ملګري ملتونه:

 امريکايي ځواکونو په سلګونو ماشومان وژلي او نيولي دي

د ملګرو ملتو د بشري حقونو څانګه رېپوټ ورکوي، چې د امريکايي ځواکونو د بريدونو او هوايي بمباريو له امله په افغانستان کې په سلګونو ماشومان وژل شوي دي. رېپوټ همداراز وايي چې امريکايي ځواکونو په سلګونو ماشومان نيولي او يو زيات  شمېر يې تر  يو کال پورې له هرډول حقوقي مرستې، زده کړې او بيا روزنې څخه بې برخې ساتلي. رېپوټ وايي چې يو شمېر تنکې ځوانان چې عمرونه يې تر اتلسو کلو کم دي له خپلو پلرونو سره نيول شوي چې دا د نړيوالو نورمونو خلاف کار دی. د رېپوټ له مخې کله چې د امريکايي ځواکونو په بريدونو کې ښځې او ماشومان مړه شي، اکثراً يې دوی مسووليت پر غاړه نه  اخلي او يو نيم وخت هم چې پړه ومني نو بيا يوازې بښنه غواړي، حال دا چې بښنه په زخمونو پټۍ نه شي اېښودلی. د ملګرو ملتو د بشري حقونو کمېسيون پر امريکې غږ کړی دی چې د ماشومانو د ژوند ساتنې ته زياته پاملرنه وکړي او ډاډ يې څرګند کړی چې امريکا په دې برخه کې ډېر څه کولای شي.

                                                            

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه                                                                                           عبدالله اڅړ