طالبان د امريکا په خدمت کې او کرزى؟!

ډاکتر ځلاند

آیا ښاغلي کرزي له خپله ځانه هم په تېرو څه د پاسه لسو کلونو کې دا پوښتنه کړې چې دی د چا په خدمت کې دی؟ ښاغلی کرزی د داسې یو حکومت مشري لري چېتر ډېره بریده د سهامي شرکت په توګه دنده ترسره کوي، د ملي ګټو ضد، په مصلحت ولاړ حکومت، تر پوزې په ادارې فساد کې غرق حکومت، د پښتنو په رټنې او وژنې تورن حکومت، د یوې ولسوالۍ په ټول افغانستان حکومت، د ټوپکسالاارنو، جنګسالاارنو او د نوییمو لسیزو د پاټکیانو پر مټ جوړ حکومت. ...

هغه د چا خبره به تنګ امد، به جنګ امد، کرزی بالاخره دېته متوجه شو، چې ګواکې د امریکا او طالبانو ترمنځ کومه نژدې ښیښي شته چې یو له بل سره جګړه هم کوي او دوستي هم. خو په دواړو کې یې بیا ښاغلي کرزي او دده ټیم ته امریکا شا کړې ده. امریکا ښاغلی کرزی نه په جګړه کې داسې

پیاوړی کړ، چې پخپلو پښو ودرېږي او طالبان یا خپل نور ورته دښمنان پرې مات کړي او نه یې هم په دوستۍ کې داسې په خیټه موړ کړ چې له یوه کال اضافه د امریکا له مرستو پرته پلو، چلو وخوري. کرزي چې د روان زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې په سر کې په سپنیه ماڼۍ کې له اوباما سره ګډه خبري ناسته درلوده ، زما په فکر دېته یې پام نه و چې اوباما ورسره د طالبانو لپاره د قطر د دفتر خبره غبرګه کړه او همدا ډول یې په ښکاره وویل، چې امریکا له طالبانو سره جګړه نه کوي، بلکې

د سولې د خبرو په بریالیتوب کې له افغان حکومت سره مرسته کوي. دا لاڅه چې ولسمشر کرزي د خپل سفر تر ټولو ستره لاسته راوړنه همدا بلله چې ګواکې اوس نو په افغانستان کې سوله سل په سلو کې راتلونکې ده، ځکه امریکا نور طالبان نه وژني او د سولې په راوستلو کې د افغان حکومت

له تګلارې ملاتړ کوي.

خو اوس چې د کابل هوا مخ په ښه کېدو ده او د ارګ هوا مخ په خرابېدو، نو د ولسمشر کرزي یو لوی حقیقت ته پام شوی چې ګواکې امریکا د طالبانو په ورکاوي پسې نده را اخیستې، بلکې غواړي په افغانستان کې د ترهګرۍ او القاعدې پر وړاندې جګړه وکړي.

په ورته وخت کې، ولسمشر له تېرو څو میاشتو راهیسې د باګرام زندان د ترلاسه کولو چڼه بازي له لاسه ورکړې او بیا دادی د میدان وردګو ولایت د تخلیه کولو په دنده کې هم پاتې راغلی، نو ددې لپاره چې دا دواړه ناکامۍ تر خپلې چپنې لاندې پټې کړي، په داسې تورونو يې لاس پورې کړی چې د طالبانو او امریکایانو په ګډ دریځ یې د رد خبر سمدلاسه خپور شو.

ولسمشر کرزی وایي، طالبان او امریکایان یو د بل دښمنان ندي او په اروپا او خلیج کې ګډې ناستې پاستې لري. که دا ورسره ومنو، نو بیا د پاکستان له ناپاک نیت څخه څه ګیله چې د څنګ یار درته غل دی؟

د ښاغلي کرزي په وینا طالبان د امریکایانو لپاره جګړه کوي، که دا خبره یې ومنل شي لکه څنګه چې د طالبانو بریدونه هم داسې توجیه کېدای شي  د طالبانو روان مقاومت له ۲۰۰۳ کال څخه را پیل شو چې تر ننه یې د امریکایانو اوږدمهاله شتون ته قانوني او غیر قانوني جواز برابر کړی او ددې تر څنګ یې د پاکستان لپاره د نیابتي جګړې پر مټ په افغانستان کې د خپلې ستراتیژیکې ژورتیا د ساتنې زمینه هم برابره کړې ده  نو بیا خو افغان ملت ډېر شواهد په لاس کې لري. په هغو سیمو کې چې طالبان واک لري د پنجابیانو ازاده ګرځېدا، د امریکایي پوځیانو ګزمې، د هغوی له الوتکو د کانتینرونو ښکته کېدا، د امریکایې پوځونو په کتارونو د بریدونو تتوالی او ډېر نور داسې څه، خو که افغان ولسمشر داسې اندیښنې او له درده ډکې ویناوې کوي، دا پدې مانا دي چې د افغان حکومت مشروعیت ریښتیا هم تر سوال لاندې دی؟ دا پوښتنه ځکه راپورته کېږي، چې طالبان هم یو دلیل لري او هغه دا چې له افغان حکومت سره ځکه نېغ په نېغه د سولې خبرې نه کوي، چې ګواکې افغان حکومت خپلواک ندی!

