ویښوم جانان 

غم مې کړي قلم چې نه وینم جانان

 خـــدایه په نصیب مې کړې مرحـــم جانان

 څه وکړم چاره څه ده پرهېز یمه

 خدای ته ځان سپارم تل یادوم جانان

 

 لاس مې په قران ایښی مالوظ کړی

 څنګه به په سره اورکې پرېږدم جانان

 

 خوب کې یوسپېڅلي وېل صابر اوسه

 خامخا به تاتـــــــــــه راولم جانان

 هره خوا لمبې دي له هرخوا سوځي

 پوه یم چې هیڅکله نه دی ګرم جانان

 

 تن کې چې روح نه وي دا ژوندی ګڼئ

 ځکه په رګ رګ کې ګرځوم جانان

 ځمه په خندا خندا د دارسرته

 خامخا به هلته ښکولوم جانان

 پاڅم زه بسمل سپېدې راوچاودې

 لمونځ یې قضأنه شي ویښوم جانان

 

 غم مې کړي قلم چې نه وینم جانان

 خـــدایه په نصیب مې کړې مرحـــم جانان

 دنښـــتردرنو لوستونکو!

 که غواړئ لږ دمه شئ نو دلاندنیولینکونوپه کښېباسلوسره به د موسیقي ډول ډول ټالونوته ورپورته شئ هیله ده تېر وختونه مو دریاد شي :

https://www.youtube.com/watch?v=-8s-UHmqBMc

https://www.youtube.com/watch?list=RD02HmdjqqjUVU0&v=yaUyMKSe-hM&feature=endscreen&NR=1

https://www.youtube.com/watch?v=HmdjqqjUVU0

https://www.youtube.com/watch?v=11A1Oh_87_s

https://www.youtube.com/watch?v=0v3SwpLBBvI

 ســـتاسوددعا محتاج محمدامین بســـمل

دانځورونو او موسیقي په اړوند له ګوګل او یوتوب څخه لا له پخوامنندوی یم .