بســـــم الله الرحمن الرحيـــــم
په جرمني کې دفاتحــــــــې خبرتیــــــــــا
انالله وانـــــــــــااليـــــــــــــه راجـــــــــــــعون
ډاکترجان محمد پکتیا وال ورور، ګل اکبر احمدزی، غفاراحمدزی، برات احمدزی، ولي خان احمدزی، سرداراوسلطان احمدزی زامن، فاروق عیسی خېل خوریی اوعبیدالله پکتیاوال وراره دخدای بښلې حیات بي بي دمړینې له کبله چې جنازه یې په لویه پکتیاکې خاوروته سپارل شوې فاتحه یې دجرمني په مونشن ښاردمیرویس نیکه په جامع جومات کې د راروانې یکشنبې په ورځ چې دنومبر له لسمې نېټې سره سمون خوري دماسپښین له یوې بجې تردریو بجو پورې دقران عظیم الشان له ختم سره یوځای ترسره کېږي.
ستاسو راتګ به دمرحومې د اروا خوښي اوکورنۍ ته یې دتسلیت سبب وګرزي قدمونو مو زموږ په لېمو.
پتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
Machtlfingerstrasse 10
U-Bahn 3
80379 München
دمختل فنګ سیمه دجرمني دمونشن ښارپه سوېل کې پرته ده
دلا زیاتو مالوماتو لپاره له لاندې شمېرو څخه کار اخیستلای شئ:
0179-891-998
089-66662879
دنښترویبلاګ اداره زموږارواښادې ترور ته له الله تعالی ج څخه دفردوس جنت او درنې کورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوي.
دلته په مونشن ښارکې له موږ سره مېشت ښاغلي برات احمدزي اوفاروق عیسی خېل ته په ځانګړي ډول له الله تعالی ج څخه جمیل صبرغواړي.
دیادولو ده چې دوی دواړو هر وخت له موږ سره په فرهنګي چارو کې مرسته کړې ده کور یې ودان.
محمدامین بسمل