په هرات کې بهرنيو ځواکونو مخالفينو ته وسلې ورکړي دي.

 د هرات د ولايتي شورا يوه غړي  محمد ظريفي خبري رسنيو ته ويلي، چې د ولايتي شورا او قومي مشرانو سره داسې لاسوندونه او شواهد شته، چې ښيي د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د دولت مخالفينو ته وسلې ورکړل شوي دي.

ظريفي ويلي، چې د شينډنډ او ادرسکن په ولسوالۍ کې، د بهرنيو هوايي ځواکونو لخوا مخالفينو ته د وسلو او مهماتو کانتينرونه وړل کيږي. نوموړي دا هم ويلي، چې بهرنۍ ځواکونو د شپې لخوا د مخالفو وسلوالو هغه بريدونو ته، چې پر افغان ځواکونو تر سره کيږي،  حتی د خپلې اډې سره نږدې هم ځواب نه وايي.

له دې مخکې هم دا ډول رېپوټونه ورکړل شوي، چې په افغانستان کې د ميشتو بهرنيانو لخوا مخالفو وسلوالو ته کانټينرونه وړل کيږي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم تيره مياشت له ناټو ځواکونو غوښتي وو، چې ارزګان ولايت ته د څو شکمنو انتقال شويو کانتينرونو په هکله توضيحات ورکړي.

د ارزګان ولايت سيمه ييزو چارواکو ويلي وو، چې د دغه ولايت د ناخوم په سيمه کې، چېرته چې افغان امنيتي ځواکونه نشته، ۳ کانتينره د چورلکو په واسطه وړل شوي وو.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه