نويد زېری/پکتيا

غزل

داچې په واړه کورکې د غرونو په شان زغم شيندي

دا سړی به ګورې چې ځواني خپله پر چم شيندي

یارمې د شهید ورور د خواږه تصوير په څېرشولو

تنده د ليدو که ماتوي؛حو ډېروخت غم شيندي

ښکاري بې وسۍ له دې جينۍ نه نظر وړی دی

لاړې د خوږې خولې د تېرې ستنې ترسپم شيندي

 زړه مې په اسانه د پښتون له رنګه رنګ واخيست

کله کله اوښکې کله وينه کله نم شيندي

کرکه مې له تا يوڅو نازکو ارمانو يوړه

زیری دخوښۍ خو؛ همېشه واړه پرچم شيندي