فريد احمد تسکين ،پکتيا ميډيا سنټر            

درمان ته مه وایه چې تا څه شاعري کړېده

درمان ته مه وایه چې تا څه شاعري کړیده

ژوند مې د ماښام تورو تيارو ته په لاس ورغی

څه به پاڼې پاڼې شي اغزو ته په لاس ورغی

دا ګومان مې نه شي چې درمان ورځينې خلاص کړي ځان

تکو سپينو غټو مړوندو ته په لاس ورغی

دا هغه بيتونه دي چې شاعر د خپل ژوند لوړې ،ژورې ،تورې تيارې او همدا ډول  دمينې انځور ګري په يوه داسې انځوريزه او کليواله ژبه کړې چې لوستونکی د خپل ژوند ژوندي کليوال انځورونه  مخې ته ږدي او پر خپلو تېرو يادونو پسې لکه شاهين الوزي د خيال وزرې پسې رپوي او د ژوند په هنداره کې د نظر نوکارې خښوي .

زه هم د ولي درمان د ژوند د کتاب هره پاڼه لولم  خوند ترې اخلم او پکې خپله د  ژوند د انځورونو ګالري خلاصوم او د ژوند د ژونديو انځورونو ننداره کوم او دتېرو يادونو مينه پرې ماتوم .

مجمد صديق روهي ادبي څېړنې کتاب کې وايي:

(( له کله نه چې شاعر د ځمکې پر سر د نا اميديو او بد بختيو سره مخ شي؛ نود خپلو اميالو او احساساتو د تسکين لپاره په اسمانونو کې پنا ګاه لټوي.

د ژوند له ترخه واقعيت سره خدای پاماني کوي او د خيال په وزرو د يوې داسې اوټوپيا په لوري الوزي ؛چې هلته بې د ګلانو له باغونو، دشاتو له ويالو، مينې او محبت مطلق خیر او مطلق جمال څخه بل څه نه ليدل کيږي.

شاعر له دې وروسته په ټولنه کې نه اوسيږي، د ژوند له موجوده شرايطو سره توافق نه شي کولای. د يوې خيالي جزېرې په لوري تښتي او خپل ځان ته اوټوپيا جوړوي. شاعر له يکنواخته او مبتذل ژوند څخه تښتي،شاعر له بې ذوقۍ او خمود څخه تښتي. شاعرسبعيت او وحشت څخه تښتي،شاعر له خپلې ناتوانۍ او کمزورۍ څخه تښتي.))

شاعر له دې وروسته په ټولنه کې د شتون احساس نه کوي هغه د اسمانونو سره د راز او نياز پړي تړي، له شور او غوغا څخه تېښته کوي او د خلوت پر بستر د ژوند د ناهيلۍ او مجبوريتونوسندرې وايي.

چې کوم ملنګ د کوم سړي مخې ته و دريږي

ما ته مې خپله غريبي مخې ته و دريږي

جانانه ستاسو چې ګلې ګلې سړي و وينم

ماته مې خپله بې کسي مخې ته و دريږي

يا دا چې:

هغه پرون دې څومره سپکه ورکه خوله وهله

نن زړه مجبور کړم ما دې بيا لمنه ونيوله

دا يې د يوبل غزل نور بيتونه:

زما په هر غزل کې ته يې ګرانه

بيا خو غزل نه وي چې نه يې ګرانه

بلا دې واخلمه او رنځ دې راشه

څه په بې غمه خوب وېده يې ګرانه

ليونی شوی يم خو دومره هم نه

شکر دی ته خو مې په زړه يې ګرانه

د درمان شاعري ټوله له درد،مينې او فا له اړخونو هغه ډکه خزانه ده،چې لوستونکي ترې د خوندونو خورجينونه ډکوي.                                                 

له کله نه چې زه له ښاغلي درمان سره بلد يم په بنډارونواو مشاعرو کې مې ورسره برخه اخيستې ده د ده دشاعرۍ هر اړخ مې کتلی دی او پر مايې د مينې کوډې کړې دي. ( چې ته مې وليدې سندرې مې در وښويدې) د ده نوي شعري ټولګه چې  د شعر تر مينه والو رسېدلې ده. په دې ټولګه کې یې د شعر په تار کې توري لکه د مرجانو په شان پيلي دي . د ښاغلي درمان په شاعرۍ کې تر ډېره د مینې د پايښت بغاوت شوی دی او ترڅنګه يې په شعر کې د زبېښلو شويو کلماتو او انځورونو نه پکې ډده شوې ده. نوموړي هڅه کړې ده چې په خپلو شعرونو کې  نوي ترکيبونه، نوي رديفونه او نوي انځورونه راوړي.                                   

