د لوی  اخترپه اړوند د پکتيا ميډيا سنټر د مبارکۍ پيغام

د پکتيا ميډيا سنټر مسوولين او غړي د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت دافغانستان غيور،ميړني او سترګور ولس ته په ځانګړي ډول د لويې پکتيا شملورو او زړورو خلکوته د زړه له تله مبارکي وايي ،خدای ج دې وکړي چې دا را روان لوی اختر د سولې او خوښۍ  زيري تر تاسو راو رسوي او د لوی رب ج په دربار کې ستاسې قربانۍ قبولې او منظورې شي.

درنو هيواد والو تاسو خبر ياست چې رسنيو په تېرو څو کلونو ډېره ښه وده کړې او دهيواد ناخوالې او ستونزې يې د نړۍ ګوټ ګوټ ته تر نړيوالو ورسولي او دهيواد د بيارغونې،د سولې د روان بهير او همدا ډول د هيواد د ټولو قومونو د دودونو او رواجونوپه انعکاس کې يې خورا ګټور رول لوبولی دی، هيله ده چې مطبوعات د هيواد په بيا رغونه ،يووالي او د ښکيلو ډلو ترمنځ بې طرفه اوسي.

د پکتيا ميډيا سنټز مسوولين او غړي په جنګ او جګړو کې له ښکيلو ډلو غوښتنه کوي چې د ژورناليستانو ژوند ته خاصه پاملرنه وکړي او هڅه وکړي چې له دوئ سره د مالوماتو په شريکولو کې خاصه ونډه واخلي او همدا ډول د هغو اتلو شهيدو ژورناليستانو ته د پاک رب په دربار کې دوی ته دجنت د فردوس غوښتنه کوي او د دوی له کورنيو سره د خواخوږۍ او ډاډګيرنې سلسلې وړاندې کوې او لايزال خدای ج ته  په هيواد کې د روان تاوتريخوالي او بد مرغيو د پای ته رسيدو په هيله لاسونه لپه کوي .

د بيان د ازادۍ په هيله

د پکتيا ميډيا سنټر مشر

فريد احمد تسکين

 

دلوی اختردمبارکۍپيغام!!

د نيک مرغه لوی اختر د رارسېدو له امله د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې مشرتابه او ټول غړي د نړۍ ټولو مسلمانانو ته په ځانګړي ډول افغان ولس ته که هغه د کور دننه  او دباندې ژوند کوي د زړه له تله مبارکي وايي خالق تعالی ج دې وکړي ،چې شونډې مو د خندا غوټۍ سپړلې وي او پر اننګو مو دشفق سورخي خوره وي.

درنوهيواد والو لوی اخترپه اسلام کې د مسلمانانو لپاره ځانګړې او تاريخي ورځ ده ،چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان د عبادت ترڅنګ ځانکړي سيمه ايز دودونه لمانځي او د الله ج د رضا لپاره قربانۍ کوي، ريښتيا چې دغه ورځ په اسلام کې د مينې، ورور ولۍ او د زړونو د يوځای والي لامل کيږي او ټول مسلمانان خپلو وروڼو ته يو بل سره د غاړې غړۍ په ورکولو خدای ج ته لاسونه لپه کوي او مسلمان امت ته د خير او ښيګڼې غوښتنه کوي او شتمن خلک له بې وزلو سره مرسته کوي .  

زړه ته راتېرو هيواد والو د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې د څو کلونو په موده کې د بيان د ازادۍ د ګټلو،د سولې او ملي يووالي د ټينګښت، دخپل هيواد د دود او کلتور او همدا ډول د خپل هيواد د ادبياتو په غني کولو کې د ژوند په لويه سحرا کې نه ستړې کيدونکي مزلونه کړي دي او په دې لاره کې به د تېر په شان هيڅکله هم د ستړيا احساس و نه کړي او په دې سپيڅلې لاره کې به په ټول توان سره پرمخ درومي.

د يادې ټولنې ټول غړي په افغانستان کې د ټولو ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې د نيک مرغه لوی اختر د رارسېدو په درناوي له افغانستان د جنګ اوجګړې ټغر ټول کړي او افغان ولس ته د يوه سوکاله  ژوند زمينه برابره کړي،په پای کې بياهم ټولو هيوادوالو ته  د نيک مرغه لوی اخترمبارکي اود لوی خدای ج څخه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د سرلوړۍ غوښتنه کوي.

په درناوي او مينه

د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې اداره