محمود کرزی داحمدشاه بابا (رح) ته د یو ډاکو او غل په سترګه ګوری....

څه موده مخکی د لوی ننګرهار او لوی کندهار څخه د ښوونې او روزنې وزارت په وړاندیز د دارالمعلمینو استادانو لپاره په کابل کی یو روزنیز سمینار جوړ شوی وو. دغه سمینار یوه اونۍ دوام درلود.

 د سمینار په ورستۍ ورځ یو استاد ډیر ټینګار پدې کولو چې د ولسمشر ورور محمود کرزي سره د افغانستان په راتلونکي باید بحث وکړو او نظر یی هم واخلو. پدې استادانو کې غوڅ اکثریت مخلص او په وطن مین اشخاص وو. زړه نازړه  د محمود کرزی کور ، چې په شیر پور کې موقعیت لري، ورغل.  د یو څه ځنډ  نه وروسته مېلمستون یا حجرې ته ورداخل شو. استادانو د وطن د دود سره سم خپل بوټان وایستل او داخل کې د کرزی صیب انتظار ویستو، کله چی دا ښاغلی حجرې ته د بوټانوسره داخل شو استادانو یو بل ته په سترګو کې ولیدل جوړ په خیر شروع شو، استادانو غیږ خلاصه کړه خو کرزي صیب لاس ورکړو. استادان چې کله کیناستل نو په معرفت یې شروع وکړه، خو کرزي صیب یی په خبرو کې راودانګل او داسی ورته وویل، دیته ضرورت نشته دی راځئ چې په اصلي موضوع خبرې شروع کړو. استادانو ټکان وخوړو او ټول هغه استاد ته په غوسه ښکارېدل، چی د کرزی صیب په لیدو يې ټیګار کولو. بحث هم شروع شو استادانو په خپل وار سره پوښتنې کول شروع کړل، چې تاسو د راتلونکي په اړه کومه برنامه لرئ ؟ خو کرزي صیب ډیر تاکید په سوداګرۍ کولو او هره پوښتنه به یې په اقتصادي لید لوري ځوابوله. پدې کی یو استاد د پښتنو د راتلونکي او د هغوی په زعامت پوښتنه وکړه، چی تاسو د پښتنو لپاره څه برنامه لرئ، څه مو تر اوسه پورې ورته کړیدی او څه به ورته وکړئ؟ په ځواب کې ښاغلی کرزي صیب په  ډیره تنده لهجه ځواب ورکړو، چی کټ مټ ټکی به  یی زه هم ولیکم: پښتنو درې سوه کاله دوره کې تل  په نورو قومونو ظلم او ستبدادکړیدی، تل یې نور لوټ کړیدي، همیشه یې افغانستان د بهرنیو په واک او اختیار کی پريښودلی دی، هیواد یې د پرمختګ پر ځای له لوی ناورین سره مخ کړیدی، پښتانه څه تاریخ لري؟  راځئ چې حقیقت ووایو،  احمد شاه بابا یو غل او ډاکو و او تل به یې په هند ډاکه کوله او د ژمي لپاره به يې بودجه راوړله، امان الله هم افغانستان ندی ازاد کړی افغانستان تل اشغال وو مونږ کله ازادی درلوده؟ راځئ چی اوس نويو نسلونو ته حقیقت ووایو چې مونږ یو ډیر ظالم قوم یو. د استادانو د وجود ویښتان هم نیغ ودرېدل، یو بل ته یی راڼه راڼه  کتل، خو پدی کی یو استاد ډیر احساساتي شو او محمود کرزي ته یی سم د لاسه وویل، چی تاسو هم پاک نه یاست، په تاسو هم تورونه لګیدلي دي، تاسو د کابل بانک په موضوع کې هم ښکیل یاست پدی اړه څه وایئ؟ کرزي صیب تېر راوړو، بل استاد ورته وویل چی ښه شوه  چې راته معلوم شوې، په ورور دې هم غولیدلي وو خو په تاسو به نور ونه غولیږو. کرزی‎ي صیب د غوسې نه ډکې سترګې راواړولې او ويې ویل، چی ماته مهمه نده چې پښتون دې نور په واک کې وي، راځئ چې دې نورو قومو ته هم یو ځل موقع ورکړو، دوی هم حق لري چې ژوند وکړي، ازادي ولري، حکومت وکړي او خپلې ژبې او خلکو ته چوپړ وکړي. راځی‎ئ چې نور ځان په پدې غلط نکړو چې احمد شاه بابا بچیان یو او د میرویس نیکه، امان الله خان هم ازادی نده اخستلې افغانستان تل اشغال وو، مونږ باید د پاکستان سره د ډیورند مسله حل کړو، هغه خلک زمونږ په درد نه خوړل کیږي او مونږ د پاکستان هر څه ته اړتیا لرو. د استادانو زړونه مات، سترګی یې د اوښکو نه ډکې وې  چې ووتل. د دې خبرو ثبوت هم شته دی او ټول استادان د عیني شاهدانو  په توګه در حاضریدی شي.

په پښتنه مینه

رحمتی