هزاره توکمي استاد په کابل طب کې لس تنه پښتانه زده کوونکي ناکام کړل
له کابو يوې مياشتې راهيسې د کابل په پوهنتونو کې پرله پسې اعتصابونه او لاريونونه روان دي.
لومړی د ټولنيزو علومو پوهنځي يو شمېر هزاره توکمو زده کوونکو اعتصاب وکړ او د پوهنځي رييس او يو تن استاد يې په تبعيض تورن کړ.
اوس د کابل په طبي پوهنتون کې د علي يوسفپور په نامه يوه هزاره توکمي استاد لس تنه پښتانه زده کوونکي په دريم چانس کې هم ناکام کړل.
زده کوونکي د کابل طبي پوهنتون رياست مخې ته راټول شوي او وايي، چې يوسفپور غواړي په کابل پوهنتون کې د وروستيو اعتصابونو غچ واخلي.
يوسفپور له ډېر پخوا څخه په بې کفايتۍ او تعصب مشهور دی او ويل کېږي چې نوموړی حتی تحصيلي اسناد هم نه لري.
د يادونې وړ ده چې له اولسو ورځو راهيسې د کابل پوهنتون استادانو او زده کوونکو په اکاډيميک چارو کې د حکومتي چارواکو د بېځايه لاسوهنو پر وړاندې په اعتصاب لاس پورې کړی، خو تر اوسه يې غږ نه دی اورېدل شوی او حتی رسنيو هم دوی ته شاکړې ده.
له روهيي ویبپاڼې څخه په مننه