ایا تاسې پوهیږی چې په لوړو زده کړو وزارت کې دسوالونو دچاپ اوکیلي جوړولو مسوول څوک دی ؟
عبدالله پیکار
دا یو هزاره هلک دی چې نوم یې (سلیم ) دی ، دا هلک څو ځلې دجنايي جرمونو سره دمبارزې دریاست له خوا په کانکور کې ددرغلۍ په تور نیول شوی خو وروسته ورپسې دومره نامرعي قوت شته چې له دغه ځایه منفک کیږي نه ، کله چې دکانکور لپاره سافټ ویر جوړیده نو په ایران کې روزل شوی.
یوتن چې( وحید ) نومیږي اوس په مالیې وزارت کې کار کوي په دغه سافټ ویر باندې له هندیانو سره په شریکه کار وکړ ، وحیدنامی چې دکمپیوټري پروګرامونود لیکلو متخصص دی هماغه وخت په دې قانع و چې په سکورینګ کې دضریبونو تغیر کومه ګرانه خبره نه ده ، یعنې که دوی وغواړي انلاین هم کولی شي د پټو کوډونو په مرسته دې سافټ ویر ته داخل شي او ضریبونه تغیر کړي چې بې له شکه یې ددایکندي ، بامیان او دهزاره جاتو دنورو سیمو په حق کې داستر خدمت سرته رسولی دی ، پاتې شوه د وزارت خبره نو؛ د مؤقتې دورې په پیل کې دایران حکومت له امریکايي لوري سره د پټو توافقاتو په پایله کې دافغانستان دبشري قوې دروزنې مرکزي هستې ( دلوړو زده کړو وزارت ) ته لاسرسی پیدا کړ په مؤقته اداره کې شريف فايض لومړی وزیر وچې دایران په مرسته یې په زرګونو دایران پلوو ډلو غړیو ته بهرني تحصیلي برسونه ورکړل او په همدې ترتیب یې دداخلي مؤسساتواو پوهنتونونو په ترکیب کې دپښتنو ونډه غیر پښتنو اهل تشیع ته وسپارله ، احسان الله بیات ، زلمی خلیلزاد او دفرهادي کورنۍ هغه څوک وو چې دبهرنیو تحصیلي برسونو په ورکړه کې یې لاس درلود او دپښتنو ټول سهم یې هزاره ګانو ته ورکړ . ورپسې حسنیار ددغه وزارت واګې واخیستې چې په خپل ټول توان یې دکانکور له لارې پوهنتونونو ته دپښتنو زلمیانو او پیغلو دراتګ مخه ډب کړه ، کله چې اوزبیک ډاکټر ښاغلی اعظم دادفر وزیر شو نو تریوه بریده یې کوښښ کاوه چې وزارت دایراني استخباراتو له سلطې څه خلاص کړي ، دیادونې وړ ده چې دا مهال زه هم ددغه وزارت مربوط دیوه بهرني انکشافي پروګرام مسؤل وم ، دادفر د خپلې تدریسي مرستیالې ثریا پیکان دمداخلې له کبله ونه توانیده کومه سودمنه چاره ترسره کړي او دوزارت له چوکۍ څخه وغورزول شو ،دا هغه وخت و چې دپوهنتون څو تنه مخور استادان ولسمشر کرزي ته ورغلل او په کلکه یې ترې غوښتنه وکړه چې دا وزارت دې دایران له مستقیم نفوذ څخه پاک کړي خو دکرزي وعدې تاسې ته څرګندې دي ، کرزي ددې پرځای چې وزارت اصلاح کړي ، په قم کې په جعلي اسنادو روزل شوی سرور دانش یې دغه وزارت ته ونوماوه ، مګر په ولسي جرګه کې دتاجیکانو له اختلاف سره مخ شو او ونه توانیده چې لازمې رایې ترلاسه کړي ، کرزی هم حیران شو خو دا ځل یې یو داسې بدیل پیدا کړ چې تاجیکان یې مخالفت ونه کړي او په ضمن کې باید تر اهل تشیع زیات دایران استخباراتو ته دمنلو وړ وي ، نو جعلي پوهاند عبید یې پیدا کړ چې دافغان دښمنۍ ډیره زړه سابقه یې درلوده او په طب پوهنتون کې څو ځلې په جنسي تیریو کې ککړ پیژندل شوی و، عبید یې مخکې تر دې چې وزیر شي ایران ته دسفیر په توګه ولیږه او کله چې راستون شو نو ولسي جرګه یې هم ورته دایران په نفتي پیسو کرایه کړه ، او عبید بالاخره وزیر وټاکل شو