ايران د اشرف غني احمدزي له نوماند کيدو څخه په اندېښنه کې دی.
ايران په افغانستان کې د ځينو اشخاص له نوماند کيدو نه په اندېښنه کې دی او د خپلو رسنيو له لارې يې په دغه اشخاصو پسې منفي پروپاګند پيل کړي.
ايران يو شمېر داسې رسنۍ هم رامنځته کړي، چې نومونه يې افغاني ورکړي خو له ايران نه خپريږي؛ يو د دغو رسنيو نه هم د افغان نيوز په نامه ده، چې د انټرنيټي پتې په پای کې يې Ir (ايران) ليکل شوي.
په يوه خبر کې، چې د ((نقش سازمانهاي اطلاعاتي در انتخابات افغانستان )) تر سرليک لاندې خپور شوی، ويل شوي، چې يو شمېر نوماندان په بهرنيو څارګرو ادارو پورې اړوند کسان دي، چې غواړي د حامدکرزي ځای ونيسي.
خبر زياتوي، چې د دغو نوماندانو مخکښ اشرف غني احمدزی دی، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې، اروپا ته د احمدشاه مسعود پر تګ، تر ملامحمدعمر هم زيات غبرګون ښودلی و او احمدزي سره نه يوازې د امريکا ملاتړ دی بلکې د زلمي خليلزاد، علي احمد جلالي او جنرال دوستم ملاتړ هم ورسره دی.
ياده رسنۍ ليکي، چې د MI6، CIA , ISI څارګرې ادارې هڅه کوي، چې د درېيمې دورې په ټاکنو کې، جهادي ډلې دايتلافونو په قالوبونو کې سره وپاشي.
د خبر په پای کې ليکل شوي، چې د ملي جبهې ټوټه ټوټه کيدل، د سياف، قطب الدين هلال او حامد کرزي د ټيم ( زلمي رسول) په واسطه د مجاهدينو پاشيدل، د عبدالله عبدالله برياليتوب له ننګونې سره مخ کړی او د اشرف غني د برياليتوب لپاره په بشپړه توګه لاره هواره شوې ده.
د يادونې ده، چې د ايران اخوندي دولت دغه هېواد جمهوري اسلامي (!) بولي، خو د دوی کړنې ټولې د توکم او ژبې پر بنسټ روانې دي. ايران د سه کشور فارسي زبان (!) د شعار په رامخته کولو سره د لوی پارس د امپراتورۍ خوب ويني. دغه موخې ته په رسيدو سره يې په افغانستان کې معتصبې ډلې لکه ستميان، خراسانيان او افغانستاني د ژبې پر بنسټ او ځينې نورې ډلې د شيعه مذهب په نوم په خپل خدمت کې ګمارلي او پراخې ملاتړ يې کوي.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه