د حکيم الله مسود تر وژنې وروسته، پاکستاني طالبان د امريکا د نفوذي جاسوسانو په لټه کې دي.

 وروسته له هغې، چې د تحريک طالبان پاکستان مشر حکيم الله مسود د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې ووژل شو، د طالبانو لخوا په دې هکله پلټنې پيل شوي، چې هغه کسان پيدا کړي، چې د امريکا لپاره يې جاسوسي کوله او د مسود د تم کيدو ځای يې ورته په نښه کړی و.

داسې رېپوټونه شته، چې د حکيم الله مسود موټر پورې هغه اله نښلول شوې وه، چې د ده موقعيت ښيي ( پل ښود) او ځکه يې موټر د بې پيلوټه الوتکو تر بريد لاندې راغی.

د طالبانو لارښودې شورا ويلي، چې يو شمېر طالبان امريکا ته د جاسوسۍ په تور نيول شوي او ډير ژر به په سزا ورسول شي.

ټاکل شوې وه، چې حکيم الله مسود به په بڼو کې له دينې مشرانو او عالمانو سره ګوري او بيا به اوربند اعلانوي. يو زيات شمېر شنونکي په دې اند دي، چې د امريکا لخوا د مسود د وژنې يو عمده دليل همدا و، چې دوی نه غوښتل، چې سوله دې وشي او دوی غواړي سيمه ناارامه اوسي.

د يادونې ده، چې د طالبانو يو زيات شمېر مشران د همدې پل ښود په مرسته په نښه شوي او وژل شوي دي.

د طالبانو لومړنی مشر نيک محمد له بي بي سي سره تر مرکې وروسته، سمدلاسه تر بريد لاندې راغی او ووژل شو. د نوموړي مرکه  د بيسم کارت  په واسطه شوې وه.

د طالبانو له مشرانو نه يو بل تن، ولي الرحمن هم هغه مهال په نښه شو او ووژل شو، چې له پاکستان سره يې په ليکلي ډول د سولې تړون لاسليک کولو.

بيت الله مسود له خپلې کورنۍ سره د بام پر سر ناست و، چې د بې پيلوټه الوتکو تر بريد لاندې راغی او ووژل شو. او وروستۍ پېښه د حکيم الله مسود ده.

د طالبانو د مرکزي شورا زياتره غړي په دې اند دي، چې په طالبانو کې داسې کسان شته، چې له امريکا سره همکاري لري او هغه مشران په نښه کوي، چې غواړي د پاکستان حکومت سره سوله وکړي.

دحکیم الله مسید دوژنې په اړوند په محورورځپاڼه کې دا لاندې مقاله خپره شوې ده:

 

د حکيم الله مسيد وژل کېدل څومره پرځای او پر وخت وو؟

                                              Hakimullah Masood

ثناءالله تسل

امریکايي بې پیلوټه الوتکو په شمالي وزیرستان کې دا ځل حکيم الله مسيد په  داسې حال کې په نښه کړ، چې پاکستاني  حکومت او استخباراتو هڅې ګړندۍ کړې وې، چې طالبانو سره پخلا شي. پاکستان د بل هر وخت په پرتله دا ځل په ډېر جدیت سره له طالبانو سره سوله غوښتله. دا چې دا ځل ولې پاکستان سوله غوښتله او امریکا ولې حکيم الله مسيد د بې پيلوټه الوتکو په برید کې وواژه غواړم په دې اړه یو څه ولیکم.

د پاکستان د طالبانو تحريک  سره د پاکستان د سولې خبرې دا ځل هم د تېر په څېر  ډرامه وه، امریکا او ناټو چې په ۲۰۱۴ ز کال غواړي له افغانستانه خپل یو شمېر ځواکونه وباسي، نو د  پاکستان مرستې ته اړتیا لري. پاکستان چې هر وخت یې د امریکا له مجبوریتونو ناوړه ګټه پورته کړې دا ځل یی هم هڅه کوله چې پاکستاني طالبانو سره د سولې د خبرو  ډرامه پیل کړي او په همدې بهانه له امریکا څخه له توقع پورته امتیازات ترلاسه کړي.

د سولې هلو ځلو د پاکستان د ځيرکه  استخباراتو په مشوره امریکا ته د نوازشریف د سفر سره سم زور واخیستو، امریکا چې له پاکستان یې غوښتل چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو پرمهال ورسره مرسته وکړي او په دغه هېواد کې طالبانو پرضد عملیات پيل کړي د سولې له خبرو سر مخالفه وه.

 پاکستان فکر کولو چې نوازشریف سفر کې به د سولې خبرې د اوباما او نواز ترمنځ د خبرو اصلي ټکې وي، خو امریکا نه یواځې د پاکستان او طالبانو د سولې خبرو ته کوم اهمیت ورنه کړ، بلکې د پاکستان نورې ټولې غوښتنې لکه د کشمیر په ستونزه کې یې له منځګړتوب او د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو د درولو  څخه انکار وکړو، بلکې پاکستان یې د ترهګرۍ پر ضد خپل ملګری هم یاد نه کړ.

