لیکوال:
 محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

آیا مېږیان هم ږغېدای سی ؟

بسم الله الرحمن الرحیم ـ قرآنکریم صریحأ فرمایلی دي چی میږیان خبری کوی ، خو ماده پرستانو او منکرانو به تمسخر کاوه او ویل به یې چی میږیان څنګه خبری کولای سی ؟ مګر نن ساینس دا ثابته کړه چی هو ، میږیان باالکل خبری کوی او د افهام او تفهیم پوره وړتیا لری .

ساینس پوهان وایی چی یو وخت به ووینو چی میږیان به خپل پوځ لری ، دوری هوری به ځغلی ، هدایتونه به اخلی او حمله به کوی . هغوی زیاتوی چی دغه حشرات یو د بل سره خبری کوی او تر نورو مخلوقاتو ډیر هوښیار او ځیرک دي . هغوی په دې وروستیو کی دا کشف کړه چی میږیان پر خپل نس باندی یوه حصه چی انګشتانې ته ورته ده ، وهی او د یو مخصوص اهتزازي ږغ د تولیدولو په واسطه د نورو میږیانو سره ارتباط قایموی . ساینس دا هم ثابته کړې ده چی میږیان هم د شاتو د مچیو غوندی ملِکه لری او د هغې امرونه منی . د میږیانو ملکه هم تر خپل رعیت غټه وی او د هدایاتو منبع یې ده .

په ۲۰۰۹ کی د برتانوي او هسپانوي ساینس پوهانو یو ټیم وتوانېد چی د میږیانو د ملکې ځانګړی ږغ د ۴۰۰ میږیانو په یو غار کی د څلور ملی متري مایکروفونونو په ایښودلو سره کشف او ثبت کړی او هغه ږغ بیرته نورو میږیانو ته کښېږدی .

د آکسفورډ پوهنتون پروفیسور ( جرمی توماس ) چی په دې څیړنه کی برخه لرله ، وویل چی کله موږ نورو میږیانو ته د هغوی د ملِکې ږغ وږغاوه ، نو هغوی هم یو مخصوص وضعیت وښود . یعنی هغوی په داسی حال کی بې حرکته او تیار ودرېدل چی خپل آنتنونه یې د سپیکر خواته جګ نیولی وو ، خپلی ذامی یې څو ساعته اوږدې نیولي وې ، یعنی داسی که څوک او هر شی نږدې ورسي ، باید حمله پر وکړی .

ساینس پوهان وایی چی میږیان د مقابل طرف اهتزازي یا ارتعاشي ږغ اخذ کوی او ښایی د بدن کومه برخه یې د داسی اهتزاز ( ویبرېشن ) لپاره چی په هوا کی خپریږی ، د اورېدلو دنده اجرا کوی . میږیان ګڼ شمیر ږغونه اوری او خپل مطلوب ږغ ورڅخه فلټر کوی او هماغسی اجرأت کوی . د میږیانو ملکه خپل نس موښی او هغوی ته د خبرو او افهام قابلیت ورکوی ، کارګران ځانته رابولی او خبر یا هدایت ورکوی .

اوس به د ساینس لاسته راوړنې د قرآن مجید د پوهونی سره و ارزوو :

میږیان څلور شیان ښه پیژنی چی هغه انسانان ، حیوانان ، دوستان او دښمنان دي چی په قرآن کی ذکر سوي او ساینس منلی دي . د قرآن د النمل سورت اتلسم او نولسم نمبر آیتونه دې موضوع ته ښه اشاره کوی : « د لارې پر اوږدو چی کله هغوی د میږیانو ( کښتنۍ ) وادي ته راورسېدل ، نو د میږیانو څخه یوې وویل : اې میږیانو ! خپل مسکن ( یعنی ټاټوبي ) ته ننوزﺉ ، داسی نه چی سلیمان او د هغه ډله ( پوځیان ) تاسو په غلطۍ سره لټپېر نکړی ( تر پښو مو لاندی نکړی . ) » ( د قرآن اووه ویشتم نمبر سورت یعنی النمل : اتلسم آیت ) .

په دغه آیت کی اړونده میږي پېښېدونکیً خطر ( چی دوی ورسره مخامخ کېدونکي وو ) په څلورو مرحلو کی څرګند کړ :

لومړی ـ « اې میږیانو ! » : دا لومړنی خبردارﺉ دی چی میږی د نورو میږیانو پام بېله ځنډه او ژر رااړوی . په دې اعلان یا خبرداري سره نور میږیان د تیارسیً په حال کی راځی تر څو مابعده هغه سیګنلونه پسی تر لاسه کړی چی عین میږی به یې ورته ووایی .

دوهم ـ « خپل مسکن ته ننوزﺉ » : دلته خبر ورکونکی ( یعنی ملکه ) خپل بل سیګنل ور وړاندی کوی او هدایت ورکوی چی هغه کار وکړﺉ چی باید ویې کړﺉ ، یعنی هغه څه به کوﺉ چی لازم وی .

درېیم ـ « مبادا چی سلیمان او د هغه ډله مو چختاڼ نکړی » : په دې ټوټه کی متکلم میږی ( یعنی ملکه ) خپلو اتباعو میږیانو ته د اړونده خطر دلیل وایی چی موضوع له څه قراره ده .

څلورم ـ « بېله دې چی هغوی پوه سي ، یا اشتباه ونکړي » : میږیان د مخکنیو خبرداریو په دوام د یو عکس العمل په توګه د دفاع لازم اقدامات کوی یا ګام اوچتوی . خو مشر میږی ( چی ملکه ده ) خپلو اتباعو ته ډاډ او هدایت ورکوی چی د خطر پر منبع باندی باید حمله ونسي دا ځکه چی هغوی اصلی دښمنان نه دي . او هغه ( یعنی سلیمان علیه السلام ) نه غواړي چی قصدأ د میږیانو پر سلطنت حمله وکړی . سلیمان (ع) او د هغه پوځیان خبر نه دي چی پر لاره یې میږیان موجود دي . نو ځکه میږیان هم هغوی خپل دښمنان نه بولی .

ښه ، دا چی د میږیانو ملکه خپل رعیت خبردار کوی چی پر سلیمان (ع) باندی برید ونکړﺉ ، دلته د ساینسي پلوه یو عجیب راز نغښتی دی .

هغه دا چی میږیان د ارتباط نیولو خاص کیمیاوی شِفرونه لری . دا چی موږ پورتنی خبردارﺉ پر څلورو برخو وویشیً ، آیا پوهیږﺉ چی ساینس په دې هکله څه لری ؟ وبه یې څیړو :

میږیان د خطر یا خبرداري پر مهال خپل تر منځو کیمیاوی ارتباط قایموی او کله چی د معلوماتو د تبادلې سرعت لازم وی ، نو دغه خبردارﺉ د دفاع د کیمیاوی سیګنلونو  په ترشح یا افراز سره مشخص کیږی . د هغوی دفاعي غدې د خبرداري او دفاع د رول ادا کولو مسؤلیت لری . مثلأ کله چی میږیان د کوم خطر سره مخامخ سی ، نو د دفاعی غدو څخه څو ذرې مایعات افراز کوی تر څو نور میږیان خبر کړی چی وځغلی او د خپلو انتنونو په واسطه اهتزازات ( ویبرېشن ) تولید کړی او په دې ډول د تیارسیً احوال ورکوی .

نو لومړنۍ هغه ماده چی ترشح کیږی ، « الډیهایډ هیګسانل » نومیږی . دغه ماده د میږیانو پام رااړوی او هغوی باخبره کوی او په دې ډول یې انتنونه جګ کوی تر څو نور بویونه ولټوی .

کله چی هغوی وروسته « هیګسانول » ترشح کړی ( چی الکولی مواد دي ) نو میږیان تیارسیً کیږی او پر هره خوا ځغلی تر څو د ستونزی یا خطر منبع پیدا کړی .

خو کله چی « انډي کېنن » ترشح کړی ، نو میږیان د خطر منبع ته رسیږی او هر هغه خارجی شی چیچی چی د غار په حدودو کی یې وی .

کله چی اصلی هدف ته ور نږدې سی ، نو یوه خاصه ماده افرازوی چی « بټی لوکټینل » نومیږی چی هغوی یرغل ته چمتو کوی او هم یې د ځاني قربانۍ جذبه لوړوی .

فلهذا ، دغه کیمیاوی ارتباط د خطر پر مهال خورا اهمیت لری . دغه هره ماده خپل خپل کوډ ( شِفر ) لری چی یوه ځانګړې لهجه یې ضمیمه وی .

اوس که موږ دغه کیمیاوی ارتباط د پورتني قرآني آیت د څلورو برخو سره پرتله او مقابله کړو ، نو دې نتیجې ته به ورسیږو : هغه مواد چی اړونده میږی ( یعنی ملِکه ) یې په دغسی حالت کی د خپل بدن څخه افرازوی ، څلور ډوله دي او هره ماده یې ټاکلې ژبه او کوډ لری ، یعنی :

لومړی ـ « الډیهایډ هیګسانل » لومړنۍ هغه ماده ده چی میږی یې هغه مهال افرازوی چی خطر احساس کړی او کېدای سی دې ته د « خطر زنګ ـ سایرن » ووایو . د هغه په اورېدو سره نور میږیان پر یو ځای راغونډیږی ، چمتو کیږی او مابعده سیګنلونو ته منتظر کیږی چی په څه باره کی به وی . دا هماغه د پورتني آیت لومړنۍ برخه راپیژنی چی وایی « اې میږیانو ! » .

