د ډبری زړه

محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

 یوه ورځ د رسول الله (ص) په حضور کی یو اصحابی ډیر پریشان ، چُرتي او خوابدﺉ ناست و . پسله څه ګړیه رسول الله (ص) ورڅخه وپوښتل چی ولی داسی خپه ناست یې ؟ خیریت دی ؟

صحابی ورته وویل چی یا رسول الله (ص) ! ما ډیر ستر جنایت کړی دی ، ځکه ډیر غمجن یم او نه پوهیږم چی خدای (ج) به می وبخښی که یا .

رسول د خدای ورته وویل چی ولی ؟ څه دی کړي دي ؟ سړي ورته وویل چی یا رسول الله (ص) ، زما دغه ستره ګناه د جهالت د وخت مربوط ده یعنی کله چی په اسلام نه وم مشرف سوی .

نبی کریم (ص) ورڅخه وپوښتل چی هغه کومه ګناه وه ؟ سړي قصه داسی ورته وکړه :

کله چی می لور وزوکېده ، نو ما د ټولو خلکو غوندی وغوښته چی هغه ووژنم او یا یې ژوندۍ ښخه کړم . میرمنی می ډیر وژړل او ډیری زارۍ یې راته وکړې چی هغه و نه وژنم . خو ما ورسره و نه منل . باالاخره هغې راته وویل چی کله هغه غټه سی ویې وژنه . څنګه چی پر ما خپله میرمن ډیره ګرانه وه ، نو دا قول می ورسره وکړ .

ډیر کلونه تیر سول او د لور سره می محبت زیات سو او هغه خورا زیاته راباندی ګرانه وه . خو شیطان کله پریښوولم . کله چی پیغله سوه نو می خپلی میرمنی ته وویل چی اوس خو نجلۍ ځوانه او بالغه سوې ده . که ته پر خپل قول و نه دریږې نو زه له زور او طاقته کار اخلم . میرمنی می ډیر وژړل او لور یې په غیږ کی ټینګه نیولې وه خو شیطان پر ما فشار اچاوه چی ولی خپل عزم او عهد ماتوې ؟ آیا ته د نورو عربو څخه ښه یې چی هغوی ټول خپلی لوڼی وژنی ؟ آیا ته پر ځان دا پېغور قبلوې ؟

بس شیطان راباندی غالب سو او فیصله می قاطع سوه . آخر می میرمنی ته داسی پلمه وکړه چی زه خپله لور یو چیری بیایم بلکی نه یې وژنم او بیرته یې راولم . نو ځکه ښه نوي او پاکی جامې ورواغونده . هغې هم قسم راکړ او ما هم قسم ورسره وکړ چی بیرته به یې صحی سلامت او ژوندۍ راولم .

میرمنی می په لور ښه نوي کالي واغوستل او په غیږ کی یې ونیوله او څو څو واره یې پر مخ مچ کړه او خدای په امانی یې ورسره وکړ او پر ما یې د هغې د ساتنی ډیره سپارښتنه وکړه خو په زړه یې یو الله خبر و .

ما هم خپله لور را روانه کړه او ښه ډیر لیری چی کله یو څاه ته راورسېدو ، نو شیطان په زړه کی وسوسه را واچوله چی اې فلانیه ، ولی خپله لور نه وژنې او ولی خپل دود دستور تر پښو لاندی کوې ؟ نو یو وار به می خپلی ګرانی او ښایسته لور ته وکتل ، بیا به می د میرمنی سره خپل قول را په یاد کړ ، خو شیطان به می مخی ته دوری هوری کېدﺉ او مسلسل به یې پیغورونه راکول او جذباتی کولم به یې .

د څاه پر ژۍ  می لور ودروله او هغه هم پوهه سوه چی څاه ته یې ور اچوم . نو هغه و چی بدن یې په ریږدېدو سو او زه یې ټینګ ونیولم او د ژړاوو په حال کی یې راته وویل چی پلار جانه ، مه می وژنه ، زه ستا لور یم او تا زما د مور سره قول او قسم کړی دی چی ما به نه وژنې .

ما به یو وار د لور کریږو ته وکتل او بیا به د شیطان لعین وسوسو ، طعنو او فشارو ته متوجه سوم . نه پوهېدم چی څه فیصله وکړم . یو ځل به می څاه ته وکتل بیا به می ښایسته لور ته وکتل او بیا به می خپل کلتور او غیرت ته وکتل ، حیران وم چی کومه فیصله وکړم . لور پرله پسې مچولم او د کریږو په حال کی یې زارۍ راته کولې چی پلار جانه ، تا خو دا دومره ډیر کلونه په ناز او محبت سره پاللې یم ، ولی می اوس په داسی ظلم سره وژنې ؟  د خدای او زما د مور ځواب به څنګه ورکوې ؟ آیا ته زما پلار نه یې او زه دې لور نه یم ؟ بس د دغو ټولو له منځه شیطان راباندی غالب سو او لور می په غیږ کی ټینګه ونیوله او په داسی حال کی می دغه ژور څاه ته ور نږدې کړه چی زما جامې یې ټینګی نیولی وې . اوښکی یې یو دم وچی او ژړا یې بنده سوه ، آواز یې ودرېد ، سترګی یې راووتې او مرګ یې مخی ته مجسم سو .

بس سترګی می پټی کړې او خپله لور می څاه ته پوری وهله او هغه هم لاندې ولوېده . د څاه د تل څخه می د لور آواز اورېدﺉ او هماغسی زارۍ یې راته کولې چی پلاره تا خو خپل عهد پر ځای کړ ، اوس خو می بیرته در وباسه . زه همدلته ورته ناست وم څو چی د لور آواز می کرار کرا کښته کېدﺉ او باالاخره ورک سو او پوه سوم چی هغه مړه سوه .

نو یا رسول الله (ص) ! آیا خدای به می د خپل دغه لوی جنایت له امله وبخښی ؟ آیا ته به زما د دې عمل جزا راکړې ؟

رسول الله (ص) په داسی حال کی چی سترګی یې د اوښکو څخه ډکی وې او مسلسل یې ژړل ، داسی ورته وویل : که ما ته الله (ج) د جاهلیت د مهال اړونده ګناهونو او جنایتونو د سزا اجازه راکړې وای نو تا ته به می سخت ترینه جزا درکړې وای .

هو ګرانه لوستونکې ، موږ ته ثابته ده چی حتی وحشی حیوان لا هم خپل اولاد نه وژنی . آن که بل کوم حیوان یې بچي ته ورنږدې سی د زمري په شان به ورباندی ټوپ کړی او تر ګوزار لاندی به یې راولی . خو د جاهلیت د مهال عربو داسی ظلمونه کول چی بشري تاریخ یې هیڅ سارﺉ نلری او په رښتیا چی زړونه یې د ډبری وو . همدا اسلام دی چی بشریت یې د وحشت څخه آزاد او خلاص کړ او ښځو ته یې بشپړ حقوق ورعطا کړل خو اوس دی لوی خدای د هغه پله ور ( پیروان ) بیرته واقعی ، مکمل او سوچه مسلمانان کړی ، والسلام ( ن . صمد )

مأخذ : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ) ، ناچاپه .