کابل:
د کانکور د پايلو پر ضد بيا مظاهره وشوه
د چهارشنبې په ورځ يو ځل بيا ګڼو ځوانانو د کانکور د اعلان شويو نتايجو پرضد لاريون وکړ او د دې ازموينې د باطل کيدو غوښتنه يې کوله.
دا لاريون چې د حزب اسلامي د ځوانانو له لوري رهبري کيدو، د بېلابېلو ولايتونو ګڼو ځوانانو هم پکې برخه اخيستي وه، چې د ده بوري له څلور لارې څخه پيل او وروسته مظاهره کونکي د ولسي جرګې دروازې ته ولاړل او خپلې غوښتې يې د ملت استازو ته وړاندې کړې.
د مظاهرې ګډونوالو ويل، چې په کانکور کې له ډېرو ځوانانو سره بې اندازې بې عدالتي شوي او د ځينو خاصو سيمو خلکو ته پام شوى او په لوړو نمرو، لوړو پوهنځيو ته ورکړل شوي دي.
هغوى د دې ترڅنګ له وکيلانو وغوښتل، چې د لوړو زده کړو وزير دې ولسي جرګې ته د پوښتنو لپاره ور وغواړي او د سږ کال د کانکور پايلې دې باطلې اعلان شي.