لکه په دې لاندو بيتونو کې

ستا د ټټر سپينې روپۍ د زړه نه کينولم

یو دې پېزوان بل دې نتکۍ د زړه نه کينولم

که دا پوښتنه کړې چې چېرته او په چا مين يې؟

په پېښور کې کابلی د زړه نه کينولم

دا چې په سرو لاسو دريا ته په شړک چکې وهې

درمانه زه خو دې جينۍ د زړه نه کينولم

یا لکه لاندې بيتونه

ته تېرېدې د ګل غوټې درپسې مخ واړو

ستورو کتل درته سپوږمۍ درپسې مخ واړو

د کابل ښکليه له نازونو نه يې و پېژندې

په پېښور کې کابلۍ درپسې مخ واړو

دا کليوال انځوريز بيتونه یې هم د ستاينې دي:

خاونده ته خو دې جينۍ ته ښکلی جنت ورکړې

لمن ته مې په لار کې ټولوي ټوپي ټوپي

درمانه دا جينۍ خو به مينه پر ما نه وي

له وره نه راته وشيندي غمي ټوپي ټوپي

په پاسنيو بيتونو کې ټوپي ټوپي چې د کوټه کوټه (ډېر ډېر) مانا ورکوي دلته په دې بيتونو کې  له قافيې سره ښکلی رديف راوړل شوی دی،چې د شعرترکيب يې برابر کړی دی او د شعر موسيقيت يې پياوړی کړی ،چې ډېر ژر د لوستونکي زړه ته رګ پيدا کوي.

دا بيتونه يې هم ولولئ چې څومره سړی ترې متاثره او پرې شيدا کيږي.

 

ولې راته وايې چې په څه سبب دې وژړل
خامخا غزل خو په مين سړي تاثير لري


خوب مې ليده ته وې زه وم دواړه ژړيدو سره
فکر ورته وړی يم چې دا به څه تعبير لري

ستا غزل درمانه څه يو بل غوندې انداز لري
هره يو ه خبره دې له ځان سره تصوير لري

 

رابه شو د د رمان د شعر په هکله د نورو ليکوالانو نظرياتو ته:

د مېرمن ادبي بهير غړې تکړه شاعره او ليکواله پاکیزه آرزو د ده شاعري ډېره خوښوي او وايي  ښکلي شعرونه لیکي.

نوموړې وايي په شعر کې یې په ریښتیا چې شعریت موجود دی ډیرې ښکلې استعارې او تشبیهات یې په کې کارولي  یو نیم ځای خو یې یو،یوبیت ډير دردونکی هم دی:

زما د لاس ګل یې رقیب ته ورکړ

درمانه دومره بې وفا سړی دی

یا هم:

خدای خبرد چا مینه به کونډه وي

کلي کې یې ځوړند دی په دار یو څوک

زما په نظر کې کونډه کلمه نوې خبره ده  په دې بيت کې نوی ترکيب دی شاعر هڅه کړې ده چې نوې خبرې را واخلي او له زبېښل شويو خبرو له سرحده ځان تېرکړي.

اغلې پاکېزه ارزو په لاندني بيت کې ښکلې تشبيهه او نوې خبرې ته نغوته کوي.

ارزو  وايي په لاندني بيت کې سپينه لوپټه له سولې سره تشبیه شوې ده. په دې ځای کې شاعر په ډېر ماهرانه ډول د ښځينه و احساسات راخیستي او پکې ځای کړي يې دي چې د (سپينه لوپټه )کلمې د ترکيب جوړښت رامنځته کړی دی او نوې خبره يې کړې ده.

