پرس ټي وي وايي، محقق وژل شوی خو د کورنيو چارو وزارت خبر ردوي

 نن ورځ د ولسي جرګې سيمې ته نږدې، د حزب وحدت مشراو په ولسي جرګه کې وکيل، محمد محقق پر موټر باندې ځانمرګي بريد شوی، چې د پېښې په هکله تر اوسه خپاره شوي رېپوټونه يو ډول نه دي.

د ايراني انګريزي ژبي تلويزيون پرس ټي وي ويلي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې محقق وژل شوی خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت دغه خبر رد کړی دی.

د اسوشيېټييډ پرس د رېپوټ له مخې، په دغه برید کې ۳۰ تنه ټپيان شوي، چې شپږ یې د محقق ساتونکي دي.

دغه پېښه په داسې مهال رامنځته کيږي، چې په افغانستان کې د حالاتو د بدليدو په هکله نښې نښانې ليدل کيږي؛ له يوې خوا په کابل کې د بشپړه امنيت د ليږد په هکله د ولسمشر کرزي او د ناټو مشر راسموسن په ګډون يوه لويه غونډه روانه ده او له بلې خوا په قطر کې همدا نن ورځ د طالبانو سياسي دفتر پرانستل کيږي.

له بلې خواوېل کیږي چې پرمحقق باندې بريد، د وحدت ګوند پخپله پلان کړی و

ويل کيږي، چې په کابل کې پر محقق باندې د بريد پلان، پخپله د دوی د ډلې لخوا پلان شوی و او د دې چارې موخه د نوموړي مطرح کول دي. د ولسې جرګې د يو غړې د خبر پر بنسټ , چې ګواکې دغه چاودنه له مخه پلان شوې وه او پوليس يوازې د پيښې قربانيان دي او محقق بيخې له کوره نه دی وتلی.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه