په سوريه کې د القاعدې ۲۰ زره غړي د نړۍ له ۵۰ هېوادنو نه راغونډ شوي دي.

د يوې امريکايي موسسې (( واشنګټن د نږدې ختيځ د مطالعاتو لپاره )) وايي، چې د دوی د پلټنو او شننو په پايله کې دا څرګنده شوې، چې په سوريه کې د القاعده ۲۰ زره غړي، د نړۍ له ۵۰ هېوادنو راغونډ شوي او فعاليت کوي.
د يادې موسسې د رېپوټ له مخې، دغه کسان له هغه ياغيانو سره له فکري پلوه مخالفت لري، چې د اسد د رژيم پر ضد راپاڅيدلي دي.
د سوريې د حکومت مخالفين وايي، چې په سوريه کې د بهرنيو وسلوالو د شمېر په هکله کره مالومات نلري او راز راز احصاييې ورکول کيږي، خو زياتره يې د حلب د ښار شاو خوا راغونډ شوي دي.
ځينې کارپوهان په سوريه کې د الفاعده د تمرکز لاملونه دوه بولي: د اسد د رژيم لخوا د مخالفينو ټکول او د ايران او حزب الله لخوا په دغه هېواد کې مداخله، ځکه د سوريې ۸۰ سلنه اوسيدونکي سنيان دي او دغو مداخلو مذهبي تاو تريخوالی رامنځته کړ.
ځينې داسې نظريات هم شته، چې پخپله القاعده د امريکا لخوا رامنځته شوې او د دوی په خدمت کې ده. داسې هم ويل کيږي، چې امريکا او ايران په سيمه کې په ګډه کار کوي او د رسنيو په کچه اختلاف يوازې نمايشي دی.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه