ستالېونۍ مینه 

مه ځه په تاباندې شیدایم له مالرې مه ځه

مه مې پرېږده تکي تنهایم له مالرې مه ځه

 

زما دزړه په تاج محل کې ستامقام دی صنم

هم دې سپاه هم مبتلایم له مالرې مه ځه

 

کله چې نه یې ته پوهېږې په ماڅه تېریږي

خالي کالبوت غوندې بې سایم له مالرې مه ځه

 

لکه په ټکنده غرمه کې چې ګلاب شي مړاوی

داسې بې تامات په ملایم له مالرې مه ځه

 

لرې له مامه ځه جانانه بې له تاسوځېږم

ستاپه لیدو لیدوهوسایم له مالرې مه ځه

 

سترګومې بیادرپسې پورته فوارې کړې ګله

څوبه زه داسې په ژړایم له ما لرې مه ځه

 

زړه مې دې وچوي که لحظه به مې هېرېږې جانه

له ټول جهانه بې پروایم له مالرې مه ځه

 

ماته ګړۍ په ګړۍ مه وایه چې مال دچایې

ټول مې درجارکړې زه خوستایم له مالرې مه ځه

 

زه بسمل ستالېونۍ مینه پټولای نه شم

په زوره زوره همداوایم له مالرې مه ځه

  

 مه ځه په تاباندې شیدایم له مالرې مه ځه

 مه  مې پرېږده تکي تنهایم له مالرې مه ځه

منی
دنښتر درنولوستونکو!

په سلامونو او درناوي مو لمانځم هیله ده زما غزل مو خوښ شوی وي تاسو عزتمنو ته دپخواپه ډول یوه پارچه ښکلې موسیقي دلاندې لینک په کښېباسلو سره دمحترم استادمحمدصادق فطرت ناشناس په غږ دراوروم:

http://www.youtube.com/watch?v=rgcfNcpZVS4

دانځورونو او موسیقي په اړوند له ګوګل او یوتوب څخه لا له پخوامنندوی یم .