ســــــــل بهــــــــاره
ظالمان مې له جانانه بېلوي
لکه ګل چې له بوستانه بېلوي
زره رحم یې په زړه کې مونده نشي
دا بې رحمه مې له ګرانه بېلوي
چې سپاه اوباچا دواړه غلامان وي
خود به خاوره له افغانه بېلوي
دمیرویس دبچو پښو ته به سر ټیټ کړي
چې جیلم څوک له واخانه بېلوي
یوځل ستا په خولګۍ موړوای دزړه سره
خیرکه بیامې سرله ځانه بېلوي
تړمواوښکومې تڼۍ دګرېوان دروړې
اوس مې تار تارله ګرېوانه بېلوي
رقیبان که ګران ته هرڅووګواښیږي
کله ما له زنخدانه بېلوي
دجانان په مخ کې سل بهاره وینم
اغیارما له ګلستانه بېلوي
لاس یې مات په سترګوړوندپه پښویې شل کړې
که به ماله دل وجانه بېلوي
دیار مخ مې ده هنداره ځان کې ګورم
ستوری څوک له شنه اسمانه بېلوي
کرۍ شپه مې نرم اوګرم غېږ کې پروت وي
دسهارچرګ یې له مانه بېلوي
له لمانځه وروسته یې خامخا زه لولم
پاک کتاب مې له شیطانه بېلوي
له بسمل سره په قران ماسوګندکړی
ما به څوک له امین جانه بېلوي
ظالمان مې له جانانه بېلوي
لکه ګل چې له بوستانه بېلوي
دنښتر خوږو او درنو لوستونکو!
راځئ چې له خپل اوږده، دردوونکي اوسوځوونکي غزل څخه وروسته مو څوشېبې دموسیقي تر خواږه اوساړه سیوري لاندې دمه کړم نومهرباني وکړئ دالاندې دوه لینکونه جلا جلاکښېباسئ ترڅو دهارون باچا په خواږه غږ دمـــــه شئ:
ســــــــــــــــــــــتاســـــــــــــــــــــــــو بســــــــــــــــــــــمل
http://www.youtube.com/watch?v=TeQ9mfFRKMY
http://www.youtube.com/watch?v=Uz16aOPyTL4&feature=endscreen&NR=1
دانځورونو او موسیقي په اړوند له ګوګل او یوتوب څخه لا له پخوامنندوی یم .