غـــــــــــــــــــزل

ما په غمو کی د ژوند هره خوشحالي تېره کړه

خزان خزان مې هره ورځ د پسرلي تېره کړه

چې بې له اوښکو بې ژړا یې څه راکړي نه دي

د داسې چا په نوم مې ټوله زنده ګي تېره کړه

زه په خانۍ کې د ملنگ د در ملنګه شومه

په پښتانه ضمیر مې داسې بې وسي تېره کړه

نن یې وېیل راته په مینه دې باور نه لرم

راته تېره چاړه یې سمه په زړګي تېره کړه

چې پکې کرکه کرکه ژوند دی مینه نه پېژني

ما داسي ښارکې پیغلتوب او تا ځواني تېره کړه

زمزمې وخت دی بدل شوی چې ملنګ یې وینې

کنه خو دې سړي همدلته ښه خاني تېره کړه

 غــــــــــــــــــزل

شپې او ورځې دي بې یاره مجبوري ده

چې  زغمم دې انتظاره مجبوري ده

نه داستا دخپلولو امکان وینم

نه وتی شم له دې ښاره مجبوري ده

نور به صبر وظیفه کړم درنه ځمه

هېروم دې نور نگاره مجبوري ده

دې سړي ته لېونی خطاب ونه کړئ

په خندا چې ځي تر داره مجبوري ده

زمزمې هغه د بل زړگي پاچا شو

اوس په یادیې ګوتې شماره مجبوري ده

 دنښترویبلاګ اداره دزړه له تله دزمزمې نیازۍخور په شاعري ویاړي، قلم یې تل تاند اوپښتنه لوپټه یې درنه اوپه عزت غواړو

محمــــــــــدامین بســــــــــمل