په جلال اباد کې ځوانان د احمدشاه مسعود د انځور د ښکته کولو په هڅه کې دي.

وروسته له هغې، چې د مسعود پلوه يو شمېر کړيو لخوا، په کابل کې پر ژوندون تلويزيون باندې د نوموړي د وژل کيدو په تلين کې بريد وشو، يو شمېر افغان ځوانان په احساساتو راغلل.ځينې ځوانانو په هماغه ورځ په کابل کې د دغو لنډغرانو موټرو شيشې ماتې کړې او د مسعود عکسونه يې څېرې کړل.
شيبه مخکې مو يو رېپوټ له انځور سره تر لاسه کړ، چې د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې ځوانان په دې هڅه کې وو، چې د مسعود عکس راښکته کړي. څرنګه، چې په انځور کې ليدل کيږي، عکس پر ډير لوړ ځای باندې نښلول شوی او مالومه نه ده، چې راښکته کړی به يې وي کنه.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه