داسلام اباد او واشنګټن ترمنځ دبې پیلوټه الوتکو تړون رسوا شو .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې دورځپاڼه لیکونکي (مارک مازیټي ) په زړه پورې لیکنه خپره کړې ده لیکنه دهغه تړون دناڅرګندونو برخو په اړه راڅرخي ،چې څه موده وړاندې داسلام اباد او واشنګټن ترمنځ دبې پیلوټه الوتکو دعملیاتو په اړه شوې دی . له روهي ویبپاڼې څخه په مننه
دامریکايي بې پیلوټه الوتکې لومړنی قرباني په (تحریک طالبان پاکستان ) دنیک محمد په نوم یو قومندان و ،چې د 2004 ز په می میاشت کې له څار او پلټنې وروسته له څو نورو کسانو سره یوځای په نښه شو ،چې دوه یې ملکي بي ګناه ماشومان و او عمرونه یې د 16-10 کلونو ترمنځ و .
هغه دپاکستان دپوځ ویاند سمدلاسه دبرید مسوولیت ومانه ، خو دا له حقیقته لیرې خبره وه ځکه برید CIA کړې و . دلیکوال دمعلوماتو له مخې دا په پاکستان کې دبې پیلوټه الوتکې لومړنی برید ،چې نیک محمد په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او دا دهغه پروګرام پیل و ،چې امریکایانو ورته د ( نښه شوې وژنه ) نوم ورکړې و .
دبرید موخه دالقاعدې کوم مشر نه و ، بلکې دیو پټ تړون له مخې د(تحریک طالبان پاکستان ) ملاتړی و ،چې قبایل یې د حکومت پر ضد راپارولي وو .هغه مهال CIA د نوموړي دوژنې په اړه موافقه وکړه ، خو شرط یې دا وړاندې کړ ،چې موږ به اجازه لرو ،چې دپاکستان هوايي حریم وکاروو ، واشنګټن له ډېره پخوا هڅه کوله ،چې دا هوکړه (موافقه ) ترلاسه کړي او خپل دښمنان دهمدې لارې وڅاري .
دتړلو دروازو تر شا شوې تړون په اړه معلومات دلومړي ځل لپاره رابرسېره کیږي او په دې اړه په اسلام اباد او واشنګټن کې له لسو ډېرو چارواکو سره مرکې او لیدنې شوې دي . دبې پیلوټ الوتکو پټه جګړه دولسمشر بوش دواکمنۍ پر مهال پیل شوې وه او دولسمشر اوباما دواکمنۍ پر مهال یو څه پراخه شوه ،چې اوس یې د جنجالي موضوع بڼه غوره کړې ده .
کله ،چې دCIA په پټو زندانونو کې دسرغړونو په اړه خبرونه خپاره شول . یوه میاشت وروسته دې تړون څارګرو ته دا زمینه برابره کړه ،چې وار له مخه د(نښه شوو او یا مطلبو کسانو) دنیولو پر ځای دوی په میدان کې له منځه یوسي . پردې سربېره دې تړون دا مرسته هم وکړه ،چې دسړې جګړې پر مهال څارګره CIA پر نظامي ډله / ټولنه واړوي .
له همدې نېټې څخه رادیخوا CIA په پاکستان کې په سلګونو بریدونه کړې دي ،چې دپاکستانیانو ، عربانو ، ولسي وګړو په ګډون یې زرګونه هغه وژلي دي .
پاکستان یوازینې او لومړنې هېواد نه دی ،چې واشنګټن په کې دبې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کوي ، بلکې د(نښه شوو وژنو ) دعملیاتو دمهم لابراتور بڼه یې خپله کړې ده . دا دامریکايي جګړې نوې بڼه ده ،چې دسرتېرو او څارګرو ترمنځ توپیر یې له منځه وړلې دی .
لیکوال کاږي :دواشنګټن اواسلام اباد ترمنځ دبې پیلوټه الوتکو دبریدونو په اړه د تړون ځینې برخې داسې دي . په ISI کې ځینو مامورینو ټینګار کاوه ،چې له هر برید وړاندې باید له موږ اجازه واخستل شي ، موخې باید موږ هم وڅارو پردې سربېره بې پیلوټه الوتکې به دقبایلي سیمو په ډېره تنګه فضا کې الوتنې کوي او هغو سیمو ته به نه نږدې کیږي ،چې اسلام اباد یې نه غواړي لکه اتومي بټۍ ، په غرونواو دښتو کې نظامي غنډونو ته به نه نږدې کیږي . دلیکوال له انده پاکستان په دې ځایونو کې دهندي کشمیر لپاره جنګیالي روزي .
ISI او CIA په خپل منځ کې دا خبره غوټه کړې ده ،چې په پاکستان کې به دبې پیلوټه الوتکو ټول پراوزونه د امریکا دمرکزي استخباراتو دپټ فعالیت تر څارنې لاندې تر سره کیږي په بله مانا واشنګټن به دهیڅ برید مسولیت پر غاړه نه اخلي او پاکستان به د فردي ترور مسوولیت اعلانوي او یا به چوپتیا غوره کوي .