کابل حکومت له طالبانو سره قطر کې بیا خبرې پیلوي
کابل حکومت وايي، اوس د طالبانو په دریځ کې یو څه نرمښت لیدل کېږي.
کابل چارواکي وايي تیار دي له طالبانو سره په دوحې کې خبرې وکړي، خو باید ټاکل شوي شرطونه یې په پام کې ونیول شي.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانیستل شو چې په هماغه سر کې یې افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر کرزي توند غبرګون وښود او ان د دغه دفتر پرانیستل یې د افغانستان لپاره یوه دسیسه وبلله.
کابل کې زموږ خبریال خوشحال تایب وايي، کابل حکومت ددغه دفتر د پرانیستلو پر بڼې نیوکه درلوده، او ان ولسمشر حامد کرزي د قطر پروسه ''شنډه شوې دسیسه'' بللې وه.
کابل حکومت ویلي وو، غوره ګڼي چې طالبانو ته په سعودي عربستان او یا هم په ترکیې کې دفتر پرانیستل شي، خو اوس د کابل حکومت دریځ یو څه نرم ښکاري او وايي آن په دوحې کې هم له طالبانو سره خبرو ته تیار دي.
د کابل د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زی:
''که ټاکل شوي وي چې په سیمه کې طالبانو ته دفتر پرانیستل شي، موږ غوره ګڼو چې په سعودي عربستان یا هم په ترکیې کې وي.
کابل حکومت تیار دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې د دوحې د دفتر له لارې هم له سره پیل کړي، خو چې دغه دفتر له مخکې د ټاکل شویو شرطونو او محدودیتونو له مخې د سولې د عالی شورا او طالبانو ترمنځ د اړیکو ټینګولو په موخه فعالیت وکړي. موږ تیار یو چې له دې لارې هم د سولې خبرې ترسره شي''.
"په دوحې کې د طالبانو دفتر تر پرانیستل کېدو یواcې څو اونۍ وروسته وتړل شو، چې طالبانو یې لامل له دوی سره د شویو ژمنو نه عملي کېدل بللي وو."
کابل حکومت په قطرکې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره په دې شرط موافقه کړې وه، چې د سولې د عالي شورا شرایط او عملي میکانیزم به په پام کې نیسي.
ژمنـــــــــــــــې
په دوحې کې د طالبانو دفتر تر پرانیستل کېدو یوازې څو اونۍ وروسته وتړل شو، چې طالبانو یې لامل له دوی سره د شویو ژمنو نه عملي کېدل بللي وو.
پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د وروستي سفر پر مهال د هغه هېواد چارواکو هم ژمنه وکړه چې له د سولې په خبرو کې به مرسته کوي. او ویلي یې وو د ملابرادر په ګډون به د طالبانو لوړپوړي چارواکي خوشې کوي چې د سولې له بهیر سره وکړي.
پورتني خبرته ورته خبرپه لاندې ډول دی:
کابل حکومت وايي تيار دي، چې له طالبانو سره په قطرکې خبرې پيل کړي.
دکابل حکومت لخوا چمتوالی ښودل شوی، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې، له طالبانو سره خبرې پيل کړي.
څلور مياشتې وړاندې، چې په دوحه کې طالبانو دفتر پرانستلو د افغان حکومت لخوا سخت غبرګون وښودل شو او د کرزي لخوا وروسته له هغې چې مذاکرات ونشول، يوه شنډه شوې دسيسه وبلل شوه.
د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زی ويلي: ''که ټاکل شوي وي چې په سیمه کې طالبانو ته دفتر پرانیستل شي، موږ غوره ګڼو چې په سعودي عربستان یا هم په ترکیې کې وي.
کابل حکومت تیار دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې د دوحې د دفتر له لارې هم له سره پیل کړي، خو چې دغه دفتر له مخکې د ټاکل شویو شرطونو او محدودیتونو له مخې د سولې د عالی شورا او طالبانو ترمنځ د اړیکو ټینګولو په موخه فعالیت وکړي. موږ تیار یو چې له دې لارې هم د سولې خبرې ترسره شي''.
د يادونې ده، چې د ۲۰۱۴ ز کال د رانږدې کيدو او همداراز په افغانستان کې د جمهوري رياست د ټاکنو لپاره د ايتلافونو او معاملو د رامنځته کيدو په درشل کې، په افغانستان او پاکستان کې د طالب بنديانو د خلاصون او د سولې د خبرو پر پيليدو باندې ډیر تمرکز شوی دی، چې د ځينو د اټکل له مخې په سيمه کې نوي بدلونونو ته تياری بلل شوی دی.
طالبانو له امریکا سره د خبرو غوښتنه وکړه
تاند- د طالبانو د کوټې د شورا غړي ملا محمد حسن رحماني له امریکا او ناټو وغوښتل چې له طالبانو سره خپلو ژمنو ته درناوی وکړي.
