو له جنګه ستړیو د جنګ پر وړاندې ننګ ته رپاڅیدلي یو ننګ مو بیا هم په ټاکنو کې ګډون دی که په ټاکنو کې پاتې راغلو نو د پلار او نیکه ګټې وټې راته پیغور راکوي، موږ نه غواړو چې لاس تړلي و اوسو او ژبه به مو ګونګۍ وي.
دښاغلي ازمون دلیکنې په اړوند دښاغلي امام الدین ساپي تبصره په لاندې ډول ده:
طالب ته |
امام الدين ساپي |
05.05.2014, 02:56pm |
ازمون صيب ماهم طالب ته يوپيغام ليكلي ووچي ستا اود دعوت لوستونكوسره يي شريكوم .ګوره ياره دټوپك له ماشي ګوته ليرې كړه راكټ د اوږو چيرته ګنده نالۍ ته وارتوه، دلوټ شوي خپلواكۍ، ناموس، دين له لاري سرښندونكي ديوسف عليه السلام په څير چيرته ژور كوهي ته ځان غوزار كړه، پريده چې غاړه كې مو د صليب نښې ښكاره شي،ناموس مو په نيمه شپه دخړو اوبو لاندې شي، اويا كلن سپين ږيرو سره لواطت رواج شي، پښتني نومونه مو چراغ علي، حسين علي، مايكل او فيتر شي، پنچرمينان، كولابيان دې د احمد، ميرويس وياړونه او قربانۍ دې بولۍ ته وړاندې كړي اوپه بدل كه به:څو دنګ دنګ بلډينګونه، تور شوي پوخ سړك، موبايلونه، موټرې ، خارجي بورسونه تنګ تنګ پطلونونه، لوڅې پونډۍ، ښايسته اوربلونه، دشرابو ښي بوتلې، دهلكانو استعمال،او...................نور.خو دتاريخ او خپلو مشرانو دكړنو ناخبره اوپه پردۍ كاسو لوي شوي هلكانو ته يوه تاريخي كړنه مخ ته ږدم او بيا دې قضاوت وكړي.كله چي غلام محمد فرهاد (پاپا) دكابل ښاروال وو، نو د هغه وخت دروسي سفارت دشاه دوشمشيره په خوا كې وو، نو مخې ته سړك يې كچه وو، نو سفارت كابل ښاروالۍ ته ليك واستاوه چې كه تاسې يې دپخولو توان نه لرئ نو مونږ ته اجازه راكړئ چې مونږ يې پوخ كړو ، نو مرحوم پاپا خپل مرستيال زمان خان د وخت صدر اعظم شاه محمود خان ته وليږه، خو خپل نظر يي ورسره ووايه، كه چيرته ښاغلى صدر اعظم زما د نظر غوښتونكي شي (كه روسان د افغانستان يوه لويشت خاوره په خپل مصرف قير كړي نو بيا دا د افغانستان خاوره نه ده)، نو كله چې زمان خان دصدر اعظم مخې ته دسفارت ليك كيښود، نو شاه محمود خان دلوستو لپاره چشمي وخوزولي اوبي له ځنډه يي وپوښتل چي پاپا پكې څه وايي نو هغه دمرحوم پيغام ورته ووايه، صدراعظم ورغبرګه كړه (من همرايش همنواء هستم) كله چې زمان خان بيرته راستون شو او مرحوم پاپا ته يي ټول جريان ووايه پاپا ډير خوښ شو، او په يوه شپه كي دسفارت مخې ته سړك پوخ کړ، اوسهار چې کله دسفارت كاركونكي راغلل سړك پوخ او په اوبو مينځل شوي ويې ليد، دسفارت مسولين هك پك او حيران پاتې شول.د دي په شان د ميوند جاده چي مرحوم پاپا په ډيرو ابتدايي وسايلو او دافغانانو په زور او مټو داسي جوړ كړ چي اوسني مډرن وسايل هم ورته دتعظيم سر ټيټوي .راشئ وروڼو د اوتو بوتو څخه تير شو، ړومبي دخپلې خاورې واك پخپل لاس كې واخلو او ټوله اتكاء په خپل ځان او وطنوالو وكړو.زمونږ بدبختي په دې كې ده چې هر افغان سره دا فكر دى چې بې له امريكا ، اروپا، هند، ايران وغيره نه شل كيږي، څنګه مرحوم حاجي ميرويس خان دګرګين څخه په افغاني سلاح ازادي اخيستې شوه او په زنبورك توپونو شاه محمود هوتك تر اصفهان رسيداى شو د هورمز په تنګي كې يې هالنډيان اوفرانسويان سلامي كولاى شو او د صفوي شاه حسين تاج يې په سر شو، او د انګريزانو مقابله په افغاني غيرت او جزايل ټوپك سره دبري پولې ته رسيداى شو، يا احمدشاه بابا تر ډهلي پوري فتوحات په افغاني توپونو زمزمه،زنبورك......او يا د سيدال خان او امان الله خان مقابله د عثماني تركيې او روسي سره دايران دخاورې دساتنې اودفاع كې دواړو قدرتونو ته ماتې وركولاى شوه، او نورې هم ډيرې بيلګې لرو چې كتابونه پرې ډك دي او پښتانه اوس هم په وياړي .مګر اوس چا په كركيټ كې پړې اچولې او چا په امريكا او چا ايران ، هند او پاكستان كې ، مګر خپل تېر تاريخ يې له پامه غورځولى دى .راشئ خپل له وياړ ډك تاريخ ته را وګرځئ او د خپلواكۍ دلارې سرښندونكو دسپكاوي څخه لاس واخلئ ملاتړ يې وكړئ چې د نيكونو روح مو په ګور كې ښاد شي.په پاى كي هيله من يم چې دچا خوا پرې درنه نه شي
|
04.05.2014
- محمد امين بسمل
په جرمني کې د کونړسیند د دودیزې مشاعرې بلنه...
06.05.2014
- محمد امين بسمل
خالد پښتون د تېرو پارلماني انتخاباتو په کمپاین کې ( ویګراه ) ګولۍ ویشلې!
لیکونکی محمد سلطان (شریفی)
بېله شکه پر وطن مین شخصیتونه سته، چي واقعآ د خلګو اسازیتوب ور سره ښايې او هم ولس اعتماد پر کولای سي. خو د هغوی په منځ کي هغومره ټيټ او کم ظرفیته وکیلان هم سته، او د چوکي لاسته راوړلو ته دومره لېوال دي، چی ان د دې...