پاکستان همدارنګه فکر کاوه، چې په سیمه کې د امریکا له پاتې کېدو څخه ګټه پورته کړي او ځان ورنږدې کړي او د تیر په شان د سړې جګړې او د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې خپل بایللی اهمیت بېرته ترلاسه کړي. خو دا ځل حالات بدل شوي دي، اسیا اوس د چين او مریکا ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدله شوې او امریکا چين سره په سیالۍ کې د پاکستان مرستې ته اړتیا نه لري، ځکه د پاکستان تله همېش لپاره د چين طرف ته درنه وي او بیا په ځانګړې ډول چين ته په بلوچستان کې د ګوادر بندر سپارلو امریکا له پاکستان څخه خفه کړې وه. همدا لامل دی چې  امریکا په اسیا کې  د یو بل ستراتيژیک ملګري په لټه کې ده، چې  چېن پرضد یې په سیالۍ کې  وکاروي، نو په همدې خاطر ورته د پاکستان په پرتله جاپان، ویتنام او هندوستان اهمیت پیداکړی دی. امریکا په سيمه  کې هندوستان، جاپان او ویتنام  ته په زیاتې ونډې ورکولو سره کولای شي چې اسیا کې خپلې ګټې هم خوندي کړي او هم له دوی سره د ملګرتوب له لارې چين په ګونډو کړي او یا حد اقل کمزوری کړي.

پاکستان چې په دې پوهېدلی، نو د خپل اهمیت د بېرته ترلاسه کولو لپاره یې د پاکستان د طالبانو له تحریک سره د سولې د خبرو ډرامه پیل کړه او امریکا بيا ددې  خبرو د شنډولو  لپاره حکيم الله مسيد وواژه.  اوس نو راځم اصلي موضوع ته چې د حکيم الله مسيد وژل څومره پرځای ول؟

پاکستان د حکيم الله مسید پر وژلو ډېر سخت په قهر دی او ولسمشر حامد کرزي هم د حکيم الله مسيد وژل بې وخته وبلل.  خو امریکا بیا د حکيم الله مسيد وژلو ته د سترې لاس ته راوړنې په سترګه ګوري، دوی فکر کاوه، چې پاکستان له پاکستاني طالبانو سره د خبرو له لارې غوښتل چې دوی سره لنډ مهالې سوله او یا اوربند وکړي او له همدې لارې پاکستاني طالبانو ته اوږد  فرصت ورکړي چې په سيمه کې له حقاني ډلې سره یو ځای شي او خپل ټول فوکس افغانستان ته واړوي، چې په دې سره به په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پر ضد  جګړه سخته شي او همدارنګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه به هم له ګواښونو سره مخ کړي.

همدارنګه په دې وروستیو کې پاکستان د افغانستان د جګړې لپاره د افغاني طالبانو د کمښت سره مخ شوی و او هڅه یې کوله چې په دې سره دغه تشه ډکه کړي او د دوی له لارې افغاني طالبان هم وهڅوي چې جګړه لاپسې پراخه کړي. د امریکایانو په اند په داسې وخت کې د حکيم الله مسيد وژل ځکه اړین ول چې هم یې خپل ځواکونه په افغانستان کې خوندي کړل او هم یې د پاکستان د استخباراتو نوې لوبه  و ننګوله. همدا لامل دی چې دا ځل پاکستان د تېر په پرتله د طالب د مشر په وژلو ډېر سخت په قهر دی.

امریکایي کارپوهان وایي، چې پاکستان غوښتل حکيم الله مسيد سره سوله وکړي او هغه ته ډاډ ورکړي چې نوموړی نور د دوی لخوا خوندي دی. پالیوال چې په برتانیه کې د سویلي اسیا د چارو متخصص دی وایي، چې له کله راهیسې د پاکستان او حکيم  الله مسید ترمنځ د سولې د خبرو پروسه پیل شوې وه، حکيم الله مسيد چې پخوا به یې په هرو شپږو ساعتونو کې خپل موقعیت بدلولو نور یې نو دا کار نه کاوه او د زیات شمېر محافظینو سره یې ګرځېدل هم کم کړي وو. نوموړي نور د پاکستان لخوا د هېڅ خطر احساس نه کولو او له دې مخکې چې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شي په خپل نوي جوړ شوي کور کې د ډېر وخت راهیسې استوګن وو.

اوس نو پاکستان په کور دننه او هم بهر له یو ستر ګواښ سره مخ دی، د پاکستان د طالبانو تحریک فکر کوي چې د دوی مشر د پاکستان او امریکا په ګډه هوکړه وژل شوی دی، نو په همدې خاطر یې له پاکستاني حکومت سره د سولې خبرې ودرولې، دویم داچې پاکستان ددې ترڅنګ چې امریکا ته په قهر شي هڅه به وکړي چې طالبانو سره د سولې خبرو پروسه بیا له سره پیل کړي، چې دا به ډېر وخت ځکه ونیسي چې د حکيم الله مسيد ځای ناستی لا معلوم نه دی او ایا هغه به د پاکستان حکومت سره خبرو ته لیوالتیا وښیي او کنه؟ پاکستان هم د نوي لیډرشپ ته په تمه دی او امریکا هم د طالبانو نوی لیډرشپ څاري.

پاکستان په هېڅ صورت طالبانو سره د سولې دغه روانه پروسه د امریکا له مرستې پرته مخ ته نشي بیولای، ځکه امريکا له پاکستان سره کټ مټ هماغه لوبه کوي چې پاکستان یې له افغانستان سره د سولې په پروسه کې کوي. امريکا کولای شې چې  د حکيم الله مسيد برید ته ورته نوي طالب مشران او د سولې مرکچیان هم په نښه کړي او هرځل چې پاکستاني حکومت طالبانو سره د سولې خبرو پروسه مخ ته وړي، نو د امریکا لخوا به د ورته بریدونو سره مخ کېږي، چې نه به د سولې خبرې پرمخ لاړې شي او په عکس العمل کې به یې له امریکا سره کاواکه اړېکي نورې هم پېچلې شي . پاکستان ورته لوبه د افغان حکومت د سولې د مرکچیانو سره هم کړې وه، چې کله به هم افغان دولت د کویټې شورا کوم مهم غړي ته لاس رسی پیدا کړو، نو د پاکستان استخباراتو به هغه زنداني کړ، چې په دې سره به په افغانستان کې د سولې ټوله پروسه له ځنډ سره مخ شوه.

که چیرې پاکستان د تېر په څېر هڅه وکړي چې د بریدونو په عکس العمل کې د ناټو اکمالاتي کاروانونو پرمخ لار وتړي او همدارنګه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکنو په وتلو کې مرسته ونه کړي، نو دا ځل به پاکستان ته ډېره بده پایله ولري، چې پاکستان لا وار د مخه دغه پایله په نظر کې نیولې ده او پاکستان اوس په دې هم پوهېدلی دی چې امریکا نور پر دوی باور نشي کولای.

خو د زیات شمېر کارپوهانو په اند د حکيم الله مسيد وژل کېدل د افغانستان د سولې پر پروسې هېڅ اغیز ونه کړي، بلکې برعکس په افغانستان کې یی د یوې بلې پراخې جګړې مخه ونیوله. که چیرې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پېل شوې وې نو دا امکانات زیات ول چې دوی هم د دغه فرصت څخه په استفادې د افغاني طالبانو سره لاس یو کړی وای.

له روهي ویبپاڼې اومحور ورځپاڼې څخه په مننه

دنښترویبلاګ یادښت:

الله تعالی ج انسانانو ته ډول ډول استعدادونه ورکړي دي ځیني خلګ له خپل استعداد څخه خورا مثبته او دحق په لار کې کار اخلي خو یو شمېر نور بیا یوازې دځان په ګټه خپل استعداد را څرخوي ولو که هرڅومره پر حق تېری هم کوي خو ځان پر حق بولي یا خو له دې لارې یوه ګوله ډوډۍ مومي.

دنننیو انسانانو چارو ته که سم ځير شو نو دا به راته ثابته شي چې ولې داسمان له هغه سره تر دغه سره ننني انسان په سلو پلمو او فرېبو ځان راورساوه او دلته دخپلو ګټو  لپاره زموږ غولی په وینو لړي دا په داسې حال کې چې موده پخوا یې تر نورو مخکې په همدې خاوره دالله اکبر نارې وهلې سره له دې چې پخپله هیڅ مسلمانان هم نه وو که یاد مو وي مېرمن تاچر هم زموږ له ځینو جهادي مشرانو سره دخیبر تر غرونو زلفې راورسولې خو په هغو غرونو اوس بیا بل ډول بمورۍ روانې دي هدف یو هدف دی هغه په سیمه کې بحران او ناارامي.

ددې ناارامي ددوام لپاره به اوس زموږ هر ورور او خور قربانيږي یو به په یو نوم وسله پورته کوي بل به یې بیاله بل اړخه جاسوسي کوي په نتېجه کې به پخپلو کې تباه کېږي.

دنښتر ویبلاګ اداره دهر انسان بل خاصه دهر افغان په وژنه ځان غمجن بولي او له رب العلمین څخه په ټوله نړۍ کې تل پاتې سوله غواړي.

محمــــــدامین بســـــــــمل