په کابل کې د کانکور د درغلیو پر ضد لوی لاریون وشو
نن ورځ په کابل کې په زرګونو کسانو په هغه لاریون کې برخه درلوده، چې د بېلابېلو خوځښتونو او هغه ځوانانو لخوا په لار واچول شو، چې په کانکور کې د درغليو له امله ځپل شوي وو.
لاریون د ده بوري له چوک نه پیل شو او د لوړو زده کړو د وزارت په لور یې یون وکړ. لاریون کوونکو په ډیرو احساساتو سره شعارونه ورکول: (( موږ د کانکور نتایج نه منو!))، (( زما نمرې څه شوې))، ((ما خواهان استعفای وزیر بی کفایت تحصیلات عالی هستیم))، (( تقلب در کانکور خیانت ملی هست!)). وروسته له لوړو زده کړو وزارت نه لاریون د ولسي جرګې په لور وخوځیدو.
لاریونکوونکو په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو نه غوښتنه وکړه، چې راووځي او د خپل ولس غږ واوري. په داسې حال کې، چې په ولسي جرګه کې د مرستیالانو د ټاکلو لپاره رایه ورکونه روانه وه، بیا هم درې تنه وکیلان کټوازی، قهرمان او د فرهنګی چارو مسوول جمال ناصر اصولي، له ودانۍ نه بهر راووتل او غوښتنه یې وکړه، چې د لاریون کوونکو په استازیتوب دې څو تنه له دوی سره ولسي جرګې ته ولاړ شي او غوښتنې ته مطرح شي. په پای کې شپږ تنه د استازو په توګه له دوی سره مل شول، چې د خبرو اترو او غوښتنو پایله لا نه ده څرګنده او په تمه یې یو.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه