انتقـــــــالي عــــــــــدالت بايــــــــــد پلی شـــــــي.

Karzai

جنایات حکیم شجاعی

دکتور ځلمی « حقبين »

له څو اونيو راپه دېخوا هره ورځ د ورځپاڼو اووېبپاڼو په مخونو کې د نورمحمد تره کي او حفيظ الله امين د واکمنيو پېر د پنځو زرو  زندانيانو شکمن نوملړ ښکته او پورته کيږي. ځينې وايي چې د هغوی وژونکي بايد ژر تر ژره محاکمه شي ترڅو عدالت تأمين او نور کسان له دغې کار څخه عبرت واخلي. خوپه بل شمېرکسانوکې بيا خپله وينه دومره زياته په حقه اوناحقه وجوشيږي چې پر خپل هېواد برسېره په بهرنيو  هېوادونو کې هم پرخپلو هم اندوغږکوي چې دپارلمانونو مخې ته  مظاهرې جوړې کړي.

تر ټولو بده خبره خو دا ده چې دغه مظاهره چيان هم دې ته اړتيا نه لري چې تر خلکيانو وروسته د نورو رژيمونو جنايتکاران دې د عدالت په منګلو کې وويني. که چېرې يو څوک د دې کار غوښتنه هم ترې وکړي په لنډو ټکو کې ځواب ورکوي چې :

« دنورو رژيمونو پرضد اسناد نه لرو. کله چې اسناد لاسته راشي دهغوی پرضد به هم په خپل وخت کې داډول کار تر سره کړو».

دوی د خپل استدلال د پخولو لپاره داسې څرګندوي چې د خلکيانو رژيم په هکله د هالنډ غوندې يوه دموکرات هېواد د يوه څارنوال پلټنواو د يوې مړې شوي نوي کالنې زړې جرمنۍ ښځې په کور کې ميندل شويو اسنادو ثابته کړي ده چې د دوی کشف بيخي واقعيت لري . مګر دا هېروي چې هالنډ هم د نورو اروپايي هېوادونو په شان د ناتو تړون غړی او د متحدوايالتونو په مشرۍ د نورو لويديزو هېوادونو سره بشپړه شريکه پاليسي لري .

 دا افسانه رښتيا هم  په مهارت سره جوړه شوي ده ، ځکه چې د رښتيا پلټونکي به په کوم توان  سره وکړای شي چې په جرمني کې مړه شوی نوي کلنه ښځه له مړستون څخه ژوندۍ راوباسي ترڅو اعتراف وکړي چې په رښتيا سره نوموړي اسناد په دي پورې اړه لري اورښتيني دي .

 د کاشفينو کوچنۍ تېروتنه په دې کې ده چې د مړې شوي زړې ښځې له خوا يې نوموړي اسناد په استراليا او يا د نړۍ په بل لېرې هېواد کې کوم بل چا ته هم استولي وای او هغه هم بيا په يوه ناڅاپي ترافيکي پېښه کې له منځه تللی وای. په دې صورت کې به بيا شيطان هم نه وای توانيدلی چې په دغه فلمي ننداره کې د رښتيا څرک ولګوي.

دمظاهره چيانو دې ډول چلند ته «په توتوپسې دخلکو استول» وايي چې په لويديزو هېوادونو کې ډېر رواج لري.معمولاَ دا ډول چلند دولتي بوروکراتان کوي، خو مظاهره چيان چې دا کار کوي دا نو بيا ددي مانا لري چې هغوی هرومرو د هېواد د اوسنۍ واکمنۍ اويا د هغوی د بهرنيو حاميانو په اشاره نڅيږي.

د دې کشف په لړکې د دوکتور حميد سيماب څخه په مظاهره کې د مهم لوبغاړي په توګه ګټه پورته شوي ده . زه د دوکتور حميد سيماب په نوم يو څوک پېژنم چې په ۱۳۶۲ لمريز لېږديز کال کې کله چې زه د څرخي پله زندان د لومړي بلاک په يوه کوټه کولپۍ کې بندي وم ، نوموړی ماته مخامخ کوټه کولپۍ کې اوسيده . دده په وينا د طب پوهنځی محصل او د ماويستانو سره داړيکو په تور يې بندي کړی و .

حميد سيماب په رښتيا چې ډېر حليم او مهربان سړی و. سيماب صاحب ويل چې پلار يې يو وخت په اتريش، لبنان او داسې نورو هېوادونو کې د افغانستان سفارت د غړي په توګه دنده ترسره کړي ده .دی هم په کوچنيتوب کې هلته ورسره اوسيده. ښايي همدا سبب به وي چې په فرانسوي ژبه سم پوهيده خو جرمني ژبه يې هم تر يوې اندازې په ياد وه . سيماب صاحب په خپله کوټه کولپۍ کې زمونږ يو شمېر ملګرو سره د فرانسوي ژبې په زده کړه کې مرسته کوله .

ددوی سره له پېژندګلوۍ څخه يو کال دمخه ما په ډېرو ستونزو له استاذ پرته د خپل ځان سره يو څه جرمني ژبه زده کړي وه خو په سم تلفظ کې مې شک  درلود چې ډېر يې ځورولم .د نړيوالو ژبو سره د ډېرې مينې له کبله مې په زندان کې د بهرنۍ ژبې  سره بلد سړی ډېرغنيمت وګاڼه .نو ځکه مې د نورو ملګرو سره په ګډه له سيماب صاحب څخه د فرانسوي ژبې زده کړه پيل کړه. د فرانسوي ژبې د ګرامرلومړی کتاب مې له دوی څخه ولوست .

 له نېکه او يا بده مرغه په دې وخت کې يې زمونږ کوټه کولپۍ ته د روستار تره کي په نوم د کابل پوهنتون استاذ چې په فرانسه کې يې تحصيل کړی و راوست. د فرانسوي ژبې د ګرامردوهم ټوک مې له روستارتره کي څخه ولوست . برسېره پر دې په فرانسوي ژبه کې د تلفظ ستونزې مې هم د دوی په مرسته حل کړې.

که چېرې ښاغلی دوکتورحميد سيماب په رښتيا هماغه سړی وي، بيا نو زه اوس د دوی په شغله ييتوب کې شک لرم ، ښايي د پرچميانو په ډله کې په کارمليانو پورې به يې اړه لرله . دا چې دوی اوس کټ مټ د کارمليانو غوندې له خلکيانو څخه کرکه لري او له ډاکتر نجيب الله څخه هم د يوه پښتون په توګه ناوړه يادونه کوي نو زما سره داسې فکر راپيدا کوي چې ښايي کارمليانو به زمونږ منځته دستوري رالېږلی وي. د شغله يانو جريان ته د ځان منسوبونه به يې ښايي د دې لپاره کړي وي چې مونږد زړه له کومې باور ورباندې وکړو. او زمونږ سره د نېږدې تماس په پايله کې به نوموړي شورويانو او کارمليانو ته داسې ثبوت وړاندې کړي چې خلکيان د شورويانواو کارمليانوپر ضد د ماويستانو سره اړيکې لري .

په دې وروستيو کې د حميد سيماب ليکنې او د دوی سره مرکې زما شک نور هم ورباندې پخوي .د نوموړي دا ډول غرضي استدلال چې د کارمليانود جنايتونوپه اړه ټول اسناد ډاکتر نجيب الله سوزولي دي هېڅ مفهوم هم نه لري . ځکه ښاغلی سيماب دې ته پام نه کوي چې چا چې په مهارت سره د « واد» ( وزارت اطلاعات دولتی ) وزير ارواښاد غلام فاروق يعقوبي وژلی او د جمهور رييس ډاکتر نجيب الله بهر ته د وتلو مخنيوی کولی شو اړتيا نه درلودله   چې ډاکتر نجيب الله دې د دوی جنايتونه په نيمګړي توګه پټ کړي . دا ډول استدلال مونږ باوري کوي چې د راوروسته ټولو رژيمونو استازي چې د اوسني رژيم په شرکت کې پخه ونډه لري ، اوس به د نړيوالو انډيوالانو په مرسته په اسانۍ سره  خپل جنايتونه پټ کړای شي .  

که چېرې دا خبره واقعيت ولري ،بيا نو د انتقالي عدالت غوښتنه د پرديپالي رژيم تشه دموکراتيکه غوغا ده . دهمدې موخې لپاره اوسنی رژيم هم کټ مټ د کارمليانو په شان له همدا اوس څخه د خلکي رژيم د زندانيانو دشکمن پنځه زره کسيز نوملړپه فاتحې سره خپل او د خپلو انډيوالانو ټول جنايتونه پټوي .    

ټول افغانان پوهيږي  چې له خلکيانو څخه وروسته په يادشويو  رژيمونو کې د انسانانو په ککريو کې د مېخونو ټک وهنه، د مړو ناڅاوې،د اوبو څاګانو ته د ژونديو انسانانو ورغورځونه، له زندانيانوڅخه پر ډکو کانتينرونو باندې د ماشينګڼو او راکټونو ډزې، پر ودونو، دخلکو په غونډواو مرکو باندې د الوتکو بمبارۍ، د جګړې د بنديانو سره غير انساني چلند، په خپل سرد کورونوتلاشۍ، په سپيانو باندې د ښځو او کوچنيانو داړونه، په يوه کال کې د سلګونو ښځو ځان سوزونې او ځان وژنې او د هغو سره ناوړه چلندونه، پر کوچنيانواو ښځو باندې جنسي تېري، دشخصي او دولتي ځمکو غصب، له بانکونو او ګمرکونو څخه د ملياردونو افغانيو غلا، د تورو پيسو سپينونه او په غير قانوني توګه دخپلې خوښې کسانو ته د غټو او کوچنيوقراردادونو ورکونه، د دولتي مؤسسواو تصديوديوالي کونه اوپه ټاکلو کسانو باندې په ارزانه بيه دهغو خرڅونه، د اپينو او مخدره توکو د کاروبار زياتونه  او د هغې لپاره د نړيوالې مافيا منځته راوستنه او داسې نورهغه مستند اسناد دي چې هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولای؛ ځکه دا ټول د افغانانو په غمجنو زړونو کې په سرو وينو ليکل شوي دي.

 ددې سره سره دغه ښاغلي مظاهره چيان  دومره ډېر په قهر دي چې غواړي  د خلکيانو رژيم هغه کسان هم دعدالت محکمې ته راوکاږي چې دجنايت په  ترسره کولوباندې تورن هم نه وي. ددې لپاره د دوی مهم ذهني دليل دادی چې هغوی ولې د جنايتونو د ارتکاب په مهال خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

دې ډول استدلال ته سفسطه ويل کيږي.ځکه که چېرې هغې ته  دوام ورکړل شي،نو په ټولو رژيمونو کې بېوسه کسانو همدا حال درلود. په دې صورت کې به  ټول بېواکه او بې وسه افغانان تورن او اصلي جنايتکار به په کې ورک شي. دغه محترم روڼ اندي په کستي توګه دوه رنګی قضاوت کوي او دا له پامه غورځوي چې په دې سره دملي مسئلوپه اړه د دوی پر صداقت باندې د خلکو  باورته ستر تاوان اړوي. څرګنده ده چې دغسې معلوم الحاله مظاهره چيانو ته له خپل ځان څخه پرته بل هېڅوک هم د رښتينو او بې پلوه روڼ اندو خطاب نه کوي.

خو په دې لړ کې څو ورځې لا تېرې نه وي چې د نورمحمد تره کي او حفيظالله امين د مهال په هغه پنځه زره کسيزنوملړ کې د ډېرو کسانو هويت هم مبهم راووځي او څوک يې نه پېژني . د استاذ سياف غوندې ځينې کسان خو ان تر اوسه په کې داسې  فعال ژوندي  دي چې د دولت په لوړومقامونو  کې ورځنۍ چارې سرته رسوي اواوس يې د ټاکلي مذهبي تنظيم په استازيتوب د هېواد اولسمشرۍ ته هم خپل ځان نوماند کړی دی.