درمانه سپينه لوپټه مې په دې نيت پر سر کړه

ګوندې له چم نه مو پردي پردي بدرنګ ورک شي

شاعر او ليکوال محمد رحيم سکندر ښاغلی درمان يو خپلسری شاعر بولي او وايي چې که د درمان شاعري ښه په ځېر سره ولوستل شي او د ده شعر راپورته شي نو ډېر کم شمېر شعر پېژندونکي به يې د توپير درک وکړای شي.

سکندر وایي د ده يو خپلسري هم دا ده چې شاعري يې د ټولنې په خوښه کړې ده.

دی وايي ګني نظرونه خو داسې دي چې شاعري دې د ولس لپاره وشي نه د ولس په خوښه.

د مېرمن ادبي بهير يوه بله غړې شاعره او ليکواله نعیمه غني ښاغلی ولي مرجان درمان يو انځورګر شاعر بولي او وايي چې دوخت د حالاتو سره سم يې په شعر کې په زړه پورې انځورونه ځای کړي دي.            

نعيمه غني وايي((درمان د شاعر په توګه د یوه افغان ځوان هیلې، ناخوالې،مینه، کرکه، مجبوریتونه، ضرورتونه او اندیښنې تصویروي))

د نعيمه غني په خبره.ښکلي او کلیوال انځورونه یې په کې پنځولي دي،د شعر ژبه یې هم ساده اوروانه ده .

چې اغلې نعيمه غني يې څو بېلګې وړاندې کوي:

خدایه ته یې وساتې د بر کلي د یوه کوره

زوی هم په سنګر کې دی او پلار هم په سنګر کې دی

یا:

جنګه د ټوپک شپیلۍ دې ماته شه

زه دې بې چناره بې نښتره کړم

د اغلې نعيمه غني په قول د غزل اصلي تعریف ته په پام سره یې ډيرې خبرې په مینه کړې لکه چې وایي:

ځان راته ډير بې سړیتوبه بې معیاره ښکاري

ترې جدا شوی یم دا دوې شپې مې بې یاره وکړې

او هم:

د یار غمه چې راځې غلی را درومه

درنه ویښ نه شي دردونه مې ویده دي

نوموړې وايي که شعرونه يې ولولئ نو ښکلي، ساده او د شاعر په خپلو تجربو ولاړ شعرونه،تصویرونه او الفاظ به په کې ومومئ لکه خپله شاعر چې وایي:

ښکلیه دا کاڼی کاڼی زړه یې درته مم کړ کنه

درمان ته مه وایه چې تا څه شاعري کړیده.

د اغلې نعيمه غني د خبرې په تاييد بايد ووايم چې درمان يو مينه ناک انسان دی، د مينې ترجمان دی. په مينه خېلو کې ژوند کوي ترکرکه خېلو د مينې سندرې وړي او دنفرت له تورو تيارو څخه ورته د خلاصون غږ کوي.

خوږ ژبی شاعرجلال امرخېل د درمان شاعري په دې ښه ګڼي چې ، شاعري یې تر ډیره د خپل زړه خبرې دي.

دی وايي: درمان له نویو تجربو سره مخ دی ، د شاعرۍ پر لور یې ښه مزل روان کړی دی.

د ده له نظره ځينې خلک د مزل په پیل کې لا ټکني وي ، خو د درمان چې څومره شاعري ما لوستې ده ، مزل یې ډیر ښه روان کړی دی.

د امرخېل په قول ډیرې داسې خبرې ورسره شته او ډیر داسې موضوعات ورسره شته چې له نورو ډیرو شاعرانو سره نه شته.

جلال وايي: د بریا راز یې هم په همدې کی دی ، سخته شاعري نه کوي ، له شاعرۍ سره زور او تکليف نه کوي ، په روانه ساده او شاعرانه ژبه شاعري کوي.

دی زياتوي:(( خلک ښه شاعري کوي خو د شعر ژبه یې له ورایه ښکاري چې لکه د کاسمټیکس د دوکان په رنګونو یې لړلې وي ، په بې ځایه لغت پرانۍ یې بدرنګه کړې وي، خو د ده د شعر ژبه داسې نه ده ، لغت پراني او سخت لفظي بیخي نه کوي، په همدې مې خوښ دی.))

