سره بانجان(رومیان)دچاغېدو او سرطان مخه نیسي
که غواړئ چاغ نه شئ او تل مو اندام برابر وي نو تر وسه وسه سره بانجان وخورئ ځکه چې رومي بانجان نه یوازې چې نه مو چاغوي د لوږې مخه مو هم نیسي.
په بریتانیا کې له یوې تازه څېړنې سره سم، هغه کسان چې سره بانجان ډېر خوري لږ وږي کېږي او په نتیجه کې یې د وزن د زیاتېدو مخه نیوله کېږي.
په څېړنه کې همداراز نتیجه اخیستل شوې چې رومي بانجان پر دې سربېره چې د وزن له مخنیوي سره مرسته کوي د راز راز سرطانونو، لکه د پوستکي، سږو، ځګر او حتی د سینو د سرطان مخه نیسي.
نو که چاغ یاست او غواړئ چې وزن مو زیات نه شي نو هره ورځ تازه سره بانجان وخورئ.
دیادولو ده چې دهګیواو مرخېړيو(سمروق)خوړل هم سړی موړ ساتي چې داپخپله دچاغېدو مخه نیسي خو دهګیو زیات خوړل ضرر هم لري.
خوښ او ســــــــــلامت اوسئ