دانــــــار روغتیــــــــايي ښـــــېګڼــــــې
انار هغه ارزښتناکه مېوه ده، چې دچاغښت، دزړه اومغزود سکتې څخه مخ نیوی کوي او دوینې دفشار دکمېدو ستر لامل کېدای شي همداراز انار یا دانارو اوبه ستاسو وينه کنترولوي او صافه یې ساتي.
چرته ،چې انار وي نو له درمل خوړو نه تر ډېره ځان وژغورئ ځېړونو ښودلې ده ،چې انار دمېوو په ډله کې یوه داسې بهترینه مېوه ده ،چې خپل ځانګړی ځای دخلکو په منځ کې لري او په قران کریم او زمونږ سنتي طب کې هم دانار ذکرشوی دی.
څېړونکي دانار په اړه داسې وايي:
انار هغه مېوه ده ،چې دسور رنګ لرونکو دانو ترڅنګ په خپل ترکیب کې ډیرزیاد انتي اکسیدان او ځانګړي خواص هم لري څېړونکو په ډاګه کړې ده ،چې داناردانې ددې تر ځنګ ،چې دانتي اکسیدان درلودونکي دي دزړه او مغزو له سکتې څخه مخ نېوی هم کوي او ددې لامل ګرځي ،چې دوينې لوړاو بد کلسترول ښکته راولي پاته دې نه وي ، چې دانار خوړل پوستکي ته هم ګټه لري همدې ځېړونکو ویلي دي ،چې انار هغه مېوه ده ،چې دسرطان په مخ نيوي کې هم ستررول لوبه ولی شي اوخواشیني او زړه تنګوالي له منځه وړي .
توتان زموږ دزرمت وای او انار دکندهار
څنځلې دلوګروای سرې مڼې دمیدان شار
په درکې به دې څه کم وای خالقه زولجلاله
چې مینه وای واکمنه نه غماز وای نه اغیار