ملا محمد حسن رحماني، چې د طالبانو په قیادي شورا کې ملامحمد عمر ته نژدې او باوري کس ګڼل کېږي، د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کندهار والي و.
رحماني د پاکستان له جیو تلویزیون او جنګ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:
امریکا له طالبانو سره د خبرو ژمنه کړې وه او د دې هدف لپاره په قطرکې د طالبانو دفتر پرانستل شو.
ده وویل:
امریکا د طالبانو له دفتره بیرغ او لوحه لېري کړل، طالبانو هم د اعتراض په دود دفتر بند کړ او د خبرو اترو بهیر یې ودراوه.
افغان او لوېدیځ چارواکي وايي چې د طالبانو مشر او د شورا ډېرغړي په کوټه کې اوسي. خو د پاکستان جنګ ورځپاڼې او جیوتلویزیون ویلي چې له ملارحماني سره یې په هلمند کې مرکه کړې ده.
ملا رحماني ویلي، طالبان اوس دې ته انتظار دي چې ایا امریکایان پر خپلو ژمنو عمل کوي او که یې نه کوي.
ده همداراز وویل:
که امریکا پر خپلو ژمنو ودرېده، د طالبانو استازي به په قطر کې د امریکا له استازو سره خبرې پیل کړي.
ملا حسن رحماني وویل، طالبان او امریکايي استازي به د خبرو په ترڅ کې پر خپلو شرطونو او غوښتنو وږغېږي.
د طالبانو د قیادي شورا دغه غړي دا هم ویلي چې د طالبانو تحریک اوس غواړي چې له امریکا پرته له نورو هیوادونو سره هم اړیکې جوړې کړي خو د کرزي له حکومت سره به تر هغو خبرې ونه کړي چې بهرني پوځیان په افغانستان کې وي.
ده تاکید وکاوه، کله چې بهرني پوځیان له افغانستانه ووتل افغانان به د متحد پاتې کېدو لپاره د هلوځلو ضرورت احساس کړي.
ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې له حزب اسلامي او پخوانۍ شمال ټلوالې سره به طالبان څه چلند وکړي، وویل:
هر څه چې د هیواد او خلکو په ګټه ول هغسي چلند به ورسره وشي.
رحماني وویل چې طالبان به په ملګروملتو کې د افغانستان غړیتوب ته دوام ورکړي او د ملګروملتو منشور به ومني ځکه چې طالبان ورته اړتیا لري.
پاکستاني رسنیو د ملاحسن له قوله دا هم ویلي چې طالبان به ښځې په خپلو کورونو پوري محدودې نه کړي او د هغوی د تعلیم مخالف نه دي.
رحماني په عین حال کې وویل، طالبان به د هر هغه سیستم ملاتړ وکړي چې د افغانانو ګټې پکې نغښتي وي.
ملا حسن د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ملا عمر چیري دی او ایا د طالبانو د شورا په غونډو کې ګډون کوي؟
وویل:
د ملا عمر صحت ښه دی، مجاهدینو او شورا ته لارښوونې کوي، له شورا او مجاهدینو سره په تماس کې دی خو د خاصو شرایطو له کبله په عام محضر کې ځان نه شي ښکاره کولی.
رحماني ونه ویل چې ملا عمر په افغانستان یا له افغانستانه دباندې دی.
د رحماني په څرګندونو کې نرمښت لیدل کېږي خو داسي ښکاري چې د ده څرګندونې په تېره بیا کله چې نرم دریځ بیانوي، سانسور شوي دي.
خبریال د پوښتنو ترڅنګ خپل نظرونه هم تحمیلوي، افغانستان وران – ویجاړ ښيي، له سره یې بیارغونې ته اړ ښيي او دا هم وايي چې د افغانستان نیمايي خاوره او ولایتونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
پاکستاني رسنیو د رحماني له قوله لیکلي: «د طالبانو د قیادي شورا دغه غړي وویل چې دوی به د افغانستان اوسنی جمهوري نظام وپرزوي او پرځای به یې د امیرالمومنین په مشرۍ امارتي سیستم بېرته واکمن کړي.»
خو د ده په خپلو خبرو کې اورو چې طالبان به په دې غور وکړي چې د خلکو او هیواد ګټه په څه کې ده. او طالبان امارتي سیستم غوره بولي.
په اردو ژبه د ښاغلي رحماني مرکه دلاندې لینک په کښېباسلو سره اورېدلی شئ:
http://www.youtube.com/watch?v=1LZugOwRlDM#t=16
دنښتردرنولوستونکو!
په قطرکې دطالبانو لپاره ددفترپه پام کې نیول ، پرانستل او بیا په ډول ډول ددې پروسې سبوتاژول د لوبې یوه برخه ده داچې دحلال دایرې ته به څه مهال او څوک خوسکی ورسوي دې ته لا ډېروخت پاته دی بس له یو لوی الله ج څخه به مرسته غواړوچې نجات راکړي.
دلاندې لینک په کښېباسلوسره دیاد دفتردپرانستنې ننداره کولی شئ:
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20054