غزلبول شاعر رفيق مهران د جلال امرخېل د خبرې په تاييد وايي،چې درمان په رېښتيا درمان دی.

دی وايي د شعر په ژبه ډېرو پر هر ژليو زړونو ته درمان بښي ځکه چې شاعري يې ټولييزه ده.

مهران وايي : له درمان سره لوی هنر دادی چې د غزل هره مصره يې روانه وي،سکتګي پکې نه وي او په مانا پوره وي، دا د يوه ښه شاعر ځانګړنې دي.

نوموړی درمان په زړه راښکونکو کلماتو د خپل ژوند په تېر پړاو کې د يادونو انځورونه څه ښه ترسيموي.

ووايه په کلي کې خاني مې وه که نه مې وه
ته او خدای د حسن پاچاهي مې وه که نه مي و

زه هم ځوان وم ته هم پيغله نوی مينتوب هم و
څه وايې چې مسته شاعري مې وه که نه مې وه

وره ته به راووتې په سره ګل به دې وويشتم
تاته خومعلومه وه ځواني مې وه که نه مې وه

يا دا:

زما غزل د سوي زړه نه سرچينه اخلي

وايه داستا حسن د څه نه سرچينه اخلي

ملالې پيغلې د موچيو پشان پنډې وي پرې

درمان د ګوړې ګبينه نه سرچينه اخلي

په دې ځای کې شاعر له جنګه سر ټکوي ،له تبعيضه ډېر لرې ګام اخلي تور او سپين ټول يو وجود ګڼي او د يو والي چتر کيناستو ته يې رابولي.

 

له جنګه لاس واخله اشنا سولې ته غاړه کېږده

زه دې ملنګ ته مې پاچا سولې ته غاړه کېږده

زه دې په تور او په سپين نه يم درنه مينه غواړم

که ته عامي يې که ملا سولې ته غاړه کېږده

درمانه ومنه پرديو ته غوږ ولې نيسې؟

دا جنګ نه ستا دی نه زما سولې ته غاړه کېږده

د ولي مرجان درمان ټوله شاعري ډېره خوندوره او ترسکونه لګيږي د ده په شاعرۍ کې شعريت، نوي تشبيهات،نوې استعارې، نوي ترکيبونه، رنګين خيالات ، شعري ښکلايز کيفيت، شعري طعام، نوي انځورونه، د تخيل مټ، سندريز شور ،د شعر عمق او په شعر کې د تورې نه تيره او د مالوچو نه پسته سوچه پښتو ژبه هغه څه دي چې درمان ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

 ګل پاچا الفت وايي شاعر اوسه حتا په نثرکې ولي درمان هم نه يوازې چې شعر ليکې بلکې د ليکوالۍ او ژورنالېزم په ډګر کې هم ټکنی روان دی. له يادې شعري ټولګې نه وړاندې یې د((په تڼاکه ژبه خبرې)) په نوم یو ناول هم چاپ شوی دی.   

د درمان په شاعرۍ کې ډېرڅه پټ دي چې بايد وڅيړل شي زما په فکر کې همدا و چې څو کرښې مې پرې وليکلې .په پای کې   ښاغلي درمان ته د لوی رب ج په دربار کې لاسونه لپه کوم او ورته د اوږده عمرهيله کوم قلم يې تاند لرې.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اخځليکونه:                                                                                           

په دې ليكنه كې له لاندې اثارو څخه ګټه اخيستل شوې:

۱ــ  درمان، ولي مرجان. چې ته مې وليدې سندرې مې در وښويدې ، خوست رنګه چاپ خونه خوست ۱۳۹۱ل.

۲ــ روهي،محمد صديق. ادبي څيړنې، دانش خپرندويه ټولنه،لومړى چاپ،دانش مطبعه پېښور۱۳۸۶ل.

http://new.taand.com۳-

https://www.facebook.com/wali.darman۴ـ

د پښتو ادب د لا غوړيدا په هيله

۱۳۹۱/۸/۱۰