سعودي چهارشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه

2

 عربستان، مصر او قطر اعلان وکړ چې چهارشنبې د ۱۴۳۴ هجري قمري کال د رمضان میاشتې لومړۍ نېټه ده چې د روژې مبارکې لومړۍ ورځ شوه.

په عربستان کې سترې محکمې اعلان وکړ چې سې شنبې د شعبان د میاشتې دېرشمه ده او چهارشنبې د روژې مبارکې اول تاریخ دی.

دغه اعلان د عربستان په الحریق او حوطه سدیر سیمو کې د هلال د لیدو له مخې شوی دی. دغه سیمې په عربستان کې هغه ځایونه دي چې سپوږمۍ پکې په پیل او پای کې روښانه ښکاری.

په اکثر اسلامي هیوادو کې د عربستان او هغه ته د نژدې عربي هیوادو له مخې روژه او اختر عادتأ اعلانیږي یو نیم هیواد لکه پاکستان بیا داسې نه کوي او ډېر کله یې روژه او اختر یوه نیم ورځ وروسته تر عربي هیوادو وي.

د هجري قمري کال میاشتې هم لږې بشپړې وي، ډېر کله هجري قمري میاشتې نهه ویشت او اته ویشت ورځې وې یو نیم ځل دېرش پوره کیږي.

افغانستان د یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو خلاف، چې د خپل افق پراساس روژې اعلانوي، په روژه او اخترونو کې د سعودي عربستان تقلید کوي.

دیوبل خبر له مخې دسعودي عربستان رسمي سرچینونن ددوشنبې په ماښام د(۲۰۱۳) کال دجولای دمیاشتي په اتمه نيټه خبرورکړی،چي د( ۱۴۳۴)هجري قمري کال درمضان المبارک لومړۍ روځ به سباسه شنبه دجولای نهمه نه،بلکې بل سبادچارشنبې ورځ دجولای په لسمه نیټه وي. په سعودي عربستان کې لوړې محکمې ويلي چي ددوشنبې په ورځ دمياشتې دليدلوکومه ګواهي(شاهدي)نه ده ترلاسه کړې،نوځکه دسعودي شاهي ديوان په رسمي توګه اعلان وکړی،چې بل سبا چارشنبه به دروژې لومړۍ نیټه پیل شي.
په عین وخت کي نن دمصردارالافتاء هم اعلان وکړی،چي سباورځ به دشعبان وروستي یعني دیرشمه ورځ وي،اودروژې میاشت به بل سبا دچارشنبې په ورځ پیل شي.دقطر،کویټ ،بحرین ،یمن اونوروعربي هیوادوهم اعلان وکړي،چي دروژی مبارکه میاشت به بل سبا دجولای په لسمه نیټه شروع شي.
دافغانستان ستری محکمي تراوسه پوري دروژي دمیاشتي په اړه څه نه دي ویلي.خوافغانستان دروژي اواخترپه اړه تل دسعودي عربستان دپریکړوسره سم عمل او پیروي کړيده.

له تاند څخه په مننه