دوهم ـ وروسته اړونده میږی ( ملکه ) خپله دوهمه کیمیاوي ماده ترشح کوی چی « هیګسانول » نومیږی . د دې په افراز سره میږیان هری خوا ته ځغلی چی اصلی شی پیدا کړی . هغه میږی چی دغه ماده تولیدوی باید متوجه وی چی ټول میږیان به واقف کوی چی ایسته او ګوښه سی . او دا باالکل هغه څه دی چی په دې آیت کی اړونده میږي نورو ته احوال ورکړ چی خپل غار ته ننوزﺉ . دا د متکلم لخوا یوه لارښوونه ده چی خپلو اتباعو ته یې صادروی . په دې ډول هغوی اصلی خبري ته متوجه کوی چی نن هم ټوله میږیان همداسی کوی .

درېیم ـ « انډي کېنن » ورپسې هغه کیمیاوی ماده ده چی میږی یې ترشح کوی . دغه ماده د خطر علت ورښییً او دا هغه څه دی چی اړونده میږي د آیت په درېیمه برخه کی ووایه ( یعنی : مبادا چی سلیمان او د هغه پوځیان مو تر پښو لاندی نکړی ) . نو کله چی میږیان دغه ماده تر لاسه کړی د اړونده خطر سره مخامخ کیږی . نو چی تیار سي ، وار څلورمی مادې ته رسیږی .

څلورم ـ په وروستي پړاو کی متکلم میږی یوه خاصه کیمیاوي ماده افرازوی چی « بټی لوکټینل » نومیږی . دلته متکلم میږی د دفاع امر کوی او د دفاع نوعیت یا ډول ورښیی . ورته وایی چی سلیمان (ع) او پوځیان یې « په غلطۍ یا بې خبرۍ سره تاسو لټپېر نکړی » . دلته هغوی د حملې څخه منع کوی تر څو مرګ ژوبله پېښه نسی .

خو کله چی سلیمان (ع) دالهی پیرزوینی په مرسته د میږي دغه خبردارﺉ او فریاد واورېدﺉ نو موسکا یې وکړه او الله تعالی ته یې شکر ادا کړ ( مابعده آیت ) . د پورتنۍ موضوع د ښه وضاحت لپاره لاندینی جدول مرستندوی او ګټور دی :

شماره .... د اړونده آیت برخی ............................. کیمیاوی مرکبات

۱ ........ اې میږیانو ! ..................................... هیکسانل

۲ ........ خپلو غارونو ته ننوزﺉ ........................ هیکسانول

۳ ........ مبادا سلیمان او ډله یې تاسو لټپېر نکړی ...... انډي کېنن

۴ ......... په بې خبرۍ سره .............................. بټی لوک ټینل

 ښه ، دا چی پخوا به غیر مسلمانانو ، آن له اسلامه منکرانو ملنډی وهلې چی میږیان څنګه خبری کولای سی ، او د قرآنکریم دغه آیت به یې استهزا کاوه ، خو نن په بشپړ ډول سرځوړي سوي او د دغو نوو ساینسی انکشافاتو په وړاندی ګونګیان دي .

په زړه پوری لا دا چی پورتنی قرآنی آیت هم د نورو ټولو آیتونو غوندی د ستری معجزې څخه ډک دی ، یعنی :

لومړی دا چی ۱۴۰۰ کاله مخکی یې هغه څه ویلی وو چی ساینس فقط څلور کاله مخکی کشف کړل ؛

دوهم دا چی فرمایلی یې دي چی اړونده میږی « نر » نه بلکی « ماده » وه ! په دې هکله هم تر څو کالو وړاندی پوری هیڅوک نه پوهېدل چی اړونده میږی څنګه ماده و ؟! خو اوس چی ساینس ثابته کړه چی میږیان هم ملِکه لری او هغه یې مشري کوی ، نو د قرآن  دغه آیت هم د لمر غوندی وځلېد او د منکرانو ، مرتدانو او دهریانو خولې یې وګنډلې او که هغوی لږ وجدانی احساس ولری نو باید بیرته مسلمانان سی او توبه وکړی ؛

درېیم دا چی د قران مجید همدا آیت په هغه سورت کی واقع دی چی  النمل  نومیږی یعنی میږی ! الله تعالی دغه ټول سورت د میږي په نوم سره نازل کړی دی چی دا پخپله یوه معجزه ده او د دې سورت د ریاضی معجزې د لیکوال په بل اثر ( قرآنی ریاضی ، ۳۰۴ ـ ۳۰۵ مخونو ) کی څیړل سوي دي .

په هر صورت ، روایت دی چی یو وخت کوم جليل القدره بزرګ سړﺉ کوفې ته راغلئ . ډ‎ېر خلګ ورته راټول سول . د وعظ او نصیت څخه وروسته یې وويل چي که هرڅوک  پوښتنه لرﺉ  ويې کړﺉ . امام ابوحنيفة (رح) هم په دې مجلس کي حاضر و چی دا مهال نوئ ځوان وو . ده د دغه عالم څخه وپوښتل چی هغه میږی چی د سلیمان (ع) سره یې خبری وکړې او د قرآن مجید د النمل په سورت کی یې ذکر هم راغلی دی ، آیا نر وو که ماده ؟
بزرګ چي دا سوال واورېدئ  نو پټه خوله سو .
بيا امام صاحب ورته وويل چي د سليمان عليه السلام دغه ميږی ماده وه ‎ . دا ځکه چي الله (جل جلاله) په قرآن کريم کي  په خپل دغه قول یعنی : «قالت نملة» کی د قالت فعل مونث فعل ويلئ دئ ، نو که هغه مېږَی نر وای الله پاک به داسي فرمايلي وای : «قال نملة» . په دې معقول ځواب سره هغه عالم ډیر خوښ او ابو حنیفه خورا پر ګران سو ( اخلاقی کنایې ، لومړی جلد ، د لیکوال اثر : ۱۱۳ ـ ۱۱۴ مخونه ) .

اسلامی جیدو عالمانو ویلی دي چی الله تعالی به دغه میږی هم د نهو نورو حیوانانو غوندی جنت ته داخل کړی . پوره تشریح یې د لیکوال په بل اثر ( اخلاقی کنایې ، دوهم جلد ) کی راغلې ده .

ښه ، دا چی میږیان هر ډول ږغونه اوری خو خپل مطلوب ږغ ورڅخه فلټر کوی او د هغه مطابق عمل کوی ، آیا داسی نه ده چی الله تعالی فرمایی چی ټول مخلوقات زما ثنا وایی خو تاسی نه په پوهیږﺉ ؟! ( الاسرأ : ۴۴ ) .

پروفیسور رابرټ هیک لینګ وایی چی میږیان زموږ د خبرو په وړاندی غبرګون نه ښیی او نه یې اغیزمن کوی . مګر که موږ هغه په مطلوب اهتزاز کی راولو نو هغوی اغېزمن کوی او عکس العمل ښیی . پس دا ثابتیږی چی میږیان هم کټ مټ د انسانانو غوندی خپله ژبه لری او یو خاص ملت دی . ساینس پوهانو معلومه کړې چی دوولس زره ډول ډول میږیان موجود دي چی مجموعي تعداد یې تر انسانانو زیات دی . نو ځکه الله تعالی فرمایی چی ټوله حیوانان او مرغان ستاسو غوندی ملتونه دي ، موږ په دې کتاب کی هیڅ شی هم نه دی پرې یښی او ټول به بیرته راغونډیږی ( الانعام : ۳۸ ) . قرآن فرمایی چی موږ به خپلی نښی په کاینات او پخپله د دوی په دننه کی هم ورښکاره کړو تر څو دا ورته ثابته سی چی دا حقیقت دی... ( حم السجده : ۵۳ ) .

نو لوی او مهربان خدای دی پر هغه څه د کولو توفیق راکړی چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو او همدا اوس هم ډیر ناوخته نه دی! ( پورتنۍ لیکنه د لیکوال د ناچاپه اثر : قرآنی ساینس څخه رااخیستل سوې ده ) .

 دلته ماده میږی ( یعنی ملِکه ) لیدل کیږی چی خپل رعیت یې راټول کړی دی او هدایت ورکوی .

نو راځئ مهرباني وکړئ دا لاندنی لینک کښېباسئ ترڅوداجریان پخپلو سترګو ووینئ:

 http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=WpVkZEok6tM#!

دنښتر ویبلاګ اداره له قدرمن ډاکتر صاحب نثار احمد صمد څخه دزړه له تله مننه کوي، چې پخپلو عالمانه لیکنو یې زموږ زرغون نښتر تل شېراز ساتلی اوداسې علمي لیکنې رالیږي، چې ګمراهان حقیقي لارې ته ورسموي له محترم ډاکتر صاحب څخه یوځل بیانړۍ نړۍ مننه کوواوله الله تعالی څخه ده اودرنې کورنۍ ته یې اوږد،له ویاړاوسلامتي څخه ډک عمرغواړو.

محمدامین بسمل