طالبانو د قطر دفتر خوشی کړی دی
پاکستاني سرچينې خبر ورکوي، چې افغان طالبانو په قطر کې په احتجاجي ډول خپل دفتر خوشې کړی دی. تر هغه وروسته چې د قطر چارواکو په دوحه کې د طالبانو له دفتر څخه د هغوی بيرغ او د اسلامي امارت لوحه کښته کړه، طالبان اوس له دغه دفتر څخه وتلي او نور هلته نه ورځي. په قطر کې د طالبانو دوو وياندانو خپل موبايلونه غلې کړي او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د قطر دفتر په اړه له تبصرې ډډه کړې ده. طالب چارواکو د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ته ويلي، چې د حکومت دغه ادعا چې د دوحې دفتر په اړه ټول مسايل د څو مياشتو د خبرو په ترڅ کې فيصله شوي وو، په بشپړه توګه بې مانا ده . بل خوا افغان حکومت هم له دې وېرې چې ښايي د امريکې او طالبانو تر منځ دوی څنډې ته پاتې شي، دوحې ته د سولې شورا د پلاوي له ورلېږلو ډډه کړې ده. خو د سولې شورا يو لوړ پوړي غړي پاکستاني رسنيو ته ويلي، چې په دې کې باک نشته که امريکا او طالبان په خپلو کې مقدماتي خبرې وکړي. د ده په وينا امريکا هڅه کوي له طالبانو سره دخپلو بنديانو په اړه يوې موافقې ته ورسېږي او دا د دوی حق دی.
تاندپه دې اړوند دالاندنی خبرخپورکړی دی:
طالبان د قطر له دفتره موقتاً وتلي دي
تاند- یوه دیپلومات او د طالبانو یوه غړي وویل چې طالبان د بیرغ او د اسلامي امارت د لوحې پر سر د قطر دفتر لږترلږه موقتاً بندوي.
د طالبانو د دوحې دفتر شاوخوا یوه میاشت دمخه پرانستل شو څو د سولې د خبرو لار اواره شي خو طالبانو د دفتر له پرانستلو سره سم پر هغه د یوه خپلواک دولت په شان د افغانستان د اسلامي امارت لوحه او د افغانستان له اوسني ملي بیرغ جلا د سپین بیرغ ولګاوه چې د افغانستان د حکومت عکس العمل یې وپاراوه. دې مسلې له امریکا او پاکستان سره د افغانستان د حکومت اختلاف ته لمن ووهله.
د سي این بي سي تلویزیون د راپور له مخې دواړو مقاماتو (دیپلومات او طالب استازي)، چې د قطر د سولې د خبرو په اړه یې مالومات لرل، د سې شنبې په ورځ وویل: طالبان له دفتره موقتاً وتلي دي.
دوی د موضوع د حساسیت له کبله نه غوښتل چې نومونه یې څرګند شي.
د جون په نیمايي کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو وروسته د افغانستان ولسمشر او د امریکا حکومت د طالبانو له خوا پر دفتر د اسلامي امارت د لوحې پر ځړولو اعتراض وکړ. دواړو وویل چې طالبانو د لومړنۍ موافقې خلاف پر دفتر د اسلامي امارت لوحه ځړولې ده.
د افغانستان او امریکا په نظر باید د طالبانو دفتر یا د طالبانو سیاسي دفتر او یا هم د طالبانو د اسلامي تحریک سیاسي دفتر ونومول شي چې د یوه خپلواک دولت نمایندګي نه کوي.
له روهي او تاند ویبپاڼوڅخه په مننه