ګران مسافر ملګري اباسين سيلاب ته!
د پښتو د ادب څڼو کې ګلابه
موده وشوه درک نه لرې سيلابه
زه خبر شومه چې بل هيواد ته لاړې
درپسې مې دي د زړه مراندې ويجاړې
واړه کلی خفه ښکاري او تا غواړي
ستا خواږه خواږه ياران درپسې ژاړي
چېرته يې ته په ټول کلي تاريکي ده؟
يه د مينې پيغمبره بې له تا څه زندګي ده؟
د پښتو د ادب څڼو کې ګلابه
موده وشوه درک نه لرې سيلابه
ټول زلميان او جينکۍ درپسې مړې دي
په دې پوی شه په دې پوی شه!
ته تياروکې يو مشعل يې څراغان يې
مينه مينه يې جوهر لرې انسان يې
د دې خلکو خولې ترخې دي په شکرو پسې مړه دي
ستا خوږو خوږو غزلو او سندرو پسې مړه دي
راشه راشه کرکه خېلو ته عذاب شه
په مينو پاڼې پاڼې شه ګلاب شه
چې دا تږي مينه خېل واړه ماړه شي
پرې راخورشه اباسينه يو سېلاب شه
فريد احمد تسکين
۱۳۹۲/۷۳۰ تله
پکتيا مرکز ګردېزـ اتفاق مېنه