يوه شرموونکي مظاهره - کابل

11 / 11 / 2013
نن يو سياسي ګوند معيوبین او بې وزله نارينه او ښځينه د کابل ښار په يوه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه کې په دي اواز راټول کړي وو چې هغوی سره مرسته کوي، ولي کله چې معيوبین  او بې وزله ښځي او نر معلوم ځای ته تشريف وروړي، هلته د ګوند مشرانو شعارونه او بینرونه ځوړند کړي وو او ویل يې چې د مشورتي لويې جرګې څخه د ملاتړ له پاره يې د خپل ګوند غړي راټول کړي.

ډیر ژر معيوبينو د ګوند دمشرانو دريځ (سټیج) چپه او د ګوند غړي  يې په سوکونو او لغتو ووهل، راټول شويو خلکو رسنيو ته وویل چې موږ يې د مرستي په نوم راغوښتي وو، مرګ پر جعل کارانو يې وايه، دا ډول يې راتلونکې مشورتي جرګه غندله
قهرجنو معيوبينو د ځينو رسنيو کارکوونکې هم ووهل، ځکه چې هغوی ناسم خبرونه خپرول، کابل هروخت د چارواکو له خوا ددغسي شرموونکو صحنو شاهد وي، کله ښاروال، کله کوم وزير او کله هم وکيل زموږ بېچاره افغان سوالګر د مرستو په نوم ټولوي او بيا يې د سياسي اهدافو له پاره دهغوی له حضور څخه استفاده کوي.
ننۍ پېښه ښه ده چې ملګري او دوستان يې د ټلويزون پر پرده ووينې چې معيوبينو څه ډول له خپلو حقونو څخه دفاع وکړه او راتلونکې مشورتي جرګه يې د ګوند د مشرانو خلاف وغندله، پايله داچې دګوندمشران او د ځينو رسنيو غړو هم وهل پکې وخوړل.
پرون ورځ يوه لويه د علماوو او پوهانو جرګه چې نږدې ۳۰۰۰ کسانو له بېلابېلو ولايتونو څخه پکې ګډون کړي وو، د امريکا او افغانستان امنيتې تړون يې وغانده او ناجایز او نامشروع عمل يې وباله، د افغان ولس له خوا يې د امريکا او اوسني حکومت هر ډول تړون رد کی، او دا ډول يې راتلونکې مشورتي جرګه هم وغندله، فکر کيږي چې نني سياسي ګوند ته د کوم لوري څخه دنده سپار شوي وه چې د پرونۍ جرګې خلاف نن د مشورتي لويې جرګې غوښتنه وکړي، او دغه د مرستي په نوم غوښتل شوي نا زده کړي نارينه او ښځي پوهان او د ولس استازي خلکو ته د رسنيو له لاري وښئي، ولي په دي کار کې سخت وشرميدل، دا سي نښې نښانې ښکاري چې راتلونکې مشورتي جرګه به هم له ورته شرم سره مخ شي.

له نعیمي ویبپاڼې څخه په مننه

د په اصطلاح مشورتي(فرمایشي) لويې جرګې په اړوند اسلامي حزب اوطالبانو په لاندې ډول خپل غبرګونونه ښودلي دي:

حزب اسلامي په لويه جرګه کې د ګډون خبر ناسم بللی.

 د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب، هغه خبرونه رد کړي، چې په لويه جرګه کې د دغه ګوند د ګډون په هکله په رسنيو کې خپاره شوي دي.
د دغه ګوند د سياسي کميټې مشر غيرت بهير ويلي، چې اسلامي حزب به په هغه جرګه کې، چې امريکا سره د امنيتي تړون اړوند راغوښتل شوې، ونډه وانخلي او د دوی د ګوند لخوا دغه خبره لا پخوا رد شوې ده.
نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان د اسلامي حزب ځينو استازو، د نورو ګوندونو له استازو سره ليدنې کړي او خپل نظريات مو ورته شرح کړي.
په رسنيو کې د صادق مدبر له قوله داسې رېپوټونه خپاره شوي وو، چې د اسلامي حزب استازي هم په هغه لويه جرګه کې ګډون کوي، چې راتلونکې اونۍ جوړيدونکې ده.

طالبان:

د امريکا سره د توافق په صورت کې به د جرګې غړي جلا جلا ووژنو.

 د طالبانو لخوا په يوه خبرپاڼه کې، هغه مشورتي لويه جرګه غندل شوې، چې راتلونکې اونۍ په کابل کې د امريکا سره د امنيتي تړون په اړوند جوړيږي.

طالبان وايي، چې د کابل اداره غواړي يوه نمايشي او جعلي لويه جرګه راوبولي، چې موخه يې له امريکا سره د امنيتي تړون منل دي. دوی د دغه سند لاسليکول ملي خيانت او هېواد پلورنه بللې.

خبرپاڼه زياتوي: ((د دغه  تړون  په اساس چې د بادار اوغلام ترمنځ به لاسلیک کيږي امریکايي وحشي عسکر به نور هم په هيواد کې خپل يرغل ته دوام ورکوي ، دلته به جګړه جاري ساتي ، د افغانانو په کورونو به چاپې وهي ،بمباربه کوي ، تجاوز به کوي ،خلک به نیسي او زندان ته  به یې اچوي ،  دهرډول جنايت لاس به يې آزاد وي ، او دکندهار   د زنګاوات  ته ورته پيښو په صورت کې به  امريکايي جنايت کار عسکر په سرو سترګو امريکا ته بیول کیږي او په نمايشي ډول به  برخورد ورسره کيږي . ))

طالبان د ګواښ په توګه وړاندې ليکي: ((اسلامي امارت  د جرګې  ټولو ګډونوالوته خبرداری ورکوي چې که  په جرګه کې  د امریکا  سره د سند توافق وشو ، اسلامي امارت به  د جرګې ټول ګډونوال د ملي  خائنانو په لست کې شامل  او هريو فرد به  جلا جلا په نښه او ددغه تاریخي خیانت په سزا ورسوي ، چې په هغه صورت کې به  یې مسئوليت په خپله غاړه وي)).

د يادونې ده، چې د مشورتي لويې جرګې لپاره ۲۵۰۰ کسان راغوښتل شوي دي.

سپينتمان
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه