مارشال فهيم او بسم الله  په ګوشته کې د بريد مخالف وو

د کورنيو چارو وزير ته يوه نږدې سرچينه وايي، چې کله افغان سرحدي پوليسو په ګوشته کې پر پاکستاني پوستو بريد وکړ، مارشال فهيم سخت په غوسه و او د کورنيو چارو وزير يې د ټېلېفون له لارې وګواښه چې ولې يې بريد ترسره کړی دی. د يوه بل خبر له مخې ولسمشر کرزي چې کله دفاع وزير بسم الله خان ته امر وکړ، چې په ګوشته کې پاکستاني پوستې او دروازه له منځه يوسي، نوموړي د  امر له ترسره  کولو ډډه کوله او د  مارشال امر ته يې سترګې نيولې وې. که څه هم ظاهراً د ډاکتر عبدالله په  مشرۍ ملي ائتلاف په ګوشته کې د بريد  ملاتړ وکړ، خو د  همدې ائتلاف په سلګونو غړو د دې پر ځای چې د پاکستان پر وړاندې لاريون وکړي، د چاپېريال ساتنې په لاريون لاس پورې کړ.

شنونکي وايي، چې که څه هم شمال ټلواله ظاهراً د پاکستان د دښمنۍ ټټر وهي، خو په اصل کې د پاکستان ستراتيژيک ملګري دي او دواړو د پښتنو د ځپلو لپاره لاسونه سره يو کړي دي او هڅه کوي چې د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژندل شي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه