1014285_600222116675503_188403_n.jpg

ددې دور زمانې وګړو واورئ

د دې دور زمانې وګړو واورئ

تاسو ولې دقتال توره را خيستې

بر ناحقه بې ګنا انسانان وژنئ

تياره مخيو د رڼا څراغان وژنئ

د دې دور زمانې وګړو واورئ

ملګرتياد تاريکيو دخمود کړئ

ملګرتيا د لوی يزيد او دنمرود کړئ

ولې تاسو دا دکرکې بد بينۍ لاره روانه

ولې تاسو دا دجنګ او بد بختۍ لاره روانه

زه دمينې فلسفه درته راوړمه

بدرنګ مخيو بدرنګ مخيو

دښکلا يوه نغمه درته راوړمه

تاسو ځان ته دشهرت په تمه ناست يئ

دغرور او دلذت په تمه ناست يئ

دا مو وباسئ له زړه نه

چې شهرت ته رسيدل به

د غرور پر لارته تګ وي

خو غرور يوازې یو خدای ج سره ښايي

چې نړۍ او کاينات يې دي په واک کې

د دې دور زمانې وګړو واورئ

زه دمينې لاروی يم

زه انسان يمه سړی يم

زما زړه د کاڼي نه دی

د ليلو دلاس بنګړی يم

زه شورش غواړمه شرنګ ماته پکار دی

خاموشيو سره جنګ ماته پکار دی

زه دکرکې،بد بينۍ پرلاره نه ځم

خلک نه وژنم بدۍ پرلاره نه ځم

ځکه زه په داسې قوم او خېل کې اوسم

چې نفوس يې خورا ډير ترتاسو کم دی

دغه خېل ښايم وګړو

مينه خېل ښايم وګړو

او يو بل خېل چې نفوس يې بلا زيات دی

هغه خېل ښايمه تاسې

کرکه خېل ښايمه تاسې

د دې دور زمانې وګړو واورئ

په دې پوه شئ چې داولې؟

او داڅنګه؟

دا په دې چې زه او تاسو

لکه ضد او د نقيص کليمې دواړه

په يوبل ورتللی نه شو

د پښتو متل دی وايي:

غر په غر ورتللی نشي

 خوانسان په انسان  ورشي

لکه غرونه په يوبل ورتللی نشو

د دې دور زمانې وګړو واورئ

ما هم ومنئ دمينې پيغمبر يم

زه دشر او دفساد لپاره نه يم

زه د ټولو مينه خېلو لوی رهبر يم

د دې دور زمانې وګړو واورئ

د دې دور زمانې وګړو شه مو

مخته ښه زيړي ګلونه

 مخته ښه زيړي ګلونه

۱۳۹۲/۱/۳۰وری

فريد احمد تسکين،پکتيا کور

 

چې د ځوانۍ په خوږو پوی شومه  لمبو واخيستم

څومره ارزانه د ښار ښکلو په سيکو واخیستم

 

                          درياب نظر ته دې زه هېڅ د ټينګې پاتې نه شوم           

د ژوندانه په سحرا خلی وم اوبو واخیستم

 

تاچې د زړه له بدخشان څخه را وباسلم

قيمتي لعل ومه په نه بيه پردو واخيستم

 

د ژوندانه د روزګار مزی مې هېڅ نه غځيږي

خدای ج خبر زه د چا دسپينې خولې ښېرو واخیستم

 

له هغې ورځې بې قراره يم تسکين مې نشته

له کومې ورځې چې دې غېږه کې ليلو واخیستم

 ــــــ فريد احمد تسکين ــــــ

۱۳۹۱/۱۱/۲۸ سلواغه

پکتيا ـ اتفاق مېنه