مجیب رحمان لحاظ تښتول شویدی
د ژوندون تلویزون د سیاسي خپرونو مسول مجیب رحمان لحاظ د ژوندون تلویزون د راپور په اساس پرون چهارشنبه له زړو مکروریانو سیمی څخه تښتول شویدی. ژوندون تلویزون په دی وروستیو کی د "تصویر خبری" کوي په نوم یو تلویزونی پروګرام پیل کړیدی چی په هغه کی د افغانستان د تیر او روان ناورین د جنایتکارانو حقایق د هغوی له خپل قوله نشروي. تراوسه پوری ددی تښتونی انګیزه معلومه نه ده خو ګومان کیږي چی جنایتکاران چی دا مهال د کرزي په حکومت کی په لوړو مقامونو دندی ترسره کوي غواړي له دی لاری په ژوندون تلویزون فشار وارد کړي ترڅو ملت ددوی له جنایتونو خبر نشي.
د رسنیو ازادي هغه ډنډوره ده چی ولسمشر کرزي په ۱۱حاکمیت کی غږولی او له خپلو لاس ته راوړنو څخه یی بولي خو بیا هم په دی هیواد کی هغه ژورنالیستان چی په ریښتوني ډول د ملت غږ انعکاسوي له تهدیدونو سره مخامخ دي.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه