په لویه پكتيا كې د ژورنالیزم څلورمياشتنی كورس پيل شو.
رپوټ رالېږونکی :
زمری كامران كروړ
۱۳۹۲\۱\۱۹يكشنه ،ګردېز
په لویه پكتياکې د خپلواكو ژورناليستانو ټولنې له خوا او د ابرار د خيريه موسسې په مالي لګښت د ژورنالیزم د بنسټونوڅلور مياشتنی روزنيز كورس پيل شو.
دپكتيا دخپلواكو ژورناليستانو دټولنې مشر اصيل (ځاځى ) وايي:
دلومړي ځل لپاره په پكتياولايت كې دژورناليزم دبنسټونو څلور مياشتنی روزنیز كورس پيل شو،ياد كورس د ابرار د خيريه موسسې په مالي لګښت او د پكتيا د خپلواكوژورناليستانو ټولنې له خوا پرمخ وړل كيږي.
اصيل ځاځي وويل :
پدې روزنيز كورس كې د پكتياولايت د بيلابيلو مدني ټولنواستازو، دشخصي راډيوګانو خبريالان،د دولتي ادارو دعامو اړيكو مسؤلين اومحصلان ګډون لري په دې کورس کې داتو نجونو په ګډون څلوېښت کسه برخه اخلي.
داصيل ځاځي په ويناپدې كورس كې به يادو ګډونوالو ته دژورناليزم آرونه،ژورناليستكي اخلاق،خبرليكنه ،وېډيو او اډيواډيت، دمجلې او اخبار ډيزاين او د ژورناليزم په برخه كې په بېلا بېلو موضاعتوباندې رڼا واچول شي،نوموړى وايي دياد كورس زياته برخه به عملي كار وي موږ عملي چارو ته پوره زمينه برابره كړې ده.
دپكتياولايت دولايتي شورا مرستيال ډاكټر الله مير ځاځي ووېل:
دداسې كورسونو جوړول ډېر ګټور دي ،ګډونوال به وكولاى شي چې دژورناليزم په آرونو او مسلك باندې پوه شي او ترڅنګ به وكولاى شي دخلكو غږونه او ستونځې د دولت ترغوږو ورسوي.
دالله مير په خبره ددې كورس ښېګڼه دا ده چې د دولتي ارګانونو دعامو اړيكو مسؤلين او دشخصي راډيوګانو خبريالانو دظرفيت په لوړوالي كې به ډېره ګټوره تمامه شي دوی به وكړای شي چې دخپل ارګانونو لاسته راوړنې او خبرونو په معياري بڼه جوړ او خپاره كړي .
ددې كورس ګډونوال احسان الله حميدي وايې:
موږ د داسې كورسونو په جوړېدو سره خوشحاله يو او د يادو ادارو څخه مننه كوو ، موږ به د ژورناليزم له روزنیز كورس څخه ډېر څه زده كړو ترڅو وكولای شو دخپلو خلكو او د سيمې ستونځې ،او غږونو تردولته او چارواكو ورسوو.
په پكتياکې دښځو غږ راډيو خبرياله ستاره سادات وايي« زه دښځو غږ راډيو كې دليوالتيا له مخې ديوې خپرونې چلوونكې يم خو يوازې كولاى شم په شفاعي ډول خپرونه مخته بوځم خو د ژورناليزم مسلك په اړه مالومات نلرم او ترڅنګ یې په خبرليكنه او راپورجوړونه باندې هم نه پوهېږم ځکه خو زموږ لپاره ډېر ګټور اوضروري دی»ديادونې وړده،چې دياد روزنيزكورس دپرانيستنې په غونډه كې دپكتياولايت دبېلا بېلو دولتي اوغير دولتي ارګانونو چارواكو او مدني ټولنو استازوهم ګډون كړی و.