دویم سوال دادی چې آیا ښاغلي کرزي له خپله ځانه هم په تېرو څه د پاسه لسو کلونو کې دا پوښتنه کړې چې دی د چا په خدمت کې دی؟ ښاغلی کرزی د داسې یو حکومت مشري لري چېتر ډېره بریده د سهامي شرکت په توګه دنده ترسره کوي، د ملي ګټو ضد، په مصلحت ولاړ حکومت، تر پوزې په ادارې فساد کې غرق حکومت، د پښتنو په رټنې او وژنې تورن حکومت، د یوې ولسوالۍ په ټول افغانستان حکومت، د ټوپکسالارانو، جنګسالارانو او د نوییمو لسیزو د پاټکیانو پر مټ جوړ حکومت.

غواړم یو تاازه حقیقت ته د ګرانو لوستونکیو پام را واړوم: د ولسمشر کرزي په مشرۍ سږ کال د کانکور په تاریخ کې تر ټولو ستره درغلي رامنځته شوه. د کانکور وروستۍ پایلې دا حقیقت په ګوته کوي چې افغان حکومت د طالبانو د مقاومت لپاره په پښتون مېشتو سیمو کې حقوقي او قانوني جواز برابروي، نه امریکایان یا بهرنیان. د کانکور په ورسیتو پایلو کې د پښتون مېشتو ولایتونو ۷۳ سلنه ځوانان بې نتیجې اعلان شوي، هغوی چې د طالبانو لیکو ته جذب نشي او هلته وسله تر لاسه نکړي، نو په ملي اردو، ملي پولیسو، د هوايې ځواکونو په لیکو کې، خو ورته افغان حکومت هېڅ اسانتیاوې نلري، ځکه چې په دفاع وزارت پورې تړلې وروستۍ شمېرې ښيي چې د یو سلو اته اتیا کدري جنرالانو له ډلې څخه یواځې څلورڅلویښت تنه په وېښته سپین پښتانه دي، دا پاتې نور ټول یا د پنجشیر تور زړي دي یا د بامیانو.

له لوړو زده کړو وزارت څخه خو به ولسمشر کرزی ځکه نه وي خبر چې هغه له امریکا سره په شخړه کې هر څه د هغوی پر غاړه ورغورځوي، نو آیا د کانکور په پایلو کې هم د امریکایانو او طالبانو ګډ لاس وو؟! او که د کرزي په لاس او اشاره ناست د لوړو زده کړو ښاغلی وزیر دا کارونه ترسره کوي، چې پښتون نسل له اکثریت څخه په اقلیت او له رڼا څخه د جهالت تورو تمبو ته ټېل وهل شي.

افغان معاصر تاریخ داسې یو پړاو ته رسېدلی چې تور او سپین باید سره جلا کړي، ښاغلی کرزی او ټیم یې پدې حقیقت ښه پوهېږي چې دا کار د دوی په تاوان دی، نو ځکه نن د تېرو څه د پاسه لسو کلونو ټولې بدبختۍ، نا امنۍ، وژنې، اداري فساد، د حکومت نا اهلي او ناوړه کړنې په لوی لاس د طالبانو او امریکایانو په بام ورغورځول کېږي، چې تر یوه بریده یې هغوی پړه هم دي، خو داسې نه چې افغان حکومت سپین چرګ وبلل شي. افغان حکومت غواړي له تاریخ څخه خپل براًت ترلاسه کړي، خو داسې امکان نشته، ځکه تاریخونه په نیتونو نه بلکې په عملونو فیصلې کوي او په کړنو لیکل کېږي او پدې برخه کې افغان حکومت نسبت طالبانو او امریکایانو ته ډېر پړ دی. اداري فساد، پښتون وژنه، د پښتنو حقوق تر پښو لاندې کول، د سولې له خبرو د انجو پروژه جوړول، په هېواد کې د ملي ګټو پر بنسټ د فیصلي کولو پر ځای د ملت پر ضد د مصلحتونو خپلول دا ټول د افغان تاریخ تورې کرښې دي، چې د ښاغلي ولسمشر کرزي او له هغه د چاپیره ټیم په خلاف به په تاریخ کې ثبت شي. اوس ددې لپاره چې ښاغلی کرزی او ملګري یې د تاریخ له دې پېغوره ځانونه وژغوري، ښه ده چې د سولې روان بهیر افغاني کړای شي، د سولې کمېسیون لغوه او پر ځای یې یو درېمګړې افغاني ډله چې په هېواد مین او مصلح کسان پکې را ټول شوي وي بدله کړای شي. د بهرنیانو د وتلو لپاره په معقولیت ولاړې تګلارې رامخ ته شي، د مصلحتونو پر ځای په ملي ګتو او ملي حاکمیت ولاړ سیاست عملي کړای شي، خفه او رټل شوي پښتانه خپل کړای شي، ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت او د لوړو زده کړو وزارت دې پښتون کړای شي، پدې معنی چې د پښتو خوړل شوي حقونه دې بېرته ورکړای شي او د راتلونکو ټاکنو لپاره دې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړای شي، کنه تاریخ له هر چا سره انصاف کوي.