د پیاوړي اوستر ليکوال غلام محمد زرملوال په وياړ د ناستې خبرتيا

د نن ځوانانو مدني ټولنه غواړي چې د هيواد د ستر سياستوال او ليکوال خدای بښلي غلام محمد زرملوال په وياړه غونډه ونيسي.
نن ځوانانو ستاسو قدرمنو، لیکوالو، سياستوالو، شاعرانو او د د خدای بخښلي زرملوال د اند او فکر د پلويانو راتګ ته سترګې په لاره ده.
نيټه: د غويي ۲۸ چې د مۍ له اتلسمې سره سمون خوري.
ځای: د ژوندون راډيو ټلويزيون انګړ یکه توت درې لارې.
وخت: غونډه به د ماسپښين له دوو بجو څخه پيل کيږي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۸۷۲۶۷۲۶۷
يادونه:
له ټولو دوستانو غوښتنه کوو، چې وخت په پام کې ونيسي او په ټاکل شوي وخت غونډې ته را شي.
په درنښت.

د نن ځوانانو د دارالانشا څانګه